د نیمروز په مرکز کې د شپږو کلیو ماشومان د ښوونکو نشتون له امله له زده‌کړو پاتې دي

31

زرنج (‌پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۴): د نیمروز ولایت د مرکز د شپږو کلیو لپاره یوازې یو ښوونځی و خو هغه هم د ښوونکو نشتون له امله له تېرو څلورو کلونو راهیسې غیرفعال شوی او له هغه وروسته د دې کلیو ډېری ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې شوي او یو شمېر نور ماشومان بیا اړ دي چې تر ښوونځي اوږده واټنونه ووهي.

ورته مهال، د نیمروز د پوهنې ریاست وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره یو لړ اقدامات شوي او ښایي راتلونکي کال کې د دغه ښوونځي لپاره تشکیلات په پام کې ونیول شي.

د پژواک خبري اژانس خبریال د دې راپور چمتو کولو لپاره د زرنج ښار «سیرېګ شورو» سیمې «علیم‌خان شورو»، «عبدالحمید»، «حاجي میر حمزه»، «حاجي محمدشریف خان»، «حاجي وليداد» او «حاجي ګل محمد» کلیو له اوسېدونکو سره خبرې کړې چې ټولو د سیمې د یوازیني ابتدايي ښوونځي «علیم‌خان شورو» له غیرفعالېدو څخه شکایت درلود.

د زرنج په سوېل کې د شپږو کليو ښوونځي د ښوونکو د نشتوالي له امله غیر فعال دی او ماشومان یا په بشپړه توګه له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوي او یا اړ دي چې ښوونځي ته رسېدو لپاره اوږد مزل وکړي.

د «حاجي میر حمزه» کلي د شورا مشر حاجي میر حمزه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې چې شپږ کلي پکې شامل دي، پخوا د «علیم‌خان شورو» په نوم یو ښوونځی فعال و خو اوس له څلورو کلونو راهیسې غیر فعال دی او نږدې ټول ماشومان له ښوونځي او زده‌کړو څخه بې‌برخې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په «سیرېګ شورو» سیمه کې ۷۰ کورنۍ ژوند کوي او لسګونه ماشومان له ښوونځي څخه بې‌برخې دي، یوازې لږ شمېر ماشومان جومات ته ځي او هلته دیني زده‌کړې کوي.

د هغه په وینا، څلور کاله مخکې په دې ښوونځي کې ۵۰ زده‌کوونکو ته چې نجونې او هلکان پکې شامل وو، د دوو ښوونکو له لورې تدریس کېده خو اوس د ښوونکو د نشتوالي له امله ښوونځی غیرفعال دی.

نوموړي له دې وضعیته اندېښنه څرګنده کړه او و یې ویل: «دا ښوونځی له دولت سره ثبت دی خو د ښوونکو د کمښت له امله تړل شوی او زموږ ماشومان بې‌سواده لویېږي. د دې کلیو ډېری اوسېدونکي بې‌وزله دي او د ترانسپورټ وسیلې نه لري چې خپل ماشومان اته کیلومتره لرې د مالدارانو کلي ښوونځي ته ولېږدوي.»

بلخوا، د «علیم‌خان شورو» کلي یو اوسېدونکی محمدجمعه وویل، شپږ میاشتې مخکې یې د دې ښوونځي بیا فعالولو لپاره د پوهنې ریاست ته مراجعه کړې وه خو تر اوسه دا ښوونځی بېرته نه دی فعال شوی.

هغه زیاته کړه چې د سیمې د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی چې د دې سیمې ماشومانو ته د تدریس په بدل کې ښوونکو ته معاش ورکړای شي.

د هغه په خبره، د دغو کلیو یوازې اووه ماشومان هره ورځ اته کیلومتره لرې د «مالداران» کلي ښوونځي ته په پښو ځي او نورې کورنۍ خپلو ماشومانو ته اجازه نه ورکوي چې دومره اوږد واټن ووهي.

هغه وايي: «کاش د پوهنې ریاست موږ ته ښوونکي راکړي او همدا زموږ خپل ښوونځی فعال شي، ماشومان دومره لرې نه‌شي تلای؛ دوه ساعته پیاده لار ده.»

له ښوونځي د بې‌برخې ماشومانو کیسې

د «حاجي محمدشریف خان» کلي اوسېدونکی ۹ کلن بصیر یو له هغو ماشومانو دی چې غواړي ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووايي، خو په دې سیمه کې د یوازیني غیرفعال ښوونځي له امله له دې حقه بې‌برخې دی.

هغه چې ویل یې، له لیک او لوست سره مینه لري، زیاته یې کړه: «زه له درس وېلو سره مینه لرم او د پوهنې له رییس صاحب څخه غواړم چې زموږ ښوونځی فعال کړي، په راتلونکي کې غواړم ښوونکی شم.»

خو دغه ماشوم وویل چې هره ورځ کور ته نږدې جومات ته ځي او دیني زده‌کړې کوي.

بلخوا، د «عبدالحمید» کلي یو اوسېدونکی ۱۲ کلن اسدالله چې یوه زړه بوجۍ یې پر اوږه وه او د سون توکي یې راټولول، وايي: «زه ټوله ورځ پلاستیکو او نور د سون توکي ټولوم څو مور په تنور کې ډوډۍ پخه کړي. خدای دې وکړي چې ښوونځی خلاص شي څو زه درس ووایم او په راتلونکي کې ښه کاروبار ولرم.»

هغه هم د دغه ولایت له پوهنې له ریاسته وغوښتل چې د «علیم‌خان شورو» ښوونځی بېرته فعال کړي.

دغه‌راز، د «میر حمزه» کلي اوسېدونکی ۱۱ کلن یوسف وايي: «که درس ووایم، نو په راتلونکي کې به ډاکتر شم…. درس موږ ته ګټه لري او له پوهنې ریاسته غواړو چې زموږ ښوونځی فعال کړي.»

د «علیم‌خان شورو» کلي بل اوسېدونکي ۱۰ کلن محمدیونس وویل چې کورنۍ یې دی د «مالداران» کلي په ښوونځي کې شامل کړ، خو د لارې لرې‌والي له امله یې ونه‌شو کړای دوام ورکړي، نو ښوونځی یې پرېښود، اوس خپل کور ته نږدې د جومات له امام څخه درس وایي.

هغه چې د خپلو نورو همځولو په شان غواړي د خپل کلي ښوونځی یې ژر تر ژره فعال شي، زیاته کړه: «غواړم درس ووایم او له همدې امله پر دغه اوږده لاره تللم، خو ستړی کېدم، نور ولاړ نه، زه له دولته غواړم چې موږ خپل ښوونځی ولرو ځکه په لرې لاره نه‌شو تلای.»

د پوهنې برخې کارپوه: زده‌کړه د هر وګړي حق دی

د پوهنې برخې کارپوه استاد فضل‌احمد خان وايي چې زده‌کړو ته لاسرسی د هر وګړي حق دی او حکومتونه باید خپلو وګړو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو لپاره له هر ډول امکاناتو ګټه واخلي.

نوموړي وویل، په هېواد کې د څه باندې څلور لسیزې جګړې له امله په ځینو سیمو کې داسې ځایونه شته چې ښوونځی په کې نشته او اوسېدونکي یې د سواد له نعمته بې‌برخې پاتې شوي دي.

هغه د یاد ښوونځي د غیرفعال پاتې کېدو او د دغو شپږو کلیو د اوسېدونکو ستونزو ته په اشارې وویل: «په اوسنیو شرایطو کې چې دغه ښوونځی ښوونکی نه‌لري، تر ټولو اغېزمنه او عملي حل‌لاره دا ده چې د یونیسف او نورو بنسټونو د مالي ملاتړ په وسیله د چټکو زده‌کړو لپاره ښوونکي وګومارل شي.»

نوموړي زیاته کړه: «دغه پروګرام په بیړني ډول پلې کېدای شي او د زده‌کړو د بشپړ درېدو مخه نیولی شي. په داسې حال کې چې په سیمه کې له دوولسم ټولګي فارغ کس نه وي، نو په موقتي توګه د نهم ټولګي له فارغینو هم ګټه اخیستل کېدای شي څو ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه شي.»

هغه دغه‌راز ټینګار وکړ چې د زده‌کړو لپاره پر شرایطو برابر د ماشومانو شمېر باید راټول شي او پر بنسټ یې د اړتیا وړ ښوونکو شمېر د پوهنې وزارت ته وړاندیز شي او د هغوی لپاره رسمي تشکیل وغوښتل شي.

د نیمروز ولایت د پوهنې ریاست ځواب

د نیمروز ولایت د پوهنې رییس مولوي ګل‌احمد حقاني د دې خبرې د تایید سربېره چې یاد ښوونځی د ښوونکي د نشتون له امله غیرفعال شوی وویل، له پوهنې وزارت سره یې خبرې کړې څو په راتلونکي تعلیمي کال کې د دغه ښوونځي لپاره تشکیل منظور کړي.

هغه ټینګار کوي چې په تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په محرومو سیمو کې لسګونه ښوونځي د حکومت له بودجې او د سوداګرو په مرسته جوړ او بیارغول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست تل هڅه کړې څو د دې خاورې اولادونو ته خدمت وکړي او د ولایت په هر ګوټ کې ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د نیمروز د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي عبدالغني شفیق د یاد ښوونځي د غیرفعالېدو په اړه وویل: «دغه ښوونځی په یوه ډېر لرې پرته سیمه کې موقعیت لري، له ښار څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې دی، د دغه ښوونځي د تړل کېدو لامل دا دی چې زده کوونکي یې کم وو، ښوونکي تنقیص شول، تنقیصات په ټول هېواد کې ترسره شوي او بل دا چې د دغه ښوونځي لاره ډېره لرې ده او ښوونکي په کم معاش دې سیمې ته نه ځي؛ ځکه معاش یې بسنه نه کوي.»

هغه زیاته کړه: «بله ستونزه دا ده چې په دې سیمه کې سواد لرونکی کس نشته، هلته ان له شپږم ټولګي فارغ هم نه لرو چې د ښوونکي په توګه یې وګومارو، له نهم یا دوولسم ټولګي فارغ خو لا پرېږده او له همدې امله موږ هڅه کوو چې له نورو سیمو څخه خدمتي ښوونکي ولېږو.»

هغه هم وايي چې د یاد ولایت د پوهنې ریاست له پوهنې وزارت سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې یاد ښوونځی بېرته فعال کړي.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.