په اداره باندي د اداري فساد سياسي اغېزې

څېړونکی: حضرت ولې ګوهر

401

سریزه

﴿وَلَا تَأْكُلُوٓا أَمْوٰلَكُم بَيْنَكُم بِالْبٰطِلِ وَتُدْلُوا بِهَآ إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوٰلِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ (سُوۡرَةُ البَقَرَة : 188)

  ژباړه: (او تاسي په خپلو منځو کښي يو د بل مال په ناروا توګه مه خورئ او مه هغه مال حاكمانو ته په دې غرض وړاندي کوئ چي تاسي ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي، په داسي حال کي چي تاسي پوهیږي.) (کابلی تفسير)

لکه څرنګه چې واضع معلومه ده چې د يوه دولت ټولې چاري په دريو لويو برخو تقسيم شوي دي او هغه د يوه نظام ټولې چاري ترتيب او تنظيم کوي لکه: قضايه قوه، مقننه قوه او اجرايه قوه نو په همدي اساس د يوه دولت ټولې اداري چاري د اجرايه قوي دندې او مسؤليتونه دی، د هري قوي ضعف د دولت د بې ثباتې او له منځه تلو لامل کيږي او په ښه ډول د چارو ترسره کول يئ د دولت د بقا او سمون لامل کيږي. نو په همدي اساس د اجرايه قوي دنده چې په اداري پوري اړه لري هم د دولت لپاره د بقا او له منځه تلو لامل کیږي او هغه څه چې اداري فعالیتونه له خنډ سره مخ کوي ډير زيات دي يو د هغه جملې څخه اداري فساد هم ده چې د دولت ټول فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کوي او مشخصو اهدافو ته د رسيدو څخه مخنيوی کوي.

په همدي مناسبت زموږ د بحث موضوع په اداره باندي د اداري فساد سياسي اغيزي دي چې په څه ډول  اداري فساد په سياسي ګټو باندي اغيز اچوي او څه ډول يئ مخنيوی کولای شو، نو په همدي اساس موږ هڅه کوو تر څو په خپله څيړنه کې د اداري فساد پيژندنه، د اداري پيژندنه، سيايي اغيزي او يو شمير نوور موضوعاتو باندي بحث وکړو.

د څيړنې اهميت

د يوه دولت د بقا او استمرار لپاره تر ټولو موهيمه او اساسي لاره داده چې غوره فعاليتونه ترسره کړي، غوره فعالیت بيا هلته ممکن کيدلی شي چې يو شخص کله چې د يوه دولت دری ګونو قواوو فعاليتونه په ښه شکل ترسره شي چې د هغه له جملې څخه اجرایه قوه هم ده؛ چې اداري سستم ورسره مستقيمه اړيکه لري او اداري فعاليتونه بيا هغه وخت  غوره ترسره کيږي کله چې په يوه اداره کې فساد له منځه ولاړ شي نو په همدي اساس د دي څيړنې اهميت په دي کې ده چې په اداره کې فساد له منځه يوړل شي او سياسي اغيزي يئ روښانه شي.

د څېړنې ستونزه

دا تر لمر روښانه ده چې د يوه دولت ټول فعاليتونه په اداره پوري اړه لري مګر هر کله چې په اداره کې فساد موجود وي د دولت ټول فعاليتونه له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي چې په اساس  يو هيواد د غټو سياسي تحولاتو شاهد کيږي  د همدي ستونزې په اساس سره چې اداري فساد کومې کومې سیاسي اغيزي لري چې دا يو د څېړنې وړ بحث تشکلوي.

د څيړنې اړتيا

د دي موضوع اړتيا په دي کې ده چې نن ورځ زموږ په هيواد کې اداري فساد د دولت ټول فعاليتونه ټکنې کړي دي او په دولت باندي د افرادو د بې عتمادي لامل شوي دي د دي بې عتمادي د له منځه وړلو لپاره دا اړتيا ده چې څيړنه ترسره شې او عوامل يئ روښانه شي.

د څېړنې پوښتنه

اداري فساد په اداره باندي کومې سياسي اغيزې لري؟

د څېړنې کړنلاره

دا يوه تحليلې او کيفې څېړنه ده، چې تر ډيره حده مو د څيړنې په جريان کې د کتابتونې ميتود څخه استفاده کړي ده؛ ځکه چې پدي موضوع کې تر ډيره حده موثر او کره معلومات په کتابونو، مقالو او انټرنيټې سايټونو کې د موندلو وړ وو.

او دا ټول اثار مو په د قيق ډول مطالعه کړي دي او د هغه له خلاصه او نچوړ څخه مو په خپله ليکنه کې لا بډا کولو ورسته ترتيب او منظم کړي دي.

لومړي عمومیات

داداري پیژنده :اداره چي په انګلیسي ژبه کې ورته  Administration وایی همدغه Administration کلمه دلاتیني ژبي له Administriaer کلمي څخه اخیستل شوي چي دمرستي /ملاتړاوله خلکو سره دمرستي معنا ورکوي . نو په همدي اساس نوموړي  اصطلاح دهغه چارو سمبالښت او ډلیزوفعالیتونو ته چي دیو ګډ هدف دلاسته راوړلو په موخه ترسره کیږي هم شاملیږي.

په اصل کې اداره یوه عربي کلمه ده چې په لغت کې د چلولو معنا لري او په اصطلاح کې اداره یو ډلیز فعالیت ده چې دیو ګډ هدف دلاسته راوړلو لپا ره ترسره کیږي .

اداره له هغه علم او هنر څخه عبارت دي چې یو شمیر ټاکلي اشخاص یی دټاکلو اهدافو دترلاسه کولو لپاره یو له بل سره خپلي هڅي شریکوي اوهدف ته رسیدل اسانوي .

۲.۱ د اداري خوصوصیات:

د يوي سالمې اداري لپاره لاندي خصوصيات شتون لری په لنډ ډول ورڅخه يادونه کوو.

۲.۱. ۱ جدي جوړښت: هره اداره یو منظم اوټاکلي اداري جوړښت لري چې پکې دندي  صلاحیتونه او مسو لینونه مشخص وي هرغړی پوهیږي چې دچا تر امر لاندې دې او څه مکلفیتونه لري داجوړښت داسانتیا نظم اومو ثریت لپاره مهم جوړښت ده.

۲.۱. ۲ ځانګړي هدف: هراداره خپل مشخص اهداف لري او دهمد غواهدافودلاسته راوړلو  لپاره کارکوي .

لکه ښوونه (ښونځی یا هم پوهنتون)

خدمت (روغتون ،خیریه بنسټ یاهم نور )

تولید (فابریکه،شرکت)

 ۲.۱. ۳ وګړي: اداره دانسانانو له ډلي يا ګروپ څخه جوړه ده چې هر غړي يي په اداره کې یو مشحص رول لري او همدغه وګړي دا داري داهدافودلاسته راوړلو لپاره کارکوي.(مصلح.۲۰۱۷: ۱۷ص)

۱.۳د ادارې تاریخي شالید

د اداري تاریخی شالید په یوډول نه ډول دانسانانو له پیدایښت اوکورني ژوند سره سم پیلیږی لومړنیوانسانانودخپلولومړنیواړتیاوولکه

:(خواړه، کالی، کور) اودنوروټولواړتیاوو درفع کولولپاره مجبورووچی له خپلوهمنوعانوسره همکاري وګړي اوله هغې څخه هم دهمکاري هیله وکړي چې په دې سره دلومړي ځل لپاره دکار ویش موضوع مطرح شوه . دحضرت ادم ع دخلافت له وخته د ادري او مدیریت یو ډول موجود وو په همدي ډول په زړوتمدونونو کې دکرني ښار جوړوني دقوانینوجوړول دهنر اوادب په برخه کې هم نموني ترسترګو کیږي چي ټول دیادوني وړدي اوپه هغه وخت کې په ادره کې دنظم اوکارویشني استازیتووب کوي.

د ۵۰۰۰کاله مخکې ترمیلاده دمداراکو دثبت اوساتني دغوره والي په منظور دمدیریت داصولو څخه ګته اخیستنه دوخت ویشنه دحسابدارۍ مهارتونه دمالونو راټولول اومالیه  سومري روحانیانوپه وړاندي حساب او کتاب ته اړتیا دغه رازدمالونوکنټرول ترسره

کیدل چي ښایی دهغي اغیزمن عوامل دخط اختراع وي د اداري تاریخچه تر لرغوني یونان،مصر،یونان،روم،اریایی ټولني او پارسیانو پوري رسيږي  په مصر کې له میلا څخه ۴۰۰۰کاله مخکې او له نن څخه ۶۰۰۰کاله وړاندې داوبو لګوولوپروژي جوړي او تطبق شوه همدوي یوکال په (۳۶۵)ورځو وویشو اوخپل اداري پلان  یی ورسره برابرکړ.

دحضرت محمد(ص) له لوري د اسلامي حکومت جوړول اوپه هغه کې دمالیاتو،ارشاد،زکات ،د اړیکو تنظیم دسفیرانو لیږل او داسي نور پخپله د اداري او ددغه ستر پیغمبر (ص) دپوهي او مدبرانه  تدبر ښه مثالونه دي .

په افغانستان کې یوازي امیر شیر علي خان په هغه وخت کې په خپله دوهم ځل واکمني کې دعلامه سید جماالدین افغان له خوا دسپارښت شوي اصلاحي پلان له مخې ډیر لیږد اداري په جوړولو کې ګام اوچت کړ خودانګریزانو دتحرکاتو له امله بریالي نه شو

دغازي امان الله خان په وخت کې یو ځل بیا اداري قوانین اونظام ته په عصري بڼه توجه وشوه خوله غازي امان الله خان څخه وروسته  دسقاو اغتشاش دغه عصری ریفریمونه    ضایع کړه له هغه وروسته دجمهوري نظام بنسټ ایښښودونکي سردار محمد داود خان دې برخي ته پاملرنه وکړه خودیوي کمونیستي کودتا په واقع کیدو سره افغانستان نیږدي څلویښت کاله سیاسی ثبات له لاسه ورکړ اوپه (۲۰۰۱)میلادي کال کې دنړیوالي ټولني په ملاټر یو پراخ بنسټه حکومت منځته راغي او اوس افغانستان نسبتآ یو ښه اداري نظام لري دبشري ټولني اوږدتاریخ اوزموږدخپل مملکت حلاتووښودچې هوساینه،خیر،فلاح،ابادي ،ترقي، صرف او صرف په اداري جوړښت سره راتلاي شي.(دودیال،۱۳۹۶: ۲ص)

۱.۴د اداري اهمیت

انسان یو ټولنیز موجود ده دا دده فطری خاصیت ده چي په ټولنه کې ژوند کوي اوټولنیز روابط ساتي انسان په ټولنه کې یو شمیر اړتیاوي په انفرادې ډول ترسره کوي خو نن ګڼ شمیر نوري چاري باید په ټولنیزه توګه ترسره شي کله چي انسانان په دي ونه توانیدل چي چي یوشمیر کارونه په فردي توګه اجراکړي نو اړشول چي دیوي اجتماعي موسسي بنسټ کیږدي اودهمدغي مو سسي لخوایی پر مخ بوځي. په دي توګه انسان لومړني اداره رامنځته کړه اودخپلو همنو عانو سره یی یو ځاي کارکولو ته ملا وټړله دانساني ژوند په تاریخ کې حتي ابتدایی ادارو ددوي په پر مختګ کې مهم رول ولوباوه دوي ځانته رهبر غوره کړ رهبر ټولني ته پلان جوړ کړ سازمان دهي یی وکړه دندي یی وویشلي شخړي یی حل کړي دبېلاریو مخه یی ونیوله ابتدايي قوانین اومقررات يي وضع اود هغو نظارت يي وکړ.

انسان د اداري نظام په مرسته یو بل سره تفاهم وکړاو بالمقبال مفاهمې اوهم اداري نظام یی بشپړکړ.

دځینو پوهانو له نظره د ادري اهمیت په دریو ټکو کې راغونډوو.

لومړي: داچي داوسنیو اداري تجربو اوننیو تخنیکونو ته په کتو ویلاي شو چي اداره اومدیریت دنوروټولوعلمونواساس اوبنسټ  جوړوي .

دوهم : داچي داوسنیو ادارو اومدیریت مهارتونه اوتخنیکونه دخپلو اړینو تشکیلاتو په لرلو سره کولاي شي ټولنه ،حکومت،تجارتي ، اوټولنیزي موسسي مختلیفي اتحاديی د خپلو دندو پروګرامونوپه طرحه کولوپلان جوړولواوخپلو مسولیتونوپه غور ترسره کولوباندي وتوانوي.

دریم  : داچي د اداري تحنیکونه دپلانونواو پرو ګرامونوپه ترسره کولو کې مهم رول لوبوي دغه راز دیوسازمان دکارونو اواجراتو په ترسره کولوکې مهم رول په غاړه اخلي.

۱. ۵ د اداري ډولونه.

که چیري د ادري اهدافواوفعالیتوته ځیر شو دابه مشکله  وي چي اداري په ټاکلو کټګوریو وویشو ځکه چي هره اداره ځانته ځانګړې موخي اوفعالیتونه ترسره کوي له  بله پلوه دانسان ژوند مختلف اړخونه لري لکه سیاسی،اقتصادي ،او کلتوري فعالیتونه چي هریویی ځانګړي اداري اومدیریت ته اړتیا لري خوبیاهم دځینو علماووله نظره په ډولونوویشل شوي دحقوقو دعلم له نظره او داقتصاد دعلم له نظره.

 ۱. ۵. ۱ دحقوقو دعلم له نظره

 دحقوقو دعلم له دنظره اداره په دوه ډوله ده.

۱:عامه اداره     ۲: خصوصي اداره

۱:-عامه اداره :د اداري دپراخ چوکاټ یوه برخه ده اوټول بنسټونه که هغه خصوصیي وي اوکه عامه ورڅخه ګټه اخلي .

۲:- عامه اداره د دولت دپالیسیو دویش ډګرده چي له همدي ادرسه پالیسي په سمه توګه د  اداري ظرفیت په پام کي نیولو سره عملي کیږي .

۳ :-عامه اداره په حیقت کې دیوځانکړي هدف لپاره دتامین په موخه له یو لړ اصولو اوضوابطوڅخه په ګټه اخیستو د افرادو نیکه هڅه ده.

۲خصو صیی اداره:-له هغي اداري څخه عبارت ده چي هغه دیوي کمپنۍ ،شرکت،پروژي او ياهم دیوي فابریکي فعالیتونه تر مطالعي لاندي نیسي خصوصیی اداره بلل کیږي .

   دوهم داقتصاد دعلم له نظره د اداري ډولونه

۱ انتفاعی اداره:انتفاعي اداره عبارت له هغي ادارې څخه ده چی یوازي اويوازي دګټي او (منفعت) دترلاسه کولوپه منظور رامنځته شوي وي .

۲ غیري انتفاعي اداره: له هغي ادارې څخه عبارت ده چي داقتصادي ګټو په موخه نه وي رامځته شوي بلکي دنورو اهدافو دترلاسه کولولپاره رامنځته شوي وي لکه دغریبو سره مرسته، دجنګ پرمهال دزخمیانو سره مرسته اوداسي نوري موخي چي اقتصادي بڼه ونه لري (لکه دسره صلیب نړواله موسسه). (مصلح،۲۰۱۷: ۲۹ص)

 ۲ اداري فساد

لومړي فساد: فساد دخرابیدو اوفاسد کیدلو معنالري .

اداري فساد بیلابیل تعریفونه لري چي له یو څو څخه یی موږ دلته یادونه کوو.

۱ داسلامي شریعت له نظره اداري فساد: داسلامي شریعت له نظره اداري فساد داسلامي شریعت له احکامو څخه ددولتي کارمندان عدل او ګرځیدل عبارت له ادارې فساد څخه ده.

۲دوضعي قوانینو له نظره اداري فساد: د دولتي کارمندانولخوا دقانون خلاف کړني ترسره کول دخپلو شخصي ګټولپاره عبارت له اداري فساد څخه ده.

۴ دنړیوال شفافیت سازمان له نظره اداري فساد:داسازمان وايي چي اداري فساد دشخصي ګټو لپاره دقدرت او واک څخه ناوړه استفاده عبارت له اداري فساد څخه ده.

۳ دملګرو ملتونودسازمان له نظره اداري فساد: دهغه اعمالو سرته رسول چې د دندې یاوظیفي ناسم تمثل وکړي عبارت له اداري فساد څخه ده.

۱.۲د ادارې فساد مهم عوامل

۱.داسلامي شریعت داحکامونه تطبیق :که چیري په یوه اداره کي اسلامي اصول په نظر کې ونه نیول شي نوپه دغه صورت کې  اداري فساد ته لاره هواریږي

کې فاسد خلک بي له ویري غلا،خیانت ،اورشوت ترسره کوي چي  په یوه اداره کې داسي کړني اداري فساد ته لاره هواروي .

۲: کار اهل کارته نه سپارل : کله چي دنده اهلیت لرونکو اوتجربه لرونکو خلکو ته ونه سپارل شي بلکي دواسطي یاهم دمصلحت له مخي نا اهله خلکو ته وسپارل شي نا اهله خلک دکار او پریکړوتوان نه لري چي بیا په اداره کې فساد ته لاره هواریږي.

۳: عدم حب الوطني :هغه کسان چي دهېواد سره مینه نه لري دشخصي ګټو لپاره ملی شتمني چوروی دوۍ ملت ته ژمنتیا نه لري بلکي يوازي اويوازي خپلي شخصي ګټي په نظر کې نیسي چي داسي حالت هم په اداره کې فساد ته لاره هواوي .

۴: مصلحت ګرايي:هغه حالت ته ویل کیږي چي يو څوک بغیر له وړتیا او استعداد څخه د دوستانه،قومي،اویاهم ګوندې اړیکو په واسطه په دنده ګمارل کیږي چې دا عمل دشفافیت خلاف ده او اداری فساد ته لاره هواروی.

۵: دقانون نه حاکميت :معنا داچې قوانین یا خو عملي کیږي نه اویاهم په ټولو يو ډول نه تطبقیږي فاسد چارواکې یا هم قانون نه عملي کوي او یا هم تیښته ورڅخه کوي .

۶: ضعف مدیریت:یو کمزوري واکمن اومدیر نشي کولاي چي اداره کنټرول کړي او یاهم په اداره کې دفساد مخه ونیسی تصمیم نیونه یی بي پلانه وي او دضعفي څارني له لاري فاسد اشخاص جري کیږي .

۳.۳ د اداري فساد ډولونه.

اداري فساد بیلابیل ډولونه لري چې له ځینو څخه يی موږدلته یادونه کوو.

۱ رشوت(Bribery): هغه ناسم عمل ته ویل کیږي چي یو څوک بل چاته پیسي یاهم تحفه ورکوي تر څوناحقه کار ورته سم وښایی او یاهم قانوني پروسه ورته لنډه کړي .

۲ اختلاس(Embezzlements)یعني د اداري او دولتي څیزونواو پیسو غلاکول اویاهم مامور،یامسول شخص داڅیزونه شخصي استفادي ته اړوي.

۳ جعل او تزویر ((Forgery and falsification یعني ناسم اسناد جوړول جعلي لاسلیکونه اویاهم درواغجن راپورنونه وړاندي کول څو له اداري یاهم خلکو څخه ناوړه استفاده وشي .

۴ بي ځایه واسطي (Nepotism favouritism) یعني چي یوڅوک دخپلوانو،دوستانو اوزورورو خلکو لپاره دقانون خلاف چوکۍ یا هم امتیاز ورکوي .

۵ تبعض کول (Discrimination) یعني له مراجعینوسره یاهم کار کوونکو سره دژبي،قوم،مذهب، یاهم جنسیت پر بنسټ توپیري چلند کول .

۶ د دندي پر مهال تحفۍ  اخیستل (Accepting gifts during dots ) یعني په دنده کې دامتیاز یاهم دپریکړي دبدلون لپاره دخلکو لخوا تحفي اخیستل.(ستانکزی،۱۴۰۳: ۱۲ص)

۴.۱ په یوه اداره باندې د اداري فساد سیاسي اغیزې

سیاسی فساد :دحکومت له لوري دواکونو اویا هم دهغي داړیکولخوا په غیري قانوني ډول د شخصي ګټو لپاره دطاقت څخه ناوړه استفاده دي هغه څه چي دعامووګړوپرځاي دشخصي غوښتنو ملاټرکوي .

۱ دباورکموالي: اداري فسا د په یوه اداره  او سیاسی بنسټونواوهم په مشرتابه باندي دخلکو باورکموي چي ورسره د اداري مشروعیت هم کمزوري کیږي یعني کله چي خلک وویني چي چارواکي رشوت اخلي واسطه کاروي اویاهم له دندي څخه ناوړه استفاده کوي نو نوور په ادارو باور نه کوي خلک دا فکرکوي چي عدالت نشته شفافیت له منځه تللي او دقانون تطبیق یوازي پرغریبو خلکو باندي تطبقیږي اوهمدارنګه فاسده اداره مشرو ع اداره نه ګڼل کیږي خلک یی پالیسي،تصمیمونه،اواقدامات بي اعتباره بولي کارکونکي دیواوبل په وړاندې مشکوک کیږي اوهمدارنګه دکارکونکو ترمنځ دورورولي فضا له منځه ځي ځکه چي څوک  نه پوهیږي چي کوم شخص دفاسدو کړنو برخه ده که خلک په اداره باندي باور ونه لري نو په هغه صورت کي اصلاحات هم بي پایلي وي .

۲ کمزوري حکومتولي :کله چي په یوه اداره کي فساد موجود وي پریکړي دشخصي ګټو په پر بنسټ کیږي نه دعامه ګټو پر بنسټ چي د داسی حالت شتون  په يوه اداره کې دحکومتولي کیفیت خرابوي او حکومتولي له ستونزو سره مخ کیږي اوهمدارنګه اداري فساد دقانون دپلي کیدو مخنیوي کوي چارواکي دحساب ورکوني پر ځاي ځانونه خوندې کوي عامه خدمتونه خرابیږي خلک له حکومت څخه ناراضه کیږي اوهمدارنګه رشوت ،اختلاس ،واسطه ،اونور ناوړه عملونه زیاتیږي اداري خپل اصلي هدف له لاسه ورکوي  اوهمدارنګه عامه خدمتونه خرابيږي  لکه روغتیا،زده کړه اونورخدمات له ستونزوسره مخکیږی خلک له حکومت څخه مایوسه کیږي او دنظام مشروعیت ته تاوان رسیږي.

۳ د پا لیسیو تحرف: فاسد چارواکي ممکن پالیسي داسي بدلي کړي چي ځانکړو افرادو یاهم ډلوته ګټي ورسوي نه عامه ګټوته چي دا دعدالت اوشفافیت خلاف عمل ده په پایله کې عدالت له منځ ځي ځکه چی پالیسي دیوي ځانګړي طبقی لپاره ګټوره وی نه دټول ولس   لپاره. دخلکو ناراضایتی زیاتیږی ولس دنابرابري احساس کوی  سیاسی بی ثباتی راځی دخلکو دغبرګون له امله احتیجاجونه ،بی باوریي او ګډوډی زیاتیږي دپالیسیوتحریف نه یواځي اداری موثریت له منځه وړي بلکی د ولس باور هم کموي.

۴ سیاسي بي ثباتي : په یوه اداره کې پراخ فساد کولاي شي چي مظاهري ،دخلکوناخوښي، او حتي کیدایشي چي دنظام بدلون رامنځته کړي چي داسي حالت سیاسي بي ثباتي زیږوي کله چی چاوراکی ناسمه اداره کوی ،خلک له حکومت څخه ناآمیده کیږي دواسطي اوګوندې نفوذ له امله مسلکی خلک شاته پاته کیږي اقتصادی ستونزی زیاتیږي بی کاری،فقر اوناورین دخلکوزغم کموی او داحتیجاج سبب کیږي سیاسی بی ثباتی دهرډول پرمختګ په وړاندی لوی خنډ ده.

۵  دواک تمرکز: په یوه اداره کې ادارې فساد کولاي شي چي واک دڅو محدود کسانو په لاس کې وي  معنا دا چی ټولی مهمی پریکړی ،صلاحیتونه اوځواک دیوکس ،‌ډلی اویا هم مرکزي اداری په لاس کی وي  اومحلی ادارو اوهم نوروبرخوته دتصمیم نیولوواک نه ورکول کیږي کله چي واک دیوشخص یاډلی سره وي نوولس ته دتصمیم برخه نه پاته کیږي ډیر واک چی بی له څاره وی زیات احتمال لري چی ناسمه استفاده ورڅخه وشي اوهمدارنګه د اداري ظرفیت کمزوری کیږي ځکه چی هرڅه له مرکزه ترسره کیږي وخت ضایع کیږي او تصمیمونه ځنډیږي چي دا بیا دنظارت اوتوازون سیتمونه کمزوري کوي .

دواک او تمرکز نښي

۱یوه اداره یاشخص هرڅه کنټرولوي.

۲محلی اداري اوچارواکي خپلواکې نه لري .

۳دخلکونظرته اهمیت نه ورکول کیږي.

۴ټولي پریکړي له مرکزڅخه کیږي.

۶ دانتخاباتوتحریف: په اداره کې فاسدې کړني کولاي شي انتخابات اغیزمن کړي اودخلکوپه خوښه درامنځته کیدونکي حکومت درامنځته کېدو مخنیوي وکړي لکه درایوپیرودل اودرغلي څوڅوځله درايو ورکول یادصندقونو بدلول اوهمدارنګه درایه ورکوونکو ویرول یعنی خلک درایې ورکولواونه ورکولو ته مجبورول اوهغه اداري چی باید انتخابات مدیریت کړي دیولوري ملاتړکوي اوهمدارنګه معلومات کنټرولیږي یعنی رسنۍاوکمپاینونه دیوځانګړي کاندید لپاره تنظمیږي اونور له نظرڅخه غو رځول کیږي دانتخاباتو تحریف دډیموکراسي بنسټونه کمزوري کوي مشروع واک له منځه وړي اودخلکوآمیدونه ختموي شفاف ،عادلانه اوازاد انتخابات دهرسالیم سیاسی نظام اساس دي.)سټفنیز،۱۹۰۴: ۴۸ص)

اخځليکونه

۱ حقمل، م، ا. او قريشي، م، ع. (۱۴۰۰). د رهبري اصول. ننګرهار: يار خپرندويه ټولنه.

۲ رحیمزی، ذ، ا. (۱۳۹۸). ښه حکومت ولې. ننګرهار: مومند خپرندويه ټولنه.

۳ داداش زاده، ع، ر. (۱۳۹۶). حقوق ادراي. کارکنان ايران: انتشارات منشور ګوفتمان.

۴ ستانکزی، ع، ن. (۱۴۰۳). د ښه حکومت ولې لکچرنوټ: پکتيا پوهنتون د حقوقو پوهنځې څلورم سمستر.

۵ ناوک، د، م. (۲۰۲۲). نمونه مديریت، کابل: اريان خپرندويه ټولنه.

۶ سټفنیز،ل،ن،(۱۹۰۲)دشارنو شرم. نیویارک .مک کلورفلیپس خپرندویه ټولنه.

۷ دودیال،م،ب.(۱۳۹۷).اداره .کابل.دوست خپرندویه ټولنه.

8: فاطمې. س، ا.(۱۴۰۲). د اسلام اداري نظام. ننګرهار: ميهن خپرندويه ټولنه.

  ۹/ ۶/ ۱۴۰۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.