چرس؛ یو اقتصادي اړخ

عبدالوافي نایب‌زی

33

نن مې د جرمني غږ (دوېچه وېله) یو راپور واورېد، چې پکې ویل شوي‌وو امریکايي بازارونه هر کال له چرسو څخه شاوخوا ۳۲ مېلیارده ډالر عاید لري. دا شمېره راته په لومړي سر کې لوړه ښکاره شوه، نو ځکه مې نورې سرچینې هم پسې وکتلې. ماته بېخي حېرانوونکې وه چې، د کانابیس سکټور (یعنې چرس او له چرسو سره تړلي قانوني تولیدات لکه درمل، صنعتي محصولات او نور) یوازې په ۲۰۲۴ز کال کې د امریکا له اقتصاد سره نږدې ۱۱۵ مېلیارده ډالر مرسته کړې‌ده، او د ۲۰۲۵ز کال لپاره دا اندازه شاوخوا ۱۲۳ مېلیارده ډالره اټکل شوې‌ده. دا د هر هېواد لپاره، په ځانګړي ډول د ملي اقتصاد د ودې په برخه کې، یو ډېر د پام وړ رقم دی.

دلته خبره یوازې د چرسو د استعمال نه‌ده، بلکې د یوې منظمې اقتصادي پالیسۍ، قانوني چوکاټ، مالیاتو، کارموندنې او صادراتو ده. په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې دا سکتور د دولت تر کنټرول لاندې دی، مالیه ترې اخیستل کېږي، کیفیت یې څارل کېږي او د عام ولس د روغتیا لپاره مشخص قوانین لري.

همدې ته په کتو، زه لا تر اوسه په دې فکر کې یم چې که د افغانستان چرس او ورسره تړلي نور تولیدات (کانابیس) په یوه معقول، قانوني او کنټرول شوي چوکاټ کې تنظیم شوي وای (یا که په راتلونکي کې داسې وشي) او د کانابیس شرکتونو (Cannabis Companies) ته رسمي جوازونه ورکړل شي، نو ایا دا به زموږ د ملي اقتصاد لپاره یوه لویه ګټه نه وای؟ افغانستان خو لا له پخوا د دې ملنګ بوټي له پلوه پېژندل شوی‌دی، خو تر اوسه دا موضوع یوازې د قاچاق، جرم او غیرقانوني اقتصاد برخه پاتې شوې‌ده.

البته دا خبره هم مهمه ده چې د کورني استعمال موضوع جلا وڅېړل شي، او د عام ولس د روغتیا، ټولنیزو ارزښتونو او قانون له مخې یې په کور دننه کارونه محدود یا ممنوع اعلان شي، خو د صنعتي، طبي او صادراتي اړخونو تنظیمول بیا کېدای شي د دولت لپاره عاید، خلکو ته کار او هېواد ته اقتصادي ثبات راولي.

ستاسو په اند، ایا افغانستان کولی شي په راتلونکي کې د داسې بدیلو اقتصادي لارو په اړه جدي فکر وکړي، که دا موضوع لا هم زموږ لپاره یوه «سره کرښه» ده؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.