نن یې یوه کمعمره ښځه بیړنۍ خونې ته راوستله.
راضیه نومېده.
قصداً یې تېزاب څښلي وو.
د روغتون فضا بدله شوه؛ ډاکټران، نرسان، عاجله څانګه… هر څه په حرکت کې وو.
موږ د طبابت له اصولو سره سم عمل وکړ؛ لومړني اقدامات مو عاجل او ژر ـ ژر سرته ورسول.
راضیه له مرګه راوګرځېده.
بدن یې نسبتاً باثباته شو، خو سترګو یې لا هم د مرګ او ناهیلۍ خبرې کولې.
کله چې یې وضعیت لږ څه ښه شو، زه ورسره پاتې شوم.
نرسه د افهام او تفهیم لپاره راغله؛ قلم او کتابچه یې په لاس کې وه.
ما ترې واخیست او ورته مې وویل:
«زه به ورسره وغږېږم، حالت یې لا هم نازک دی.»
نرسه ووتله. زه د راضیې ترڅنګ کېناستم.
لومړی یو څه چوپتیا وه… بیا مې یو څو ساده پوښتنې ترې وکړې… ناڅاپه هغې ژړا پیل کړه؛ هغه ژړا چې کلونه، کلونه پټه ساتل شوې وه.
هغې راته د کور کیسې وکړې؛ یوه یا دوه نه، بلکې د درد یو اوږد تاریخ و.
له لېورونو یې سر شکوه، له مېړه، د لېور د تره زامنو او د هغو سړیو له چلنده چې د کور دننه یې د قاضي، جلاد او مالک رول لوبولی و.
تحقیر، بېباوري، بېاجازې ژوند، بېپوښتنې تصمیمونه، تل تورونه، تهمتونه او په هر څه کې شک… سم دمه لېونۍ یې رانه جوړه کړې وه.
ویې ویل:
«ډېر مې وزغمل؛ اخر زه دومره تنګه شوم، چې مرګ راته د خلاصون یوازینۍ لاره ښکاره شوه.
هېچا مې خبره نه اورېده، هېچا انسانه نه بللم.»
زما سترګې هم ورته لمدې شوې، پټې سلګې مې ونیولې.
خو ډاکټري زده کړه موږ ته ژړا نه، بلکې زغم را زده کوي.
موږ ته یې را زده کړي چې خپل درد باید پټ کړو، ځکه زموږ مخې ته د نورو دردونه پراته وي.
اوښکې مې پټې کړې.
د کورنۍ پوښتنه مې ترې وکړه؛ دوه ورونه یې لرل، مور او پلار یې وفات شوي وو، خوېندې یې واده شوې وې. له ډاره یې ورونو ته هم د سختۍ غږ نه و کړی.
و مې ویل: «ولې اخر؟ خبره څه وه؟»
ویې ویل:
«هېڅ! ورور مې له خسرګنۍ سره څه وخت مخکې جنګ کړی و؛ له هماغه ساعته یې تاوان له ما کاږي.
میړه مې هم له لومړۍ شپې راسره په دې وران دی، چې ته ولې په بل چا مئینه وې؟
حال دا چې زه مئینه هم نه وم؛ یوازې هغه هلک راباندې مئین و.
د کوژدې وروسته زموږ په خپلوانو کې چا ورته داسې شیطاني خبرې کړې وې…»
ځای او شېبه راته بېخي سخته شوه. کله مې چې د تللو نیت وکړ، هغې ورو غږ راپسې وکړ:
«زه به مو ونه بخښم چې و مو ژغورلم…
له داسې ژونده خو مرګ راته ښه و.»
دا جمله نه د تېزابو سوځېدنه وه او نه د معدې کوم زخم؛ دا زموږ د بدرنګې ټولنې یو ژوندی اعتراف و.
نن ما یوازې یوه مریضه نه لرله؛ ما د ښځې حیثیت ولید.
ما ولیدل چې څنګه یوه ښځه ژوندۍ وي، خو ژوند نه کوي.
زه افسوس کوم…
په داسې پښتو، په داسې غیرتمندو پښتنو او په هغې یوې ټولنې چې ښځه لا هم بشپړ انسان نه ګڼي.
ولې ښځې ته د خپل ژوند د پرېکړې حق نه ورکول کېږي؟
ولې یې غږ دومره کمزوری او ناتوانه شي، چې ځانوژنې ته پناه وړي؟
ولې موږ مرګ ته د حل لاره پرېږدو او یو چا ته ژوند زندان ګرځوو؟
زه په دې پښتو، پښتنو او د ښځو د ټولو هېر کړل شويو حقونو لپاره افسوس کوم.
Comments are closed.