نړۍ د انارشیزم او زورواکۍ په لور
(څلورمه برخه)
دونالد ترمپ د ونزویلا د ولس مشر مادورو د تر نیولو وروسته په خپلو خبرو کې کولمبیا او کوبا هم و ګواښل او د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو په لړ کې یې د ګرینلنډ د جزیرې د لاسته راوړلو، د ایران د هستوي وسلو د مخنیوي او په ایران کې د روان بحران او ولسي پاڅون په ملاتړ چې غربیانو راپارولی دي غږ پورته کړ.
ولسمشر ټرمپ د مخه هم د دنمارک مقاماتو ته ګواښ کړی و، چې له هر امکاناتو نه په استفادې سره به د ګرینلنډ جزېره تر لاسه کوي، ځکه د هغه په وینا ترمپ او امریکا ته دغه جزېره حیاتي ارزښت لري. مګر د دنمارک دولت په دغه رابطه پخوا هم د امریکا دغه غوښتنه په ډېرو ساده الفاظو رد کړې وه. مګر اوس مهال ګرینلنډ یو ځل بیا د امریکا او ډنمارک ترمنځ د سیاسي تاوتریخوالي په مرکز بدل شوی، وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د امریکا له پاره د ګرینلنډ د ستراتېژیک اهمیت یادونه کړې او تاکید یې پرې کړی دی.
اوس چې د ونزویلا د مشر د نیولو وروسته د امریکا د ولسمشر ترمپ سترګې سرې شوي دا ځل یې په ډېر صراحت سره وویل چې ګرینلند به دوي په حتمي توګه تر لاسه کوي، که د زور او تاوتریخوالی له لارې هم وي.
د ترمپ د دغه ګواښ په اړوند د دنمارک هېواد صدراعظمې مېته فریدریکسن هم جدي غبرګون وښود.
د امریکا د ولسمشر ترمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ناټو د اووه غړو هېوادونو، چې ډنمارک هم پکې شامل دی، په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې یوازې ډنمارک او ګرینلنډ حق لري د دې سیمې د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي. دا دریځ د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې نیول شوی، هغه چې ویلي یې و، غواړي د ګرینلنډ کنټرول تر لاسه کړي.
په دې اعلامیه کې، چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې او د ډنمارک د لومړۍ وزیرې د دفتر له خوا په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې بیا خپره شوې، ویل شوي دي:
«ګرینلنډ د خپل ولس ملکیت دی، او یوازې ډنمارک او ګرینلنډ کولای شي د هغو موضوعاتو په اړه پرېکړه وکړي چې له ډنمارک او ګرینلنډ سره تړاو لري».
دا اعلامیه د ډنمارک د لومړۍ وزیرې مېته فریدریکسن، د بریتانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر، د فرانسې د ولسمشر امانوېل مکرون، د جرمني د صدراعظم فریدریش مرتس، د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني، د پولنډ د لومړي وزیر ډونالد توسک او د اسپانیا د لومړي وزیر پدرو سانچز لهخوا لاسلیک شوې دی.
د ګرينلند د جزيرې د په زور نيولو ګواښ کيدای شي ښاغلی ټرامپ د لويديځي نړۍ له پاره د ناټو د پوځي سازمان په له منځه وړلو کي اوس د وارسا د پوځي تړون د ويجاړونکي ښاغلي ګورباچف په څېر خپل نوم په تاريخ کي ثبت کړي. خو ښاغلي ګورباچوف خپل ستر هيواد شوروي اتحاد هم دړې وړې کړ، اوس معلومه نده چي د ښاغلي ټرمپ له ناټو پوځي تړون سره مخامخ تقابل به د امر يکایي فدراسيون بشپړتيا ته هم کوم ګواښونه رامنځته کړي اوکه به امريکا د خپل پوځي او اقتصادي ځواک په عظمت سره بشپړه پاته شي.
د ترمپ له نظره امریکا غواړي چې ګرین لینډ کې لوۍ نظامي اډه جوړه کړي تر څو په سمندر کې د روس او چین تګ راتګ محدود کړي او یا یې د سخت څار لاندې راولي، له بله پلوه ګرین لینډ کې ډېر منرالي معدنیات هم شته چې امریکا په خاص ډول ترمپ علاقمندي لری چې دغه د معدنیاتو سیمې ته زر ځان ورسوي.
داسې ویل کېږي چې د اروپا تر ټولو خوشحاله او لږ نفوسه خلک همدلته ګرین لینډ کې اوسیږي. خو دوي په خپل ژوند کې تر ټولو خوشحاله خلک دي، چې دغه خوشالي اوس امریکا غواړي ورڅخه واخلې او دوی ته یې ګواښ کړی چې دغه سیمه امریکا ته وسپاري. امریکا ورته ګواښ هم کړی چې په نظامي زور یې هم اخیستې شو. او د امریکا مخه به هیڅوک ونه شي نیولای، ځکه چې امریکا دغې سیمې ته اړتیا لري.
اوس مهال اروپایان ډېر ورخطا دي. همدا څو ورځي مخکې په همدې اړوند د جرمني په برلین ښار کې غونډه وشوه او په دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې په هیڅ حال کې په ګرین لینډ امریکا ته نه ورکوو. ځکه، که چیرته دغه ستونزه جدي شوه نو ناټو به هم له منځه ولاړه شي.
اروپایې مشران اوس پوهيږي چه امريکا ورباندې هغه چارې وکړې چه روسيې ممکن هيڅکله پر دوي باندې نه وای کړي.
د هنګري، هسپانيا، ايتاليا ، سلواک ، جرمني ، ترکې او بلجيم، مشران اوس پدې فکر کوي چه ، مونږ بايد روسيه پردۍ و نه ګڼو، بلکې د دوستۍ او اتحاد لاس ورته ورکړو، چې دا خبره يونيم کال مخکې د روسيې د ولسمشر نظامي مشاور ديميتري مدويدوف په يوه خبري کنفرانس کې اروپايانو ته کړي وه ، خو دوې ډير ګرم وو، او نه يې وه اوريدلې. اوس يې چه وکتل امريکا خو د ليوه تقسيم ته شروع کړيده او اروپا فقط د روسيې پر ضد استعمالوي، ايران او وينزويلا ځانته خورې، نو اوس يې د روسيې خبرې ته پام شو.
روسیې هم د امریکا له دغه استعماري سیاست نه د ونزویلا په اړوند ګټه پورته کړه او د اورېشنیک توغندي په واسطه یې د اوکراین د طبیعي ګازو د ذخیره کولو ترټولو لوی تاسیسات وویشتل، کوم چې اوکراین او اروپا ترې ګټه پورته کوله.
اورېشنیک توغندي چې د ډیرو سر ګلولو وړتیا لري راپورونه زیاتوي چې په سیمه کې د زیات شمیر نورو چاودنوغږونه اورېدل شوي دي، او برېښنا یې تاسیسات یې هم ویجاړ کړی دي. ویل کېږي چې دغه توغندي ډېر خطرناک دي او دا لومړی ځل دی، چې په اوکراین توغول کیږي.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.