په لومړي ځل له هراته تاجکستان ته صنعتي ماشین‌الات صادر شول

27

هرات (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): له هرات ولایت څخه په لومړي ځل د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت صنعتي ماشین‌الات تاجکستان ته صادر شول.

د «دژ فولاد» شرکت رییس او د دغو محصولاتو صادروونکي معروف محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو صادراتي محصولاتو کې د لوګي د تصفیې او پورته کولو سیسټمونه، تیږي‌ماتوونکي ماشینونه، د نقالې پټۍ او د سړولو بشپړ پکېج شامل دي چې ټول د پرزې په ډول صادر شوي دي.

د هغه په خبره، تاجکستان ته د دغو ماشین‌الاتو صادرولو د تړون ټولیز ارزښت یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر دی او لومړي صادراتو یې ۳۵۰ زره ډالر ارزښت درلود.

په همدې حال کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد تاجکستان ته د دغو محصولاتو صادرېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان اسلامي امارت صنعت‌کارانو ته د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او دمګړۍ د هېواد د کورنیو تولیداتو د صادراتو ارزښت شاوخوا دوه ملیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

دغه‌راز، هغه د وارداتو او صادراتو ترمنځ د توازن پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د دوامداره برېښنا برابرولو برخه کې د اسلامي امارت له لوري مهمې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي او هڅه کېږي څو په راتلونکو دوو کلونو کې په ټول هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د هرات په صنعتي ښارګوټي کې تولید شوې لس کانټینره بېټرۍ هم سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته صادرې شوې.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.