د روسیې لخوا د طالبانو رسمیت پیژندنه

شاه محمود میاخیل

413
افغانان، د سیمې هیوادونه او د نړۍ اکثره هیوادونه چې د افغانستان په مسایلو کې دخیل دي او یا تشویش لري، ټول په دې توافق لري چې موجوده وضعیت د افغانانو، سیمې او نړۍ په ګټه نه دی. افغانستان کې یو غیر مشروع ډله حاکمه ده، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي بیخونده ده، اکثره سفارتونه غیر فعال او ځینې چې فعال هم دي، د سفیرانو په میلمستونونو بدل شویدي. هر سفارت د افغانستان د ګټو په عوض، د یوې ډلې د ګټو لپاره کار کوي. ځینې دغه سفارتونه خو قومي، سمتي او ژبني مسایلو ته لمن هم وهي.
د افغانستان بانکي سیستم فلج او د افغانستان بانکي پشتیوانه کنګل ده. تجاران د مالونو په واردولو کې د لویو ستونځو سره مخامخ دي. د طالبانو حاکمه ډله د جمهوریت د وخت د مالي قوانینو په اساس د خلکو نه بیرحمانه مالیه، عشر او زکات ټولوي خو نه شفافیت په مصارفو کې شته او نه لازم خدمات خلکو ته عرضه کوي. د فقر کچه ورځې تر بلې زیاتیږي. تعلیمي نظام نه یوازې د نجونو لپاره بلکې د هلکانو لپاره هم د کمیت او کیفیت په اساس خراب شوې او د مدرسو جوړولو او بیا د جهادي مدرسو جوړول دوام لري.
د افغانانو اکثره سیاسیون او ډلې چې د بیلابیلو هیوادونو سره استخباراتي اړیکې لري او یا د هغوي نه خرچه اخلي، هم نشي کولې چې ‌په زړو روایتونو او څیرو مشروع حکومت د جنګ او یا خبرو د لارې رامنځته کړي او نه جنګ د مسایلو د حل لار ده.
زما په اند، د افغانانو او افغانستان لپاره دا بدتر حالت دی او عاقبت د داسې حالت فقر، د افراطیت زیاتوالې، سمیه ایز او نړیوالو رقابتونو لپاره زمینه مساعدول او باالاخره جنګونه دي.
د سیمې او نړۍ رقابتونه هم په دې روستیو کلونو کې په بیړنۍ توګه د تغیر په حال کې دي ځکه پخواني دوستان سره دښمنان او پخواني دښمنان سره دوستانه اړیکې تنظمیوي او دنیا د څو قطبي خوا ته روانه ده.
د یو هیواد په رسمیت پیژندلو او مداخلې باندې، د افغانستان ستونځه نه حل کیږي بلکې نوو رقابتونو ته لار پرانیزي. که یو هیواد لکه روسیه او یا نور د طالبانو سره منفي دیپلوماتیک تعاملات که رسمي‌ وي او یا غیر رسمي، د دې معنی نه لري چې هغوي‌ د افغانستان د ګټو لپاره دا کار کوي او نه د هغوي لپاره د افغانانو ګټې مطرح دي.
په هر نوع تعامل کې که په ریښتیا د افغانانو ستونځې حل او ګټې په نظر کې ونیول شي، مخالفت پکار نه دی خو مشکل دا دی چې دغه منفي تعاملات د افغانستان د ګټو په خاطر نه دي او نه د افغانستان ستونځې حل کولې شي. د افغانستان ستونځې یوازې په هغه وخت کې حل کیدلې شي چې په افغانستان کې یو مشروع، قانونمند او ولسواکه حکومت رامنځته شي، د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي او ټول افغانان د کار، ژوند او سیاست حق د قانون په چوکات کې ولري.
کله چې مونږ د مشروع او قانونمند حکومت خبره کوو دا په دې معنی نه ده چې سهامي حکومت دې جوړ شي او یا پخوانیو چارواکو ته سهم ورکړل شي بلکې د سیستم خبره کوو چې د سیستم په اساس هر څوک حق ولري.
اصلي مشکل دا دی چې لکه څنګه د سیمې او نړۍ ذیدخله هیوادونه د افغانستان په ورانولو او جنګونو کې رول درلود، همداسې دوی د افغانستان په جوړولو کې هم رول لوبولې شي او د دوی د رول نه په غیر دا هم ممکنه نه ده چې افغانان دې خپل مشکلات حل کړي ځکه دا باید ومنو چې افغانان د دې مهارت، ظرفیت، اعتماد او اراده نه لري چې خپلو کې سره کیني او خپل مشکلات پخپله حل کړي، نو که افغانان غواړي او که نه غواړي یو کتلست یا منځګړي ته اړتیا لري.
د سمیې او نړۍ ذیدخلو هیوادونو ته دا پکار ده په عوض د دې چې افغانستان د رقابتونو مرکز وګرځوي نو باید افغانستان د همکاری په مرکز بدل کړي. یو هیواد د بل هیواد په ضد په افغانستان کې فعالیت ونه کړي. که په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت نه وي، افغانستان افغانانو ته، سیمې او هم د نړۍ ذیدخلو هیوادونو ته خطر دی او که په افغانستان کې مشروع او قانونمند حکومت وي نو بیا افغانستان هیچا خطر نه دی.
د نړۍ په کچه د طالبانو رسمیت پیژندلو لپاره اوږد مزل په مخه دی تر څو طالبانو حاکمه ډله منحیث حکومت د نړیوالې ټولنې برخه شي. لکه طالبان د تور لست نه وویستل او د ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ طالبانو ته ورکول د یو هیواد لخوا نشي‌ تر سره کیدلې. د افغانستان بانکي سیستم یا سویفټ کود پرانیستل او کنګل شوي پيسې ورکول هم بله مسله ده. په دې بحث نه کوو چې ایا روسیه او نور هیوادونه چې د طالبانو سره منفي تعاملات لري، د دې جوګه دي چې د افغانستان سره پراخه هر اړخیزه مرستې کولې شي او که نه؟
کیدې شي چې ډیر نور هیوادونه هم طالبان په رسیمت وپیژني، یا د طالبانو او د هغوي د مخالفینو سره استخباراتي اړیکې ولري خو دا ډول منفي تعاملات د افغانستان مشکل حل کولې نشي. هر هغه پریکړه چې د افغانستان د ثبات لپاره ګټه ونه لري، هغه پریکړه هم د افغانانو لپاره اهمیت نه لري.

د ماشوم‌خویه بالغو کسانو پېژندنه: یو ټولنیز-رواني تحلیل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.