د بشري منابعو مدیریت (Human Resource Management)
قدرمنو لوستونکو په دې لېکنه کې د بشري سرچينو مديريت په لنډ اومختصر ډول په روانه پښتو ژبه تشريح شوي دي.
د بشري منابعو مدیریت د هرې ادارې او سازمان له مهمو او ستراتېژیکو برخو څخه ګڼل کېږي. د دې مدیریت اساسي موخه داده چې د ادارې د انساني پانګې (کارکوونکو) د جذب، ساتنې، روزنې، پرمختګ او اغېزمن مدیریت له لارې د سازمان موخې په بریالیتوب سره ترلاسه کړي.
د بشري منابعو د مدیریت اساسي دندې
۱- د جذب او استخدام بهیر (Recruitment & Selection)
د سازمان د بشري اړتیاوو کره پېژندنه او ارزونه.
د وړ او مسلکي کسانو د جذب لپاره د اعلانونو، مرکې او ازموینو کارول.
د وړتیا، مهارت او شخصیت پر بنسټ د غوره کسانو ټاکنه او ګمارنه.
۲- روزنه او مسلکي وده (Training & Development)
نوو کارکوونکو ته د اړینو مسلکي مهارتونو او دندې اړوند روزنې ورکول.
د موجوده کارکوونکو د مهارتونو او وړتیاوو لوړول.
د مسلکي پرمختګ او د دندې د لوړو مقامونو لپاره د دوامدارو روزنیزو پروګرامونو طرحه او پلي کول.
د نوو او عصري علومو او پرمختګونو پر بنسټ د کورنیو او بهرنیو روزنیزو پروګرامونو برابرول.
۳- د اجرااتو ارزونه (Performance Appraisal)
د کارکوونکو د کړنو او لاستهراوړنو ارزونه او سنجول.
د رغنده نظریاتو (Feedback) وړاندې کول د فعالیتونو د ښه کېدو په موخه.
د غوره کارکوونکو پېژندنه او د ارتقا، پاداش او تشویق لپاره نوماندول.
۴- د امتیازاتو او جبران خدمتونو مدیریت (Compensation & Benefits)
د وړتیا او د بازار د معیارونو پر بنسټ د عادلانه او شفافو تنخواوو ټاکل.
د پاداشونو، اضافهکاري حقونو، بیمې او نورو امتیازاتو مدیریت.
د هڅونې اغېزمن سیستمونه رامنځته کول د کارکوونکو د رضایت، وفادارۍ او تولیدتیا د لوړولو لپاره.
۵- د کارکوونکو ساتنه او د پاتې کېدو مدیریت (Employee Retention)
د باور او خوندیتوب پر بنسټ د سالم کاري چاپېریال رامنځته کول.
د کارکوونکو د رواني او فزیکي هوساینې په برخه کې پاملرنه.
د اړیکو مسلکي مدیریت او د شخړو او اختلافاتو عادلانه حل.
د کارکوونکو ارزښت پېژندل، د کاري وسایلو برابرول، د خوندیتوب تأمینول او د ستونزو په حل کې مرسته کول.
۶- د بشري منابعو ستراتېژیک پلان جوړونه (HR Planning)
د سازمان د راتلونکو اړتیاوو پر بنسټ د بشري ځواک وړاندوینه او تحلیل.
د استراتېژیک پلان ترڅنګ کلني، شپږ میاشتني، ربعوار او میاشتني پلانونه جوړول.
د جانشینپرورۍ (Succession Planning) طرحه کول د کلیدي دندو لپاره.
یادونه: په پخوانیو ادارو کې داسې کلتور موجود و چې له مدیر، عمومي مدیر او حتی آمر له لوري به د وړ او کار ته ژمنو همکارانو روزنه کېده. که به یو لوړپوړی مدیر د بل بست لپاره ارتقا کوله، د ادارې رهبرۍ به د هغه له آمر څخه د وړ کسانو په اړه مشوره اخیسته. آمر به د وخت له مخې ځینې همکاران روزل، چې دې کړنې څو ګټې درلودې: د اعلان او نوې روزنې د مصارفو سپما، د داخلي کارکوونکو د مهارتونو لوړونه، د ادارې د چاپېریال، اصولو او کلتور سره بلدتیا، او همداراز د کارکوونکو د هڅونې او عدالت ټینګښت.
۷- د کارکوونکو اړیکو مدیریت (Employee Relations)
د مدیرانو او کارکوونکو تر منځ د شفافو او روغو اړیکو ټینګول.
د شکایتونو او ستونزو پر وخت او عادلانه حل.
د کاري قوانینو او د کارکوونکو د اساسي حقونو رعایت کول.
۸- د قوانینو او مقرراتو تطبیق (Legal Compliance)
د هېواد د اساسي قوانینو، د کار اصولو، مالیاتو او بیمې شرایطو رعایت.
د کاري خوندیتوب، روغتیايي اصولو او مسلکي معیارونو پلي کول.
۹- د مثبت سازماني فرهنګ جوړول (Organizational Culture)
د ګډو ارزښتونو، باورونو او مثبتو چلندونو پیاوړتیا.
د ټیمورک، خلاقیت او نوښت فرهنګ هڅول.
د متقابل درناوي، عدالت او شفافیت فضا رامنځته کول.
د پورته دندو او د ذکر شوو مواردو په مؤثر تطبیق سره، هره اداره کولای شي خپل بشري ځواک د یوې ستراتېژیکې شتمنۍ په توګه وپالي، د هغوی ظرفیتونه لوړ کړي او د سازمان ټاکلو موخو ته په اغېزمنه توګه ورسېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.