د قدرت له زواله تر مهاجرت پورې

همایون بابر

271

پخپل وطن کې به یې په ځونډیو رنګدار ټوپک د خپل ګاډي په مخ ایښی و، د خپلو خلکو د ویرولو لپاره. د ښار په جادو کې به یې د ترافیک د مسیر خلاف حرکت کاوه، بې پروا، مغرور، داسې چې ګواکي قانون یوازې د کمزورو لپاره جوړ شوی و. ما یو ځای لوستی و چې سید جمال‌الدین ویلي وو: “د اوبو د مسیر خلاف تګ زړه او زور غواړي.” خو دا ځوان به نه زړه درلود او نه چندان زور، یوازې یې د واک مستي وه.

په کور دننه، کلونه کلونه وکیلان او یوشمیر چارواکي همداسې کول، د خلکو پر قانوني حقونو یې پښه ایښې وه، خو چا یې مخه نه شوه نیولی. یا به بې‌عقله وو، یا به یې دا کار د قدرت د اوږدیدو لپاره په لوی لاس کاوه.

خو وخت بدل شو. دوران چپه شو. قدرت د ده له لاسه ووت.

دا ځوان مهاجر شو، یو نامعلوم برخلیک ته. د کار په لټه سرګردانه شو، ستړی شو، وړوکی شو، لکه چورګوړی چې هره پیشوېې دښمنه ده  نور نه واکمن و، نه باقدرت. د کوربه هېواد ژبه ورته د اسمان شین تندر شوه. په کارځای کې یې په زحمت څو ټکي زده کړل، خو نه یې مخکنی غرور پاتې و، نه یې د زور نمایش.

هرڅه یې له لاسه ورکړل—شخصیت، قدرت، شهرت. هغه څوک چې به یې خلک ویرول، اوس خپله د نا اشنا ښارونو په کوڅو کې ورک و.

انسان به لا څه وي، قدرت او واکمني به یې لا څه وي؟ دلته هر څه ازموینه ده، هر څه موقتي دي. پام هر چاته په کار دی، چې بې‌حساب ګامونه پورته نه کړي

مډرنه غلامي – د آزادۍ په نوم بندیز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.