دعوت مجلې نوې ۲۵۵ مه ګڼه په ۳۸۳ مخونو کې خپره شوه

54

https://mail.google.com/mail/u/2?ui=2&ik=31bf5e6503&attid=0.1&permmsgid=msg-f:1854776286518318690&th=19bd7d349fbe1662&view=att&disp=inline&realattid=f_mkll38dv0&zw

دعوت مجلې نوې ۲۵۵ مه ګڼه په ۳۸۳ مخونو کې خپره شوه

د «دعوت» مجلې د اووه دېرشو کلونو پرله‌پسې فکري او فرهنګي مزل کلیزه دې مبارک وي. هغه مزل چې د وخت له بادونو سره ونه رېږدېد، د قلم څراغ یې مړ نه شو، او د فکر امانت یې له نسله تر نسله وساته. یاده مجله د وخت له ازمېښتونو سره اوږه په اوږه ولاړه پاتې شوې او د قلم، فکر او ژمنتیا استازیتوب یې کړی دی. د «دعوت» نوې (۲۵۵) مه ګڼه د بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي او ادبي لیکنو په بډایه منځپانګه سره، په پښتو، دري او انګلیسي ژبو، د (PDF) په بڼه، په (۳۸۳) مخونو کې خپره شوه. دا ګڼه د فکر تنوع، ژبنۍ پراخوالي او فکري ژورتیا یو ښکلی انځور وړاندې کوي او د لوستونکو د پوهاوي او تأمل لپاره نوې کړکۍ پرانیزي.

دا ۲۵۵ ګڼه  له همدې لینک څخه ښکته  کولی شئ

(د مجلې سریزه)

۳۷ کاله فکري ژمنتیا او رسنیز تعهد،

د دعوت مجلې ۳۷مه کالیزه

د دعوت مجلې ۳۷مه کلیزې په رڼا کې! دا اوږد سفر، چې د لوړو ژورو، ستونزو، هڅو او بریالیتوبونو څخه تېر شوی، د یوې اصلي رسنیزې او فرهنګي موسسې د پیاوړتیا او دوام څرګندوی دی. د ۲۰۲۵ کال په پای کې د مجلې د کال ګڼې خپریدل د دې اوږد رسنیز  سفر یو بل مهم پړاو په ګوته کوي.

دا سفر یوازې د یوې مجلې خپریدل نه دي، بلکې د افغانستان په رسنیز، فرهنګي او ټولنیز چوپړ کې د یو پېژندل شوی او مؤثر غږ تاریخچه ده. په دې اوږده موده کې، په سلګونو او زرګونو قلمي همکارانو، لیکوالو، څیړونکو او فرهنګپالانو سره، چې د دې رسنۍ ملګري او ملاتړي وو، د افغانستان د فکري او فرهنګي صحافت یو غښتلی او اغیزمن ډګر جوړ کړی دی. حتی هغه عزیز همکاران چې نور زموږ سره نه شته، خو د دوی لیکنې، فکرونه، خوبونه او ارمانونه لا هم د دې مجلې او رسنیز مرکز په خپرونو او مخکې تګ کې ځلېدونکي ستوري دي.

ولې کال ګڼه؟

موخه دا وه چې په هرو دری میاشتو کې یوه ګڼه خپره شي، د دوو ویبپاڼو خورا زیات کار، او د لا ښه کیفیت د هڅو په خاطر دا تصمیم ونیول شو چې د ټول کال لپاره چمتو شوې علمي، څیړنیزې، فرهنګي او ادبي مواد په یوه کال ګڼه کې راغونډ او وړاندې شي. په دې توګه دا ګڼه د بیلابیلو موضوعاتو، روانو پېښو، کلتوري او تاریخي لیکنو یو رنګین او ارزښتمن علمی-رسنیز محصول دی.

د فعالیت او تمرکز نوی کوربه: ویبپاڼې

د ننې نړۍ د اړتیاو او مخاطبینو د په پام کې نیولو سره، د دعوت رسنیز مرکز خپل عمده تمرکز د خپرونو پر ډیجیټلي کچه او په تېره بیا د دعوت پښتو، دري او انګلیسي ویبپاڼو ته اړولی دی. دا ګام د رسنیزې او علمي خپرونې د ساحې د پراختیا او د نوي نسل  او نوو لوستونکو سره د اړیکې د ډاډمنتوب په موخه دی.

د دعوت مجلې دا ۳۷ کلن سفر د افغانستان د فرهنګي او رسنیز تاریخ یوه برخه ده. دا یوې سیالۍ ته رابلنه ده چې موږ د خپل ټولنیز او فرهنګي میراث ساتنه وکړو، په خپلو ژبو علمي او څیړنیزې هڅې وکړو، او د خپلې ټولنې د پرمختګ لپاره یو ځواکمن رسنیز او فرهنګي بنسټ وساتو.

له ټولو قلمي همکارانو، لیکوالو، لوستونکو او ملاتړو څخه مننه

په پایله کې، له هغو ټولو عزیزو همکارانو، لیکوالو، څیړونکو او فرهنګپالانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د دې اوږد سفر په هر پړاو کې یې د خپل قلم، فکر او ملاتړ سره یې موږ تل هڅولي یو، د فرهنګي ودې، د هڅو دوام زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی او له هغو درنو لوستونکو څخه هم ځانګړې مننه چې په ساده کلیکونو سره زموږ د ویبپاڼو د فعالیت پیاوړتیا کې برخه اخلي.

د ملاتړ او همکارۍ اړتیا: یوازې یو کلیک هم مرسته کوي!

د دې فرهنګي او علمي مبارزې د دوام لپاره، موږ د خپلو لوستونکو، قلمي همکارانو او فرهنګي مینه والو له مالی او قلمي ملاتړ څخه مننه کوو. د مالي سرچینو نه شتون او د فعالیت دوام د ستونزو په وړاندې، هر ډول مالي مرسته، که کوچنۍ هم وي، کولی شي د دې ارزښتمن فرهنګي ډګر په خپلواکۍ او دوام کې مرسته وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز بنسټیز تمرکز اوسمهال پر ډیجیټلي پلیټفارمونو، په تیره بیا پښتو/دري او انګلیسي ویبپاڼو دی. د دې فرهنګي او رسنیزو هڅو دوام ستاسو د مالي ملاتړ پرته ناشونی دی.

تاسو په اسانه او اغیزمنه توګه، زموږ د مالي ملاتړ یوه مهمه برخه کیدی شئ. د دې لپاره تاسو کولی شئ زموږ د انګلیسي ویبپاڼې (www.dawatmedia24.com) ته په ورتګ، د اعلانونو د کتلو او ورته د ټک (Click) کولو له لارې، زموږ د فعالیتونو مرسته وکړئ.

دا عمل ستاسو لپاره ډیر ساده دی، مګر زموږ لپاره یې ارزښت ډیر دی، ځکه هر کلیک زموږ خپلواک رسنیز فعالیت قوي کوي او د خپرونو د دوام زمینه برابروي.

همدارنګه، د دې کال ګڼې د خپریدو سره سم، موږ له خپلو لوستونکو او مینه والو څخه هیله لرو چې دا ګڼه خپلو دوستانو، کورنیو او ټولنیزو کړیو ته ورسوي، تر څو د علم، فرهنگ، پرمختګ او د خپل ګران هېواد افغانستان د روانو حالاتو خبر او د بیلابیلو تحلیلونو او نظرونو په رڼا کې خپله ارزونه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز فعالیتونه یوازې یوه مجله نه ده، بلکې د افغانستان د فرهنګي، علمي او رسنیز خوځښت یو غښتلی غږ دی چې له څه کم څلورو لسیزو خپل فعالیت او وجود یې د خروارونو ستونزو سره سره فعال ساتلی دی. نو راځئ چې په دې لاره کې یوځای پاتې شو.

دعوت به تر هغه ژوندی وي چې فکر ژوندی وي، او دا فکر ستاسو د باور، ملتیا او ملاتړ له برکته ژوندی پاتې کېږي.

درنښت او مینه،

د دعوت رسنیز مرکز په استازیتوب
محمد طارق بزګر

په دې ګڼه کې:

۱: ۳۷ کاله فکري ژمنتیا او رسنیز تعهد، د دعوت مجلې ۳۷ مه کلیزه. ۱ مخ

۲: دعوت رسنیز مرکز د افغان ولس غږ. ۲مخ

۳: دعوت میډیا ستاسې او ستاسې له پاره ۲ مخ

سیاسی لیکنې: په دې برخې کې د افغانستان اړوند سیاسي لیکنې لوستلی شئ

۴: ډاکټر محمد عثمان تره کی له دعوت سره په مرکه کې. ۳ـ ۷ مخونه

۵: پروژه راههای ترانزیتی واخان میان چین و افغانستان. لیکوال: نور احمد خالدی. صفحه۸ ـ۱۰مخونه

۶: د بې هویتۍ په زندان کې. لیکوال: نقیب احمد قریشي. ۱۱مخ

۷: پر افغانستان باندې د بلوچستان حتمالي خپلواکۍ اغېزې. لیکوال: محمد الله ابراهیمي. ۱۲ـ ۱۳ مخونه

۸: د لینین مجسمه. ۱۴ مخ

۹: نمک حرامی هم حدی دارد! لیکوال: دوکتور محمد عثمان تره کی. صفحه۱۵ـ ۱۶مخونه

۱۰: د فرید مزدک ۲۰اعترافونه. لیکوال: غازی اکبر.  ۱۷ـ ۲۰ مخونه

۱۱: نماد های ملی متضمن وحدت ملی اند. نویسنده: عبدالقیوم میرزاده.صفحه ۲۱ ـ۲۲

۱۲: که ملي ځواک او دیني ځواک سره هم لوري شي! لیکوال: محمد یوسف صابر ساپی۲۳ـ ۲۵مخونه

۱۳: د صبر ډیموکراټان. لیکوال: روین پوپل. ۲۶مخونه

۱۴: تقابل پطلون و تنبان در طالبستان. نویسنده: دوکتور محمد عثمان تره کی. صفحه ۲۷ـ۲۸مخونه

۱۵: سیاست ترمپ، تمرکز بر ابران و طالبان. نویسنده: احمد فواد ارسلا. صفحه ۲۹ـ ۳۰مخونه

۱۶: د سړې جګړې په بړبوکیو کې تم افغانستان پیاړی لوبغاړی یې سل کلن کارتر ولاړ. لیکوال: هارون ناصر.۳۱ـ ۳۲ مخونه

۱۷: انکشاف اوضاع در اطراف افغانستان. نویسنده: عبدالقیوم میرزاده. صفحه۳۳ـ  ۳۵ مخونه

۱۸: دفاع از تاریخ افغانستان: رد جعلیات خالق لعلزاد. نویسنده: دوکتور نور احمد خالدی. ۳۶ـ ۴۸مخونه

۱۹: ایا د یوې کره و عمومي سر شمېرنې وخت نه دی؟ لیکوال: عبدالعزیز نایبي. ۴۹ـ ۵۰ مخونه

۲۰: اعتماد تجاری و سرمایه ګذاری به عنوان یک معیار کلیدی. نویسنده: احمد فواد ارسلا. ۵۱صفحه

۲۱: د  یو نظام او حکومت مشروعیت په څه کی دی؟ لیکوال: روین پوپل. ۵۲ مخ

۲۲: در طالبستان جائی برای اهل مسلک وجود ندارد. نویسنده: دوکتور محمد عثمان تره کی. ۵۳ مخ

۲۳: واخان سر وګردن افغانستان است. نویسنده: میر عبدالواحد سادات.صفحه ۵۴ـ ۵۵

۲۴: یاد داشت هایی از سفرم به زادګاه محبوبم افغانستان عزیز. نویسنده: عبدالقیوم میرزاده. صفحه ۵۶ ـ ۶۲

۲۵: افراطیت په افراطیت ختمېدلی نه شي. لیکوال: شاه محمود میاخیل. ۶۳ ـ۶۶ مخونه

۲۶: دریاهای محاصره شده: نبرد افغانستان برای حاکمیت ایهای دریاهایش در میان رقابت های منطقه ای. نویسنده: احمد فواد ارسلا. صفحه ۶۷ـ ۶۸

۲۷: د طالبانو څلور کاله؛ د ایډیالیزم او ریالیزم ترمنځ جګړه. لیکوال: شاه محمود میاخیل.  ۶۹ـ ۷۵مخونه

۲۸: دیپورت کول Deportationپه مهاجر او افغانستان یې اغېزې. لیکوال: دودیال. ۷۶ مخ

۲۹: از خون تا آب: طنز تلخ تهدیدهای دوستم و کانال طالبان. نویسنده: احمد فواد ارسلا . ۷۷ـ ۷۸ مخونه

۳۰: کامیابی بدون محتوا: کامیابی کاذب پاکستان و صعود توقف ناپذیر هند. نویسنده: احمد فواد ارسلا. ۷۹ ـ ۸۰ مخونه

پاکستان: دې برخې کې د پاکستان او هلته د روان وضعیت اړوند مقالې لوستلی شئ.

۳۱: پاکستان لکه ننګ برای انسانیت. نویسنده: عبدالقیوم میرزاده.صفحه ۸۱ ـ ۸۲

۳۲: د میرعلي بازار کې د پاکستان پوخ جنګي جنایت. لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدران. ۸۳ ـ ۸۶ مخونه

۳۳: تاریخ طولانی و مستند پاکستان. نویسنده: احمد فواد ارسلا.صفحه ۸۷ ـ ۸۸

۳۴: بازی قدیمی پاکستان: منافقت در افغانستان برای اماده شدن جهت بازګشت ترمپ. نویسنده: احمد فواد ارسلا. صفحه۸۹ ـ ۹۰

۳۵: د بلوڅانو مبازه. لیکوال: شاه محمود میاخیل. ۹۱ ـ ۹۲مخونه

۳۶: چګونګی روابط پاکستان. نویسنده: عبدالقیوم میرزاده. ۹۳صفحه

۳۷: د پاکستان نوی بهرنی سیاست. لیکوال: شمس الله شمشاد. ۹۶ ـ ۹۷مخونه

۳۸: بازی ناکام پاکستان: چګونه اسلام اباد با استفاده از تروریزم و باج ګیری رسمی تلاش میکند تا جایګاه خود را  حفظ کند. نویسنده: احمد فواد ارسلا. ۹۸ ـ ۹۹ صفحه

۳۹: پاکستان در تکاپوی ثبات. نویسنده: عبدالقیوم میرزاده. ۱۰۰ ـ ۱۰۱ صفحه

ایران او د روان وضعیت اړوند مقالې

۴۰:  نقش ایران در بی ثباتی افغانستان. نویسنده: احمد فواد ارسلا.صفحه ۱۰۲ ـ ۱۰۳

۴۱: اخوند ها انتقام شکست اسرائیل را از مهاجرین افغان میګیرد. نویسنده: دوکتور محمد عثمان تره کی.صفحه ۱۰۴ ـ۱۰۵

۴۲: از هم پاشیدن تخیل قدرت: نګاهی انتقادی به شکست جمهوری اسلامی. نویسنده: احمد فواد ارسلا.  صفحه۱۰۵ ـ ۱۰۶

۴۳:  سیر تاریخی نقش ایران در پنجاه سال اخیر افغانستان. نویسنده: میر عبدالرحیم عزیز. صفحه ۱۰۷ ـ ۱۱۲

امریکا

۴۴: ۲۰ واقعیت سیستم آمریکایي. نویسنده: رابرت رایش (Rabert Reich) ترجمه: میر عبدالرحیم عزیز. صفحه ۱۱۳- ۱۱۵

۴۵: یک امپراتوری فرسوده. نویسنده: لی سینګ(Li Xing) ترجمه: میر عبدالرحیم عزیز. صفحه: ۱۱۶_ ۱۱۷

۴۶: ترمپ رهبر جهان فاشیست! نویسنده: ملوین ګودمن. ترجمه: میر عبدالرحیم عزیز. صفحه۱۱۸_ ۱۱۹

۴۷: دوره دوم ریاست جمهوری ترامپ چګونه است؟ شکست، نابسامانی و انحطاط. نویسنده: نور احمد خالدی. صفحه ۱۲۰- ۱۲۲

۴۸:  دموکراسی امریکایی چګونه تروریسم نژادی را سازماندهی میکرد. نویسنده: LOIC WACQUANT   ترجمه: شروین احمدی از لوموند . صفحه: ۱۲۳- ۱۲۹

۴۹:  آیا تفوق امریکا به پایان رسیده است؟ نویسنده: تد سنایدر(Snider Ted) ترجمه: میرعبدالرحیم عزیز. صفحه ۱۳۰- ۱۳۲

اقتصادي لیکنې:

۵۰: په افغانستان کې د کامیابه اقتصادي موډل نشتون او د اقتصادي استقلالیت تحلیل. لیکوال: محمد اصف ننګ. ۱۳۳- ۱۳۸ مخونه

۵۱: : شوک تعرفه یی ترامپ در مقایسه با شوک پولی 1971 ریچارد نکسن؟ نویسنده: نور احمد خالدی. صفحه ۱۳۹- ۱۴۰

۵۲: د سنګاپور اقتصادي معجزه. ژباړه: صلاح الدین حمید. ۱۴۱- ۱۴۲ مخونه

۵۳: خشونت ثروت و نا برابری عایدات. نوسینده: گراهام پیبلز (Peebles Graham ) ترجمه: میرعبدالرحیم عزیز. صفحه ۱۴۳- ۱۴۴

۵۴: مقاومتي اقتصاد. لیکوال: عبدالجباره وحدت. ۱۴۵- ۱۴۷ مخونه

۵۵: د افغانستان د بانکونو او پیسو تحليل؛ د افغانیو او اقتصادي ثبات لارې چارې  څنګه د خپلې ملي کرنسۍ ثبات وساتو؟ لیکوال: محمد اصف ننګ. ۱۴۸- ۱۵۴ مخونه

پښتون او پښتانه:

۵۶: د پښتنو د مقاومت د سیاسي بندي علي وزیر پېژندنه. لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدران. ۱۵۵- ۱۶۱ مخونه

۵۷: چرا نویسندگان پشتون در برابرتوهین مخونهالفان تاریخ و فرهنگ پشتون بی اعتنا اند؟ نویسنده: کاندید اکادمیسین سیستانی. صفحه ۱۶۲- ۱۶۳

۵۸: پښتانه د ښکیلاګرو په لومو کې . لیکوال:  ډاکټر نجیب زاخیلوال. ۱۶۵- ۱۶۷ مخونه

ښخه او ټولنه

۵۹: دویم واړه شخصي موضوع که تولنیز فساد. لیکواله: پاکیزه ارزو. ۱۶۸- ۱۷۵ مخونه

۶۰: ښځه مساوي(حرام). لیکوال: محمد اصف بهاند. ۱۷۶مخونه

۶۱: زنان افغان چه امیدی برای آیندۀ خویش دارند به مناسبت بزرگداشت از روز جهاني زن. نویسنده: ملالی موسی نظام. صفحه ۱۷۷- ۱۷۹

۶۲: نوی تیزیس. لیکوال: اصف بهاند ۱۸۰- ۱۸۱ مخونه

۶۳: د فقر تر سیوري لاندې ودونه. لیکوال: همایون بابر. ۱۸۲ مخونه

بیلابیلې لیکنې

۶۴: ښوونه روزنه او نهیلیزم. لیکواله: مرسل امیري. ۱۸۳- ۱۸۵ مخونه

۶۵: څنګه کولی شئ د ادارې غوره کارمند شئ. لیکوال:  نصیر احمد څپاند. ۱۸۶- ۱۸۸ مخونه

۶۶: غرونه څنګه منځ ته راغلي؟ لیکوال : اسدالله ملکزی. ۱۸۹- ۱۹۰ مخونه

۶۷: د بشري منابعو پلټنه څه ده؟ ژباړه: نصیر احمد څپاند. ۱۹۱- ۱۹۳ مخونه

۶۸: برای خاک و مردم. نویسنده: مریم شجاع. صفحه ۱۹۳

 ۶۹: لاسي صنایع، ډولونه یې او اهمیت ته یې کتنه(په افغانستان کې).لیکوال: استاد تاج محمد تمکین. ۱۹۴- ۲۰۰ مخونه

۷۰: خمکې لاندې د اتومي وسلو د امتحانولو اغېزې او حسول. لیکوال: د یپلوم انجینیر اسدالله ملکزی. ۲۰۱- ۲۰۲ مخونه

۷۱: د میږیانو د مرګ کړۍ. لیکوال: محمد فرید بزګر. ۱۰۲ مخونه

۷۲: هدف او خطر. لیکوال: محمد ولي رښتین. ۲۰۳مخونه

۷۳: ټولنیزې رسنۍ نوې میډیا. لیکوال: عبدالعزیز نایبي. ۲۰۴- ۲۰۵ مخونه

۷۴: څنګه کولی شئ د ادارې غوره کارمند شئ. لیکوال:  نصیر احمد څپاند. ۲۰۶- ۲۰۷ مخونه

۷۵: موسیقي غږول او اورېدل ناروا دي؟ لیکوال: عبدالباري جهاني. ۲۰۸- ۲۱۳ مخونه

روغتیا

۷۶: د روغتیايي ژوند دود لنډ لارښود.لیکوال:ډاکټر محمد ابراهیم شینواری. ۲۱۴- ۲۱۶ مخونه

۷۷: نوی چینایي ویروس یا چیکونګونیا تبه. لیکوال : ډاکټر ظهیر. ۲۱۷- ۲۱۹مخونه

۷۸: ایا د خولې باکتریاوې زموږ په روانی روغتیا اغېزه لري. لیکواله:  ماموسۍ زیور. ۲۲۰ مخ

۷۹: د لمر وړانګې. لیکوال: مشعل سمسور. ۲۲۰-۲۲۱ مخونه

۸۰: د غاښونو د پاکوالی لپاره مهمې سپارښتنې. لیکواله: نادیه دفتانۍ. ۲۲۲مخ

۸۱: مالګه د زړه لپاره سپین زهر. ۲۲۲مخ

د ورېښمو کاروان:

۸۲: د  دې ګڼې ادبي څېره فرزانه زیار. ۲۲۳- ۲۲۷ مخونه

۸۳: لوبغاړې. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۲۸ـ ۲۲۹مخونه

۸۴: شیطاني فکرونه ـ شیطاني خویونه. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۳۰ـ ۲۳۳مخونه

۸۵: مړې هیلې(لنډه کیسه). لیکواله: ستاره وېسا. ۲۳۴مخونه

۸۶: ډوډۍ. لیکوال: احسان الله ارینزی. ۲۳۵ـ ۲۳۸مخونه

۸۷: څښتن. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۳۹ـ ۲۴۱مخونه

۸۸: سوځېدلی مېرمن. لیکوال: محمد نعمان دوست. ۲۴۲مخ

۸۹: دوه ودودنه ـ دوه فکرونه. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۴۳ـ ۲۴۶مخونه

۹۰: دېموکرات پلار. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۴۶ـ ۲۴۸مخونه

۹۱: مرګ د خلاصون یوازینی لار. لیکواله: هیله واک. ۲۴۹ـ ۲۵۰مخونه

۹۲: انقلابي میلونر. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۵۱ـ ۲۵۴مخونه

۹۳: دقلم جنازه. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۵۵ـ ۲۵۸مخونه

۹۴: عشق واقعی پشت دیوار های بلند. نویسنده: عادله ادیم. صفحه ۲۵۹ـ ۲۶۱

۹۵: چېرې چې کتابونه جرم وبلل شي؟ لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۶۲ـ ۲۶۴مخونه

۹۶: تورخال. لیکوال: احسان الله ارینزی. ۲۶۵ـ ۲۶۷مخونه

۹۷: سور څراغ. لیکوال: نیاز محمد فیضي. ۲۶۸ـ ۲۷۰مخونه

۹۸: چګونه باید از تعصب فاصله ګرفت؟ نویسنده: داکتر ملک ستیز. ۲۷۰ صفحه

 ۹۹: بدل. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۷۱ـ ۲۷۳مخونه

۱۰۰: بوی. لیکوال: عبدالوکیل سوله مل. ۲۷۴ـ ۲۷۶مخونه

۱۰۱: تاریخي ژبپوهنه. څېړونکې: مرسل امیري. ۲۷۷ـ ۲۷۸مخونه

۱۰۲: د کاکړیو غاړو لنډ جاج. لیکوال: عبدالعزیز نایبي. ۲۷۹ـ ۲۸۱مخونه

۱۰۳: د نیمې شپې کتابتون. لیکواله: مرسل امیري. ۲۸۲ـ ۲۸۵مخونه

۱۰۴: ګرامیداشت از شخصیت بزرګ فرهنګي افغانستان. نویسنده: میر عبدالواحد سادات. صفحه ۲۸۶

۱۰۶: یوه جمله چې زما د تګ لاره یې بدله کړه. لیکوال: همایون نایل. ۲۸۷مخونه

۱۰۶: روزنیزه ژبپوهنه. لیکواله: مرسل امیري. ۲۸۸مخونه

۱۰۷: د دعوت رسنیز مرکز لخوا چاپ شوي کتابونه ۲۸۹ـ ۲۹۱مخونه

Dawat in Enghlish

– Controlling Militancy Through Military Means: Limits And Lessons by: Abdul Waheed Waheed

– Moscow’s Geopolitical Gamble: Challenging Washington in South Asia By Dr. Ubaidullah Burhani

– Rivers Under Siege: Afghanistan’s Struggle for Water Sovereignty Amid Regional Rivalries

Written by Ahmad Fawad Arsala

– From Terror Provocation to Nuclear Panic: What Pakistan’s Trump Gratitude Really Confesses

By: Ahmad Fawad Arsala

– Proxy Warfare and Its Consequences:  Lessons Learned By: Abdul Waheed Waheed

– Washington and Kabul: U.S. Strategy Amid Regional Influence and By: Prof.Dr. Ubaidullah Burhani

– Analysis of the 2025 Kunar Earthquake impact on Women and Children- By: Mohammed Tariq Bazger

– A Conspiracy Of Destabilization: Afghanistan’s Urgent Responsibility By: Abdul Waheed Waheed

-“Give Us Proof”: Pakistan’s Terrorism Excuse Is as Old as the State Itself -By: Ahmad Fawad Arsala

– What Washington Failed to Predict -by: By Abdul Waheed Waheed

– Victory Without Substance: Pakistan’s False Triumph and India’s Unstoppable Rise -Written by Ahmad Fawad Arsala

– Pakistan’s Fragile Grip: How Repression, Extremism, and Ethnic Suppression Sustain an Artificial State- Written by Ahmad Fawad

– Durand Line Gates Closour: Pakistan’s Miscalculation And Afghanistan’s Resilience- by: Abdul Waheed Waheed

– Pakistan’s Failed Old Game: How Islamabad Exploits Terrorism and Nuclear Blackmail to Cling to Relevance – by: Ahmad Fawad Arsala

– When Generosity Gets Weaponized- By Abdul Waheed Waheed

– Trump, Iran-Centered Policy, and the Taliban-by: Ahmad Fawad Arsala

– Afghanistan–Pakistan Concerns: A Call for Reciprocal Security By Abdul Waheed Waheed

– Diplomatic Gains and Strategic Signaling: Afghanistan’s Evolving Approach to Pakistan -by: Ahmad Fawad Arsala

– Between Tehran and the United Nations: Kabul Prioritizes National Interests Over External Agendas-by: Professor Dr.Ubaiduallah Burhani

– Afghanistan at the Doha Forum: Symbolic Presence and Regional-Gulf Dynamics-by: Dr. Ubaidullah Burhani

– Taliban vs. the Corrupt Warlords: The Stark Reality of Afghanistan’s USAID Funds-by: Ahmad Fawad Arsala

– Pakistan’s Repeat of the Dangerous Game: Exploiting Terrorism to Gain Favor with Trump-by: Ahmad Fawad Arsala

– A short history of Baloch Resistance and the Recent Surge in Armed Conflict in Balochistan Province of Pakistan- by: Ahmad Fawad Arsala

– The Fall of the Taliban Regime Is Not Imminent: Business Confidence as a Key Indicator – by: Ahmad Fawad Arsala

– Diplomatic Clashes: Biden vs. Karzai and Trump vs. Zelensky-by: Ahmad Fawad Arsala

– Exodus of Afghan Journalists: Leaving for Safety and Opportunity After Kabul’s Fall -by: Humayoon Babur

-Taliban Minister Strikes Controversy Over Girls’ Education, Challenges Islamic Scholars

-Pashto is in the Mountains (short story)- by: by: Hafizullah Turab

 

 

دعوت مجلې نوې ۲۵۴ مه ګڼه په ۱۵۸ مخونو کې خپره شوه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.