تېره میاشت تر ۲۵۰۰ بهرنیانو هېواد ته تګ راتګ کړي

33

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې، سږ کال په لیندۍ میاشت کې د نږدې ۲۵۰۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې په یاده موده کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۲۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي.

یادې ادارې ویلي، چې، د ثبت شويو ارقامو له مخې ۱۳۰۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۵ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۹۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې تر ټولو ډېر ۹۱۹ بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۸ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب آقینې بندر، د بلخ هوايي ډګر او حیرتان بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.