د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې نوملیکنې پیل خو د نجونو راتلونکی لا هم تمه دی

31

په داسې حال کې چې نجونې له زده‌کړو محرومې دي، د کانکور ازموینې د نوم‌لیکنې لړۍ یو ځل بیا پیل شوې ده، خو نجونو ته پکې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې بهیر پیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نجونې له څو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو څخه منع شوې دي او لا هم اجازه نه لري چې د کانکور ازموینه کې ګډون وکړي او پوهنتونونو ته داخلې شي.

طالبانو تر دې وړاندې ښځې له پوهنتونونو هم منع کړې دي؛ هغه پرېکړې چې تر اوسه لا هم پر خپل حال پاتې دي.

د بشري حقونو فعالان او یو شمېر کورنۍ وایي، د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي بندیزونه د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه ښکاره سرغړونه ده او د نجونو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.