امریکا د افغانانو په ګډون ۱۳۵ مهاجر اخراج کړي

198
امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانانو په ګدون د مختلفو هېوادونو ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا ته اخراج کړل.انځور: Cristina Chiquin/REUTERS

محمد کریم صالح | فرانس پریس/ دویچه ویله


6 ساعتونه مخکې

امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانانو په ګدون د مختلفو هېوادونو ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا ته اخراج کړل چې له هغه ځایه به خپلو هېوادونو ته استول کيږي. امریکا په یو بل پرواز کې ۱۷۷ مهاجر ونیزویلا ته اخراج کړي.

د ۱۳۵ اخراجي مهاجرو پروازنه له سن دیاګو او کليفورنیا څخه شوي او د کوستاریکا نړېوال هوايي ډګر، خوان سانتاماریا، ته نژدې په يوه پوځي اډه کې ېې ناستې کړي دي. دغه خبره د فرانسې خبري آژانس خبریال تائيد کړې ده.

اخراج شوي افراد له افغانستان، چين، ایران، روسيې، ارمنستان، ګرجستان، ويتنام، اردن، قزاقستان او ګانا هېوادونو څخه دي. خو د فرانسې خبري آژانس خبریال د هر هېواد د اتباعو شمېر نه دی ښودلی.

یاد کسان به په بسونو کې د مهاجرو یوه کمپ ته انتقال او بیا به له هغه ځایه خپلو هېوادونو ته استول کیږي. کمپ له پلازمېنې سان خوزه شاوخوا ۳۶۰ کيلومتره لرې د پاناما سرحد ته نژدې واقع دی.

د کوستاریکا د کورنیو چارو مرستیال وزير، عمر بدیلا، په خبره په اخراج شوو کې ۶۵ ماشومان هم شامل دي چې ټولو سره ېې خپلوان مل دي. دا هم ويل شوي چې په اخراج شوو افرادو کې هېڅ يو ېې جرمي سابقه نه لري.

کوستاریکا، پاناما او ګواتیمالا له امریکا متحده ایالاتو سره توافق کړی چې له دغه هېواده اخراجېدونکي مهاجر به اخلي او خپلو یا نورو کوربه هېوادونو ته تر استولو پورې به یې ساتنه کوي.

امریکا تېره اوونۍ هم د افغانانو په ګډون ۲۹۹ مهاجر پاناما ته اخراج کړل چې له ډلې يې شاوخوا ۱۰۰ تنه د پاناما د دارین ایالت یوه ځنګله کې جوړ کمپ ته انتقال شول. د سنت وینسنت په نوم دغه کمپ د دارین په متتی نومې علاقه کې دی.

د یو بل خبر له مخې امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ ۱۷۷ مهاجر خپل اصلي هېواد ونیزویلا ته هم اخراج کړل. دغه مهاجر د کوبا په ګوانتیمالا کې د امریکا له پوځي اډې څخه اخراج شوي دي.

د واشنګټن او کاراکاس چارواکو تائېد کړې چې د امریکا له پوځي اډې څخه ۱۷۷ مهاجر هندوراس ته انتقال او هلته د ونيزویلا حکومت ترلاسه کړي دي. زیاته شوې چې اخراج شوي، ټول نارینه دي.

د ونیزویلا د کورنیو چارو وزیر، دیوسدادو کابیو، په هوايي ډګر کې د دغو افرادو د تسليمۍ پر وخت هغوی ته وویل: «هېواد ته ښه راغلئ.»

کابیلو خبریالانو ته وویل چې «بېرته راستانه شوي افراد په تيوري کې ټول ونیزویلایان دي چې په ګوانتانامو کې اوسېدل.» هغه زیاته کړه چې تمه ده د اوونۍ په پای کې د اخراج یو بل پرواز هم ورورسيږي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.