له حقیقته تر تحریفه؛ د معلوماتي خپراوي بحران

عبدالوافي نایب‌زی

34

له بېگا راهیسې مې پر فیس‌بوک او نورو ټولنیزو پلېټفارمونو د کونړ د ملکي قربانیانو انځورونه او ویډیوگانې دومره ډېرې ولیدې چې تر اوسه یې راباندې رواني اغېز پروت دی او سردرد یم. دا پوښتنه راته پیدا کېږي: موږ ولې داسې کوو؟ دا پدیده یوازې یو احساساتي غبرگون نه‌دی، بلکې د معلوماتو د خپرولو له رواني، ټولنیز او رسنیز چلند (behavior) سره هم تړاو لري. د ټولنیزو رسنۍ (په ځانگړي ډول فیس‌بوک) هر کاروونکی باید له ځانه وپوښتي:ایا دا معلومات باوري دي؟ ایا د خپرولو گټه یې له زیانه زیاته ده؟ ایا دا کار په عامه پوهاوي لوړولو کې مرسته کوي که گډوډي او ستونزې لا پسې زیاتوي؟

زه به د ټولنیزو رسنیو کاروونکي په څو کټگوریو ووېشم، څو هر څوک وکولای شي خپل ځان وپېژني او ښايي خپل چلند اصلاح کړي (که څه هم عملي کول یې راته لږ ستونزمن ښکاري):

لومړۍ ډله، رسنۍ او حکومتي چارواکي:
دا ډله د معلوماتو د مدیریت رسمي مسوولیت لري. د دوی کار یوازې خبر رسول نه، بلکې د معلوماتو اعتبار (credibility)، دقت (accuracy) او وخت (timeliness) ساتل هم دي.په رسنیزو اصولو کې دا یو مهم اصل دی چې هر خبر باید د تایید شویو سرچینو پر بنسټ خپور شي. که دا اصل له پامه وغورځول شي، نو د ناسمو معلوماتو خپرېدل (misinformation) او حتی د عامه باور کمزوري کېدل رامنځ‌ته کوي. نو ځکه، د دوی هره تېروتنه یوازې یوه فردي خطا نه، بلکې د ټولنیز باور پر جوړښت مستقیم اغېز لري.

دویمه ډله، وطن‌پاله او خواخوږي فعالان:
دا هغه کسان دي چې په ټولنیزو رسنیو کې لوړ تعامل (engagement) لري او د عامه افکارو پر جوړښت اغېز کوي. د دې ډلې چوپ پاتې کېدل کله ناکله د اخلاقي مسوولیت خلاف گڼل کېږي، ځکه دوی کولی شي د یوې پېښې پر وړاندې عامه پوهاوی لوړ کړي. خو مهمه دا ده چې د دوی فعالیت باید د احساساتو پر ځای د مسوولانه پوهاوي پر بنسټ وي. که یو کس کافي مخاطبین ونه‌لري، نو د محتوا تولید پر ځای ورته د باوري سرچینو تعقیب او بیا خپرول (curation) تر ډېره اغېزناک تمامېږي.

درېیمه ډله، مسلکي او تحلیلي قشر:
دا ډله د ټولنې فکري ستنه بلل کېږي. د دوی ارزښت په دې کې دی چې پېښې یوازې نه بیانوي، بلکې تحلیل (analysis)، علت‌موندنه (causation) او راتلونکی اټکل (projection) وړاندې کوي. دوی کولی شي پېښه له احساساتي سطحې څخه د علمي درک سطحې ته پورته کړي. په پرمخ‌تللو ټولنو کې هم‌دا قشر د عامه افکارو د جهت ټاکلو مهم رول لري. بدبختانه، زموږ په ټولنه کې دا وگړي کم دي، خو اړتیا ورته تر بل هر وخت زیاته ده.

څلورمه ډله، نااگاه او غیرمسلکي خپرونکي:
دا ډله د معلوماتي گډوډۍ (information disorder) اصلي لامل بلل کېږي. دوی عموماً پرته له دې چې د سرچینې اعتبار، د معلوماتو دقت او احتمالي پایلې وارزوي، محتوا خپروي. دا ډله بیا په دوو برخو وېشل کېدای شي: (الف) احساساتي خپرونکي: چې د زړه‌خوږي له مخې معلومات شریکوي، خو د زیان او گټې توازن يې نه ارزوي، (ب) عقده‌يي خپرونکي: چې د شخصي تمایلاتو او ذهني تعصب (bias) له مخې هر څه خپروي، پرته له دې چې حقیقت ته پام وکړي. د دې ډلې فعالیت د ناسم معلوماتو (misinformation) او کله ناکله د قصدي غلطو معلوماتو (disinformation) د پراختیا سبب گرځي.

پنځمه ډله، تخریبي او مغرض عناصر:
دا هغه کسان دي چې هدف یې د عامه ذهنیت گډوډول او د ټولنې پر ارزښتونو ضربه واردول دي.دوی اکثره د منفي چوکاټ جوړونې (negative framing) تخنیک کاروي؛ یعنې هره مثبته پېښه منفي تعبیروي. که پرمختگ وي، نیوکه کوي؛ که ستونزه وي، هغه غټوي.دا ډول چلند د ټولنې د رواني سلامتۍ او ملي یووالي لپاره جدي گواښ بلل کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.