افغان انځورګر حمدالله ارباب د کاناډا د ارټ بټل انځورګرۍ سیالۍ وګټله

89

افغان انځورګر حمدالله ارباب، چې د جمهوري نظام پر مهال په هند کې د افغانستان کلتوري اتشه هم و، په کاناډا کې د ارټ بټل انځورګرۍ سیالي وګټله.

ارټ بټل هغه هنري مسابقه ده چې انځورګران باید د ټاکل شوي وخت په جریان کې د خلکو مخې ته نقاشي ترسره کړي او په پای کې ګډونوال یا لیدونکي د غوره هنرمند لپاره رایه ورکړي.

حمدالله ارباب له ګټلو وروسته په خپلو څرګندونو کې د سیالۍ له تنظیموونکو مننه کړې او ویلي چې دا بریا ورته د ویاړ وړ ده.

هغه د خپلو ملګرو، هنرمندانو او ټولو هغو کسانو ستاینه او هرکلی کړی چې د سیالۍ په جریان کې یې ملاتړ او رایه ورکړه.

نوموړي ویلي د خلکو تود ملاتړ او د هنر د قدر فضا هغه ته لا زیات الهام او انرژي ورکړه.

هېواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر انځورګرۍ، موسیقي او ټولو هغو ښکلو هنرونو بندیزونه لګول شوي، چې د افغانستان د لرغوني او غني فرهنګ په ژوندي ساتلو کې رول لري.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.