ایا ستاسې ویښتان توېږي؟

103

ویښتان د انسان د بدن یو مهم برخه ده، چې په اصل کې د کېراټین په نوم د پروټین له یوې ځانګړې بڼې څخه جوړ شوي دي. ویښتان د پوستکي په دننه کې د وړو کوچنیو کڅوړو، چې فولیکل بلل کېږي، کې تولیدېږي. د فولیکل لاندې موجود ډرمل پاپیلا د وینې څخه غذايي مواد او اکسیجن اخلي او حجرې ویشي. دغه حجرې پورته خوا ته وده کوي، سختېږي او د ویښتو بڼه خپلوي.

ویښتان له درېیو برخو څخه جوړ دي: میډ (mid)، کورټېکس (cortex) او کیوټیکل (cuticle). د دوی وده په درې پړاوونو کې ترسره کېږي: انیجن، کیټاجن او ټیلوجن. په انیجن پړاو کې ویښتان وده کوي، په کیټاجن کې وده درېږي، او په ټیلوجن کې ویښتان د آرام حالت ته داخلېږي او بیا لوېږي. همدا وجه ده چې په ورځ کې د پنځوسو څخه تر سلو ویښتانو لوېدل یو عادي او طبیعي عمل بلل کېږي.

د ویښتو د رېږېدو ډېر عوامل شته. تر ټولو عام علت یې د ودې طبیعي دوره ده، خو له دې سره هورموني اغېزونه (لکه DHT) د فولیکل کچه کمه او نرۍ کوي چې له امله یې ویښتان ورو ورو لوېږي. غذایي کمښت هم یوه لویه وجه ده، په ځانګړي ډول د اوسپنې، پروټین، وېټامین D او B12 نشتوالی ویښتان کمزوري کوي. همدارنګه، ذهني فشار، ناروغۍ یا ځینې درمل هم د ویښتو د لوېدو لامل کېږي. که فولیکل دایمي التهابي یا زیانمن شي، نو دایمي ویښتان رېږېدل منځ ته راځي.

د ویښتو د روغتیا لپاره بېلابېل وېټامینونه او غذايي مواد مهم رول لري:

وېټامین D د فولیکل کار ښه کوي او د رېږېدو مخه نیسي.

بایوټین (وېټامین B7) د کېراټین په جوړولو کې مرسته کوي او ویښتان پیاوړي کوي.

وېټامین C یو قوي انټي اکسیدنټ دی چې د کولیجن په جوړولو او د اوسپنې په جذب کې مرسته کوي او ویښتان د ماتېدو څخه ساتي.

اوسپنه د وینې د اکسیجن لېږد لپاره اړینه ده، او د هغې کمښت ویښتان نری او کمزوري کوي.

وېټامین E د وینې جریان د ویښتو جرړو ته ښه کوي او په حجراتي کچه فشار کموي.

پروټین د ویښتو اصلي جز دی، او کموالی یې ویښتان کمزوري او بې‌ځواکه کوي.

وېټامین B12 د وینې روغتیا ښه کوي او د ویښتو د ماتېدو مخه نیسي.

اومیګا-۳ فېټي اسیدونه ویښتو ته رطوبت او ځلا ورکوي او روغتیا یې زیاتوي.

نو ویلای شو چې د ویښتو روغتیا د جنیټیکي، هورموني او غذایي عواملو ګډ اغېز دی، او د دوی د ساتنې لپاره متعادل خواړه تر ټولو مهم رول لري. په دې خوړو کې پروټین، اوسپنه، وېټامین D، C، E، B12، بایوټین او اومیګا-۳ باید حتمي شامل وي. که د ویښتو لوېدل له معمول څخه زیات شي، د پوستکي له متخصص ډاکټر سره مشوره او اړین ټېسټونه کول ضروري دي څو اصلي علت معلوم او درملنه ترسره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.