یو چا نن د یو خپلوان د بې ځاې انګیرنو او څرګندونو په هکله ورته ولیکل:
ګرانه وروره!
انسانیت دا نه دی چې ته د بلبل په څیر وغږیږي یا په هیواد کې په روانو حالاتو او یا په نړۍ کې د روان وضعیت په هکله…
نن سبا هر افغان د دغه ډول خبرو جوګه دی، هغه که لږه پوهه لري او یا ډیره …موږ افغانان د خپل هیواد بدمرغیو ډیرو بحثونو ته اړ کړي یوو او له موږ یې ستر مبصرین جوړ کړي دي، چې دا زموږ له ناوړه رواني وضعیت نه را پورته کیږي.
دغه راز پوهه دا نه ده، چې ته په خپل چاپیریال کې د خپلې کورنۍ له غړو سره په ناسته ولاړه کې ستونزې ولرې.
ځکه د ژوند شیبې ډیرې په منډه روانې دي او ارزښت یې ډیر لوړ دی.
په داسې حال کې چې ستا هم دې خپلوانو د ضرورت په وخت کې به یې له تا سره تر خپله وسه مرسته کړې وې.
دلته نو دا په دې پورې اړه لري چې ستا کرکتر څرنګه دی او د دوی له چلند څخه ستا انګیرنه څه ډول ده؟
ستا چلند په خپله کورنۍ او له انسانیت سره سم اړخ هغه وخت لګوي، چې ته خپل غمخور وپیژني، کله چې له پښو لویدلې وې، د بل چا مرستې ته اړ وې، هغه تاته دریدلی وي او ستا د بار پورته کولو ته یې اوږه درکړي وي.
ته څنګه کولی شي هغه سخت حالتونه چې تا تیر کړي او ستا خواخوږي درته دریدلي، له یاده وباسي.
ته بیا ځانته مسلمان هم وایې او د قران کریم ایتونه هم تفسیروي، خو دا له یاده وباسي چې تاته به هم کله ستا خپلوانو په اخلاص کتلي وي.
د هغوي په هکله ستا له خبرو داسې ښکاري، چې په تا کې یو خاصیت د یو ریښتیني مومن نه شته دی.
ته څنګه کولی شي دهغوي بې الایشه او د مهربانۍ ډک کړه وړه شاته وغورځوې.
د سالم شخصیت لرونکي انسانان بیا په خاص ډول مسلمان وګړي، چې کله د چا یوه وړوکي مهرباني وګوري، هغه هیڅکله له یاده نه باسي.
ځکه وایې چې بده ورځ ورور نه لري.
د الله پاک شکر ادا کوي، په خپلو نږدې کسانو ویاړ کوي او دغه کړه وړه یې د عمر تر پایه له یاده نه باسي، ځکه دا د اسلام دین اصول هم دي، چې له خپلوانو سره په مینه او سپیڅلو اړیکو ساتلو کې هيڅکله ځنډ ونه کړي.
.پاي
وعده مې هیره کړې نه ده
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.