افغانستان کې د یتیمانو روزنتون “رایان چلډرن” وتړل شو

33

طالبانو په کابل کې د افغان سندرغاړي شفیق مرید له لوري جوړ شوی د یتیمانو روزنتون “رایان چلډرن” تړلی دی.

شفیق مرید په یوه خپره کړې خبرتیا کې ویلي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر ټولې خصوصي یتیمخانې باید د دولت ولکه کې راشي او په همدې اساس د هغه روزنتون هم وتړل شو.

د نوموړي په وینا، دوه ورځې وړاندې طالبان پرته له هر ډول مخکېنۍ خبرتیا او رسمي مکتوب د رایان چلډرن روزنتون ته ورغلي او د تړل کېدو پرېکړه یې کړې ده. طالبانو ویلي، چې دا پرېکړه یوازې د رایان چلډرن لپاره نه، بلکې د ټولو هغو خصوصي بنسټونو لپاره ده چې د یتیمانو په برخه کې فعالیت کوي.

د شفیق مرید په وینا، هغه ماشومان چې د روزنتون تر پاملرنې لاندې وو، سمدلاسه دولتي روزنتون ته ولېږدول شول، ځکه په وینا یې رایان چلډرن د نجونو لپاره د بشپړ وخت د استوګنې مرکز نه و، نو یوازې هلکان انتقال شول او وروسته د ماشومانو سرپرستانو خپل ماشومان بېرته ترلاسه کړل.

هغه زیاته کړې، چې یاد روزنتون د مرستو او میاشتنیو ګډونونو له لارې تمویلېده، له همدې امله یې ټول مالي ګډونونه او مرستې درولي دي، څو د خلکو له باور ناوړه ګټه وانه خیستل شي.

د معلوماتو له مخې په دغه روزنتون کې تر سلو شاوخوا یتیم هلکان او نجونې ماشومانې روزل کېدې او تر ۲۵ بېلابېل کارکوونکي یې درلودل چې په بې کارۍ سره یې ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

شفیق مرید ټینګار کړی، چې که څه هم رایان چلډرن به نور د یتیمخانې او ښوونځي په توګه فعالیت ونه کړي، خو د ماشومانو ملاتړ به نه پرېږدي او هڅه کوي دا بنسټ له سره د یوې مرستندویه ادارې په توګه تنظیم کړي، څو د ماشومانو د زده کړو، هوساینې او مالي اړتیاوو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي له ټولو ملاتړ کوونکو، داوطلبانو او مرسته کوونکو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د رایان چلډرن اغېز او لاسته راوړنې به هېڅکله هېرې نه شي.

طالبانو تر دې وړاندې په هېواد کې د خیریه بنسټونو فعالیتونه هم محدود کړي دي.

تراوسه د دغې ډلې اړوندو ادارو رسماً په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.