کدر که کادر؟

تمهید سیلانی

32

په دې کې هېڅ شک نشته چې د پېژندل شويو لیکوالانو په لیکنو او اثارو کې داسې ډېرې کلمې تر سترګو کېږي چې هغوی یې یوازې په تیوریکي بڼه، بې له ژورې څېړنې، لوستي او زده کړي دي. همدا ناسم او نیمګړی درک بیا لوستونکو ته هم په هماغه بڼه وړاندې کېږي. دا ستونزه هغه وخت لا جدي کېږي چې دغه کلمې د معنا، رېښې او د استعمال له پلوه دقیق او بنسټیز توپیرونه ولري.

په حقیقت کې زموږ په ژبه کې ګڼې داسې کلمې شته چې د لوستونکو لپاره یې پېژندنه، توضیح او روښانه کول یو علمي او فرهنګي مسوولیت دی. په همدې موخه، په دې لیکنه کې د څو مهمو او ډېر کارېدونکو لغتونو یادونه کوم چې ناسم استعمال یې زموږ په لیکنو کې عام شوي دي.

کدر
«کدر» یو عربي لغت دی چې د شرقي ژبو په قاموسونو کې یې معنا تیاره، خړپړ، بې‌روښنایي او د صفا او روښانتیا ضد حالت ته کارول شوې ده. له بده مرغه، زموږ ډېری لیکوال دا کلمه د علمي، مسلکي او متخصص شخصیت لپاره کاروي.

د بېلګې په توګه، د «کدر» مترادفونه دا دي:
بی‌جلا، بی‌رونق، بی‌فروغ، بی‌نور، تار، تیره، دل‌آزرده، رنجیده، مکدر

او متضادونه یې:
روشن، شفاف

فارسي برابرونه:
تیره، تار، گرفته، لَرد، اندوه
(دیکشنری انلاین ابادیس)

کادر
«کادر» بیا له «کدر» سره هېڅ تړاو نه لري. دا کلمه فرانسوي اصل لري او لاندې معناوې وړاندې کوي:
هندسي یا زینتي چوکاټ چې لیکنه یا انځور پکې د بېل‌والي لپاره ځای پر ځای کېږي.
هغه روزل شوي او متخصص اشخاص چې په یوه ټاکلي سازمان کې دندې ترسره کوي.
چوکاټ، قالب یا محدوده.
(فرهنگ معین)

همدارنګه، د «عمید» په فرهنګ کې یې داسې تشریح شوې ده:
هغه کرښې چې لیکنه یا انځور پکې ځای پر ځای کېږي.
د لرګي، فلز یا پلاستیک چوکاټ (قاب).
د متخصصو کسانو ډله: لکه کادر تعلیمی، کادر مهندسی.
[مجاز] چوکاټ او محدوده.

له همدې توضیحاتو څرګندیږي چې «کادر» هغه کلمه ده چې د علمي، اداري او مسلکي اشخاصو لپاره کارول کېږي، خو په خواشینۍ سره زموږ په ټولنه کې ډېر لیکوال د دې پر ځای «کدر» کاروي. د بېلګې په توګه: احمد زموږ د ټولنې علمي کدر دی. دا توصیفي کلمه باید د کادر په توګه وکارول شي نه د کدر، لکه احمد زموږ د ټولنې علمي کادر دی.

کالیزه او کلیزه
بله عامه تېروتنه د «کالیزه» او «کلیزه» ناسم استعمال دی. زموږ ډېری لیکوال، آن رسنۍ هم، «کالیزه» د «کلیزه» په بڼه لیکي او د کال د پوره کېدو معنا ترې اخلي، حال دا چې دا دوه بېخي جلا کلمې دي.

«کلیزه» په قاموسونو کې داسې راغلې ده:
کلیزه: [کِزَ / زِ] (اِ) سبوی آب، ابریق، آفتابه.
(برهان، آنندراج، ناظم‌الاطباء، فرهنگ معین)
یعنې «کلیزه» د اوبو جام، سبو یا کوزې ته ویل کېږي.

په داسې حال کې چې «کالیزه» له «کال» څخه اخیستل شوې ده او د کال د پوره کېدو، یاد یا تکرار معنا لري. نو که موږ د یو علمي، تاریخي یا فرهنګي مناسبت د یادونې لپاره لیکنه کو، باید «کالیزه» وکاروو، نه «کلیزه».

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.