لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۳۲۷مه‌برخه

آصف بهاند

209

 خدای خو دې داسې څوک تباه کړي

چې ښایسته ښځه پرېـږدي، هلک ساتینه

 

په هېرېدو کې دې ناکام شوم

هره‌ورځ نوې تجربې پر زړه کومه

 

نوم پرې د کلي د خان کېـږي

تر نیمو شپو منگی زما لالی وهینه

 

د لنډیو د ۳۲۷مې برخې له پاره دا لنډۍ برابرې شوې دي:

 

خاورې به شم، خو در به نه‌شم

ستا بې‌قدرې به مې ټول‌عمر زوروینه

 

د لالي کور راته دوزخ شو

په ما یې بله بنه وکړه غرقه شومه

 

اینه کی ځان‌ته په ژړا شم

بدرنگه نه یم، په نیستۍ یی پرېـښودمه

 

خدای خو دې داسې څوک تباه کړي

چې ښایسته ښځه پرېـږدي، هلک ساتینه

 

چې په کوم حال به يي لالیه

تور ماښامونه ما ته تا رايادوینه

 

وم تر هغي پسی ولاړه

چي په کنډو پنا کیده، وژړیدمه

 

مینې د زړه په رنځ اخته کړم

خوب کې جانان جانان کوم تا يادونه

 

د جانان مخ رانه هېر نه‌شو

که ډېر مې ولوستل د صبرایتونه

 

په هېرېدو کې دې ناکام شوم

هره‌ورځ نوې تجربې پر زړه کومه

 

راشه د زړه‌فریاد مې واوره

ما په‌ټپو کې راټول کړي ستا‌یادونه

 

رنگ خو دې زېـړ رامعلومېـږي

زړۀ ته مې لوېـږي لۀ یارۍ اخلي لاسونه

 

تللیه لالیه هېر مې نه‌یې

شیرینه یاره غم دې تکه‌زېړه کړمه

 

دا سپين‌مړوند دې رانږدې که

تا ته مې درې‌رنگه بنگړي راوړي‌دینه

 

پـه صبر صبر می زړه شین شو

نور مـې طاقت د صبر نه‌شته، مړ به شمه

 

چي علم وي او عمل نه وي

لکه پر خره باندي چې بار کړې کتابونه

 

د ځینو خولې هسې سورۍ دي

زه به د چا خولې ته برغولي جوړومه

 

نوم پرې د کلي د خان کېـږي

تر نیمو شپو منگی زما لالی وهینه

 

زړه دې زما په رقم تنگ شه

چې نه صبرېـږي، نه نارې درته کوينه

 

په سترگو هم خبرې کېـږي

هره خبره څوک په ژبه نه کوينه

 

د لنډیو اصلي منابع خلک دي /دیارلسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.