لنډۍ، د ثبتولو ستونزه- ۳۴۰مه‌برخه

67

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

اته‌لسمه‌برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۴۰مه‌برخه

 

ولې دې بله ډیوه مړه کړه

په سود مینه تیل به ما راوړي‌ونه

 

هغه په‌خپله راپریوځي

چې په رنځوره پاڼه ولږي بادونه

 

نیستي بدبویه ده عالمه

مئین اشنا پهٔ لاره ځي مخ پټوینه

 

نیستي پېغور نه ده جانانه

زه په چربانګ میچنه ستا لپاره کړمه

 

د نویو لنډیو د راپیداکولو او انلاین کولو په برخه کې یو فعال فرهنگي ښاغلی حنیف حیران دی، د حیران صاحب له پاڼې څخه ما پخا هم نوې لنډۍ راخوندي کړې دی، دا دی اوس هم څو نوې لنډۍ د ده له فیسبوک‌پاڼې څخه په مننې سره رااخلم:

نیستي: لنډۍ

نیستي بدبویه ده عالمه

د ابۍ زوی مې نغري ته نهٔ پرېـږدینه

 

نیستي بدبویه ده عالمه

پهٔ لار کې ناست وم نجونو مخ نهٔ پټاوونه

 

نیستي بدبویه ده عالمه

مئین اشنا پهٔ لاره ځي مخ پټوینه

 

په پخوانو سترگو راګوره

نیستي دې ورکه شي سړی بدرنګوینه

 

نیستي د خدای له لوري راغله

موزي په ما منت کوي چې خوار دې کړمه

 

په هستۍ هر سړی لوَړيـږي

بده نیستي ده سیال له سیاله کموينه

 

چې د لالي مې نیستي نه وای

پیوند ټکری به مې په اور سېزلی وونه

 

شال کې مې شل پیونده ښۀ دي

چې لالی وي نیستي به تېره شي مئینه

 

نیستي پېغور نه ده جانانه

زه په چربانګ میچنه ستا لپاره کړمه

 

مرګی خو ښۀ دی پرده پوښ دی

بده نیستي ده ښۀ ځوانان بدرنګوینه

د ښاغلي حیران ترڅنگ دا ځل په یوې نوې فیسبوک‌پاڼې (د شاعرانو بنډار) کې مې هم څونوې لنډۍ ترسترگو شوې، ما هم راخوندي کړې او دا دی دلته د دې پاڼې له مسؤل څخه په مننې سره تاسو درنو لوستنوکو ته وړلندې کوم:

ټپې (لنډۍ):

ولې دې بله ډیوه مړه کړه

په سود مینه تیل به ما راوړي‌ونه

 

د ځوانۍ ونه مې زړه شوه

د صبر ونه به مې اوس نیسي گلونه

 

هغه په‌خپله راپریوځي

چې په رنځوره پاڼه ولږي بادونه

 

زما له تانه گیله کېـږي

ما ستا کوڅه کې رقیبان لیدلې دینه

 

د بیلتانه سیلۍ لگیـږي

ټول عاشقان وطن پریـږدي، کډې تړینه

 

خالي کنډر د لالي پروت دی

ترینه راخیژي د چڼچڼو اوازونه

 

د کلي منځ کې ډزې وشوې

په زړه سوری شې یاره ودې کړه کوژدنه

 

ماته پردي بچي راټول کړئ

زه پرې د خپلو بچو مینه ماتومه

 

زه دې زړو نیکو ته گورم

ځکه دې پښې اوس په دې نوو بدو ږدمه

 

زما څلور څانگې جانانه

له هرې څانگې دې ځولۍ گلونه وړمه

 

شال مې په پـړي باندې زوړ شو

نتکۍ مې زنگ شوه، پیزوان تورې خاورې شونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.