په خورا ژور درد، دروند غم او د زړه له کومي خواشینۍ سره مو د کونړ، لغمان او ننګرهار د زلزلې د ناورین خبر تر لاسه کړ. دا درنه طبیعي پېښه چې د سلګونو هېوادوالو ژوند یې واخیست، د بېګناه ماشومانو د خنداګانو څراغونه یې مړه کړل، میندې یې د خپلو زړونو ټوټې له لاسه ورکړې، او ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې، د ټول افغان ملت د زړه د ټوټه کېدو لامل شوه.
د ورانو شوو کورونو تر خاورینو لاندې د بېګناه انسانانو چوپتیا، د میندو د اوښکو روان سیلاب، د یتیمو ماشومانو بېلارې نظرونه او د ژوندي پاتې شویو د زړه فریادونه، داسې انځور جوړوي چې د هر افغان وجدان یې د سکوت توان نه لري.
دعوت مېډیا د دې ناورین په وړاندې ځان د ټولو زلزلهځپلو کورنیو په غم کې ریښتینی شریک بولي او د الله تعالی له دربار څخه د قربانیانو د پاکو ارواحو د فردوس جنت، د ټپیانو د عاجلې شفا او د پاتې شویو عزیزانو د صبر، زغم او حوصله غوښتنه کوي. موږ باور لرو چې د خدای په مرسته او د خلکو په ورورولۍ او همدردۍ سره به د دې غمیزې ټپونه ورو ورو درمل شي، او زلزلهځپلې کورنۍ به یو ځل بیا د امن، هیلو او سوکالۍ پر لور ګام واخلي.
موږ همدارنګه د ټولو خیریه بنسټونو، هېوادوالو او نړیوالو مرستندویانو نه غوښتنه کوو چې د زلزلهځپلو له کورنیو سره د مرستې لاسونه اوږد کړي، څو د دوی د دردونو درملنه او د ژوند بېرته رغونه ژرترژره ممکنه شي.
موږ یو ځل بیا د ټولو متضررینو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او خواشیني شریکوي او د الله تعالی له دربار څخه د قربانیانو د پاکو ارواحو د آرام، د ټپیانو د عاجلې روغتیا او د پاتې شویو عزیزانو د زړونو د تسل او صبر لپاره دعا کوو.
په درنښت،
دعوت رسنیز مرکز
۲۰۲۵م کال د سپتمبر لومړۍ نېټه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.