د کوز کنړ ولسوالۍ يوه لويه ولسوالي ده، او د معارف د ۲۱ مدرسو سربېره ۵۵ بابه ښوونځي لري، چې د ۱۱۰۰ په شاوخوا رسمي پرسونل او ۳۴۰۰۰ زده کوونکي لري. په عين وخت کې د دې لوې کتلې کنټرول او هريو ښوونځي ته رسيدګي ستونزمنه څه، چې ناممکنه ده. خو څه وشو، چې د کوز کنړ معارف کې انقلاب راغی او د دې ولسوالۍ معارف د هيلو غوټۍ را وڅپړلې او پدې خزان وهلي بڼ کې پدې کړنګ ژمي کې د بهار خوږې وږمې، او پسرلي هوا راغله او ټول معارف يو دم را ژوندی شو؟

د حافظ محمد عارف ( عابد) کوز کنړ پوهنې امريت ته د امر په صفت راتګ سره، معارف د ارام ساه واخستله. د ټول معارف چارې يو سل او اتيا درجې مثبت لوري ته تاوې شوي. تاسې يې د معارف په ټولو ګروپونو کې د کړنو مشاهده کولی شئ! د ده دلته لا يوه مياشت بشپړه شوې نه ده، خو تقريباً ټول ښوونځي يې په حضوري او عملي ډول وکتل.
د سرکنډ په نوم د کوز کنړ ولسوالۍ کې يوه لرې پرته قريه چې تقريبا سل کيلو متره شاوخوا له دې ځايه لرې پرته قريه ده. هلته کوز کنړ پوهنې امريت اړوند دوه ښوونځي شته، چې تر اوسه ورته هېڅ د پوهنې امر په نوم په ټول تاريخ کې څوک نه دی تللی خو قدرمن آمر صېب د انکشاف مسلکي علمي غړو سره مل يادې قريي ته ولاړ او هلته د دواړو ښوونځيو عيني مشاهده ئې وکړه. ددوی ستونزې او مشکلات يې له نږدې واورېدل. او د حل ممکن ډاډ يې ورکړ او د بيا بيا ورتګ ژمنه يې ورسره وکړه. تر څو يې معارف په خپلو پخو ودرېږي او متوازنه زده کړې ټولو مرکزي او اطرافي ساحو ته يو شان ورسېږي.
د حافظ محمد عارف ( عابد) صېب په راتګ سره کوز کنړ پوهنې امريت کې يو انقلاب راغلی. څوک چې د کار تږي دي هغوی ته د کار روحيه پيدا شوې او څوک، چې د کار غله دي هغوی د تشويش په رنځ اخته شوي
انشاالله دده دا قوي عظم او اراده، چې ګورم انشاالله معارف به جوړېږي.
فقط په شلو ورځو کې د کوز کنړ پوهنې امريت اړوند ټولو ښوونځيو نارينه پرسونل پاکې محمدي لونګۍ پر سر په سنتو برابر. ادارو کې د معارف او اسلامي امارت پاک بېرغونه نصب د ښوونځيو په لويو دروازو ځړول شوي. د زده کوونکو یونفورم سل سلنه بشپړ تطبيق. د اميرالمومنين حفظه الله تعالی ورعاه فرامين د ښوونځيو د امام مبلغ استاد لخوا هر سهار د لېن پر سر قرائت کېږي. د زده کوونکو د سويې تر څنګ پر اسلامي روحيه د ذهنيت سازۍ کار روان دی.
الله ج دې له بدو سترګو وساته محترم امر حافظ محمد عارف ( عابد) صېب! که د معارف چارې همداسې روانې وي انشاالله چې ډېر ژر به د کوز کنړ ولسوالي د پوهنې په ډګر کې د ننګرهار ولايت او په ټوله کې د هېواد په کچه يوه نمونه وګرځي.
درنښت
ښوويالی محمد شفیق شرفزی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.