کوټه نیمه له ښځو ډکه ده، ماشومان د میندو په موبایلونو سره راټول دي، پیغلې او ښځې یو ځای ناستې دي، زه چې نه له ښځو سره د ناستې جرئت لرم او نه له ماشومانو سره د لوبو، د دروازې سره په خوا کې ناسته يم او ديوال ته مې تکيه کړې ده. اووف! خدای خبر د دې ښځو خبرې به کله ختمېږي، چې اوس ژر کور ته لاړ وای، بيخې ډېر مې زړه په تنګ شو، له ښځو هم نورې خبرې ورکې شوې، اوس يې دا ناولې موضوع راواچوله….
زما چې په ياد دي، هر وخت چې ښځې په اختر او يا په خپلوانو کې د واده له کبله د شپې سره راټولې شي، نو داسې خبرې سره وايي، چې چې پيغلې نجونه خو به يې یا له مجلسه وځي او یا به به شرمه لاندې ګوري. کله خو حيرانه شم، چې دا ښځې څومره زورورې دي، چې په دې موضوع ګانو داسې په خلاص زړه غږېږي…
ټولې ښځې سره غلې شوې او بسمينې ته غوږ شوې:
ـ لا غرمه نه وه شوې، چې له پټې نه ستړې ستومانه راغلم، چې ګورم دريمه حمیده خور مې ولیده چې په کوټې کې خپه ناسته ده، ورته ومې ويل، بیا څه غم در پېښ ده؟
هغې سترګې ټيټې نیولې وې، ورو يې په عاجز غږ راته وويل:
ـ … مریضه یم…
دې پسې نو د ښځو د خندا غږ جګ شو، ما زړه کې وویل چې کاش زما داسې مشره خور وای چې داسې مې ورته ویلی شوای…
هغې بيا په خندانه خوله خبره پسې وغځوله:
ـ ورته ومې ويل، چې دروغ وايې، وړه نجلۍ يې… خو هغه داسې زېړه زبښته ناسته وه، اوښکې يې پاکولې… داسې زړه مې ورته ډک شو، پرې منډه مې کړه، يو څو سوکه مې په دې ملا ووهله، زه هم ژړيدم، هغه هم راته ژړيده. ورته ومې ويل موږ خو کمې وو، چې ته هم پيغله شوې، خلک به څه وايي چې د دين محمد څلورمه لور هم پيغله شوه…
زه نو په ژورو سوچونو کې پسې ولاړم، هغه د انا کاله کره مې هغه شپه راياده شوه، چې هيڅکله به مې هېره نه شي، يو کال وړاندې د ماما کاله کره لاړه وم، د انا په کوټه کې څملاستم، چې بسترې ته تلم انا مې ښې ډېر خبرې راته وکړې، داسې نصحيتونه يې راته کول، چې په لاره سمه ځه، مخ دې سم پټوه، سيمه پټوه، څوک لاس درنوړي، چا سره په موټر کې پورته نه شې، دوکان ته ګوښې ننه نوزې…
کله يې چې سهار وختي راباندې د لمانځه غږ وکړ، تشناب ته چې لاړم، کالي مې بل ډول وو، زه په شپږم صنف کې وم چې د قران کریم او دنیات استادې به په دې اړه راته ویل، ټولګيوالې به مې ویل چې د شپاړلسو یا پنځه لسو کالو شې بيا داسې کیږي…؟
پرتوګ مې چې نارنجي رنګ یې و ومې لیده چې سور شوی کمیس مې هم لږ ځای سور شوی و، یو څه شیبه همداسې فکر یوړم، ژړا راغله کاشکې کور کې خو وای دا د خاله کالي ګوره چې اغوستی مې دي…د کمیس لمنه مې ومینځله پاکه شوه، خو په نارنجي پرتوګ کې سور رنګ ناست و، نه پاکیده، سطل کې یوه ډولچه اوبه پاتې شوې، په هغې مې زر مخ و لاس ومینځل، چې انا مې ونه وایې چې اودس یې ندی کړی. له تشنابه راووتم د ژمي سوړ باد لګیده، واوره لا نه وه شوې، خو ساړه ډېر شوی و، کوټې ته چې ننوتم، نو ستر ټيکری مې له سره سم تاو کړ چې شاته لمده لمن مې انا ته ښکاره نشي.
په دروغو مې لمونځ خلاص کړ، خپله سپینه بستره مې پټه ولیده شکر په هغې کوم داغ نه و.
لمنه مې جګه کړه او ور په بسترې کې څملاستم، خاله مې چې دا کالي راکول چې وایې غوندم څو ځله يې راته وویل چې خراب یې نه کړم بیا دا پرتوګ یې چې څو نورو کالیو سره جوړ و، دا به څنګه کوم، په همدې سوچونو کې وم چې کوټه رڼا شوه، له حویلۍ د موټر د چلانیدو غږ راتلو، ژر په ځای کې کیناستم، انا مې چې د خوب ځای کې ناسته وه راوکتل، ما ورته وویل چې د ماما موټر روان دی زه هم ورسره ځم. ټيکری مې پر سر سم کړ، له کوټې چې وتم، د خاله غږ مې واوريد:
ـ صبر وکړه خپل کالي دې واغونده، زما کالي وباسه…
زه په تيزۍ روانه شوم، په داسې حال کې چې شا ته مې بيخي و نه کتل، ورته وويل:
ـ بیا به یې کور نه درته راولېږم…
خو دې له شا نه و نيولم، کالي يې راته ونيول، چې هه دا دې ژر واغونده، اتو کړي مې دي.
نه پوهیږم هغه وخت به زما رنګ څنګه شوی وي، ژړا راغله، مخ مې ډېر ګرم شو، سترګې مې اوښکو نه ډګې شوې، زړه کې راوګرځيده، چې ښه کوکې ووهم، په داسې حال کې چې اوښکې رانه بهيدې، په غوسه مې ورته وويل:
ـ نه یې اوباسم…!
څه شیبه مې انا او خاله همداسې حیران را وکتل….
د انا په زړه کې به خدای زده څه تېر شوي وي، راباندې مهربانه شوه، خاله ته یې وویل، چې ځه خېر دی، له کوره به يې درته راولېږي…
نور موې دوی ته غوږ نه دی نيولی، بې له خدای پامانۍ د ماما موټر په شاتني سېټ کې کېناستم او ځان مې کور ته راورساوه.
کاش د انا د کور کیسه دلته ختمه وای، څو ځله مې د خاله هغه نارنجي پرتوګ پرېمینځه، خو هيڅ نه پاکيده، خاله مې څو ځله کور ته احوال رالېږه، چې کمېس مو رالېږلی پرتوګ پکې نشته. مور مې کور کې پسې وګرځيده، خو ما داسې پټ کړی و، چې پيدا کول يې مشکل وو، اخر وډار شوم، چې هسې نه مور يې پيدا کړي، اخر داسې يوه ورځ وه، چې په کور کې مو جانې مينځلې سماوات مو بل کړی و، هغه پرتوګ مې سره ټول کړ، چې مور مې له سترګو پنا شوه، دستي مې سماوار ته ورواچاوه او د سماوات له پورتني نله سره لمبه پورته شوه.
د ښځو خندا له بيا له خپلو سوچونو راوګرځولم، خندا راغله، زړه کې مې وويل، که دا کیسه دې ښځو ته وکړم نو څومره به ورته وخاندي او بيا څومره کيسې پسې جوړې کړي….
نه، شاید ډېرې خبرې راپسې وشي، انا پسې مې کوټې کې ولیدل، له زړو ښځو سره د کوټې په بره کونج کې ناسته وه، اوږدې تسپې یې په لاس، سپین ټیکري نه یې نارنجي رنګه وېښته راوتلي دي.
انا به مې د نورو ښځو مجلس ته غوږ وه، کله کله به دې هم يوه نيمه ورو د يوې کسې په غوږ کې وکړه او بيا به شاته شوه او شونډې به يې په استغفار وخوځيدې.
یوه ورځ مې د ماما لور سره چې تر ما څو کاله مشره ده، په دې اړه خبرې کړې وې، له دې خبرې يې بيا انا خبره کړې وه، يوه ورځ يې يو ساعت په همدې اړه پرپړې راته ختمولې، چې ته بې عقله يې، نورو نجونو ته خپل پټ حالونه وايې، هغه دې له خولې خبرې باسي، دا څومره بې شرمه خبره ده، په موږ ولاکه هيڅوک خبريدل، ټول کلی به درباندې خبر کړي، چې پلانۍ ميړه ته زړه شوی او ميړه غواړي.
دومره ډار راسره و چې چا سره کیناستی نه شوم، چېرته تګ خوند نه راکاوه، هره شېبه دا ویره راسره وه چې څوک راباندې خبر نشي، انا مې راته وويل چې که کینم باید لمنه جبګه کړم چې داغ نشي او څوک خبر نشي او چې کار کوم یا لوخي مینځم باید څنګه کینم.
د مدرسې استاده به کله کله په دې اړه غږیده، چې دې وخت کې باید قران کریم ته لاس ورنه وړی، ما به که دستکش اغوستل ډاریدم به چې استاد او ټولګیولې خبرې نشي، نو په ناولو لاسو به مې قران کریم لاسو کې نیوه او له دې سره به مې د ډېرې ګناه احساس کاوه لکه ډېره لويه ګنهګاره چې وم.
د مدرسې استادې به ویل چې ښځه ځکه ناقصالعقله ده چې، همېشه د سړي غوندې پاکه نه وي، پوره میاشت روژه نه نیسي ، لمونځ او اودس یې د سړیو غوندې پاک نه وي.
د روژې په مياشت کې چې مريضه شم، بيا هم د ډاره کوم شی نشم خوړلی، چې هسې نه څوک مې وګوري، وروسته چې يې بيا ګرځوم، په پټه يې ګرځوم، چې څوک راباندې خبر نشي. ما په مور پسې هم پام و، چې د روژې په مياشت کې يې روژه نه خوړله، خو يوه ورځ يې چا ته کيسه کوله چې په روژه کې خوشي په نوم ګولۍ خورم چې مريضه نه شم او روژه پاکه سفا ونيسم او د دې مياشتې له ثوابونو پاتې نه شم.
کاش مکتبونه بند نه وای، زموږ استادانو نورو نجونو سره هم مرسته کوله او خپلو ملګرو ټولکیوالو سره خو مې خبرې کولی شوې، هلته مې ډېرې نږدې ملګرې وې، موږ ټولو له يو بله سره ډېرې پټې او ښکاره خبرې کولې…
چې ښځو ته مې ورپام شو، ټولې ما ته راګوري، زه وشرميدم، په ځای کې داسې سره وخوځيدم، لکه د قرآن تلاوت چې کوم، ځان مې سره راټول کړ، لمن مې پر ځان سمه کړه…
يوې ښځې راته وويل:
ـ څنګه ټينګ غوږ دې نيولی دی، په تا څه تېر شوي دي، پېغله شوې خو به نه يې؟!
ما ټيکری پر سر سم کړ، نه پوهېدم چې څه ځواب ورکړم، دوی چې ټولو سترګې راکې ګنډلې وې، وشرميدم، پورته شوم او له کوټې ووتم.
د ښځو د خندا غږ پورته شو او زه په خولو کې ډوبه وم.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.