د افغانۍ د ارزښت لویدو لاملونه او حل لارې

لیکنه: عبدالخالق کریمزی

3,544
لیکوال: عبدالخالق کریمزی

د افغانیو ارزښت په وروستیو کلونو کې د پام وړ ټیټ شوی، چې د اقتصاد په بیلابیلو برخو کې سترې ستونزې رامنځته کړي دي. د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال آګست میاشتې څخه نیولې بیا تر دې دمه په عمومي ډول سره افغانۍ د ډالر په وړاندې خپل ارزښت د پخوا په پرتله ۲۵ سلنه لوړ ساتلی او د لوړوالي عمده لاملونه هم مارکېټ ته د افغانیو کم عرضه کول او د بهرنیو اسعارو په راکړه ورکړه او قاچاق شدید کنټرول بلل شوی؛ خو له بلې خوا، له شاوخوا دوه اونیو راپدېخوا د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو ځل بیا د ځوړ په لور روان دی، حال دا چې تردې د مخه د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت مخ په لوړېدو وو. د ګراف ډیتا ته په کتو سره د تېر کال جولای میاشتې له پیل څخه رانیولې چې یو ډالر په ۶۸ افغانیو تبادله کېدلو، بیا د اکتوبر میاشتې تر پایه چې یو ډالر په ۶۶ افغانیو تبادله کېدلو،افغانیو د ډالر په وړاندې په نسبي توګه آرام او ضعیف صعود درلود. همدارنګه د نوامبر میاشتې له پیله بیا د روان کال تر جنوري افغانۍ د ډالر په وړاندې نرم ځوړ (نزولي) حرکت درلود؛ خو له دوه اونیو راپدیخوا چې یو ډالر په ۷۰ افغانیو تبادله کیدو بیا تر نن (جنوري څلورویشتم) پورې یو ډالر په ۷٥.٩۰ افغانیو تبادله کیږې، چې دا یو چټک نزولي حالت دی.

افغانیو د ارزښت د ساتلو لپاره باید د صادراتو په زیاتوالي، سیاسي ثبات، او د کورنیو تولیداتو وده د لومړیتوبونو په سر کې وي. اوږدمهاله حل لارې یوازې د پیاوړې مدیریت، مسلکي پالیسۍ، او د خلکو او دولت ترمنځ همکارۍ له لارې عملي کیدای شي. د افغانیو ارزښت د ساتلو لپاره اړینه ده چې ټول اړوند سکتورونه په ګډه کار وکړي ترڅو افغانستان اقتصادي ثبات ته ورسیږي.

دا ټیټوالی نه یوازې د خلکو ژوند د ستونزو سره مخ کړی، بلکې د افغانستان په اقتصادي نظام کې هم بې ثباتي رامنځته کړې. د دا چې د ډالر په وړاندې د افغانیو ارزښت راټیټېدلو لاملونه څه دي، او کومې اوږدمهالې حل لارې کیدای شي مرسته وکړي به د لیکنې په لړ کې تر بحث لاندې ونیسو. لومړی راځي د ډالر په وړاندې د افغانیو د ارزښت کمیدلو پر لاملونو غور وکړو.

د افغانیو د ارزښت ټیټیدو لاملونه

۱. سیاسي او امنیتي بې ثباتي
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د سیاسي بې ثباتۍ، جګړو، او د امنیت د کمښت سره مخ دی. د دې وضعیت له امله بهرني پانګوال او مرستندویه ادارې په افغانستان کې پانګونه نه کوي، چې د افغانیو د ارزښت ټیټیدو لامل ګرځي. د سیاسي بې ثباتۍ له کبله د خلکو باور له منځه تللی، چې دا د افغانیو ارزښت کموي.

نړیوال بندیزونه د افغانستان په بانکي سیستم او صادراتو منفي اغېز کوي. سیاسي بې‌ثباتي د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د خطر فضا رامنځته کوي، چې د افغانیو ارزښت ته زیان رسوي.

۲. د بهرنیو مرستو کموالی

افغانستان په تېرو کلونو کې د نورو لارو تر څنګ تر ډېره بریده د نړیوالو مرستو له لارې خپل اقتصادي سیستم څرخول. د ۲۰۲۱ کال په پای کې، د جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته، نړیوالو مرستندویه هېوادونو د افغانستان سره د مرستو بندیز ولګاوه. دغه کموالی نه یوازې په اقتصادي فعالیتونو اغیزه کړې بلکه د افغانیو په ارزښت باندې یې هم منفي تاثیرات لرلي دي.

د (سیګار) نړیوالې ادارې د وروستي راپور له مخې د جمهوري نظام له نسکورېدو څخه وروسته بیا تر دې دمه  یوازې د امریکې متحده ایالاتو (۲۱ بیلیون امریکایي ډالر) د بشري مرستو په چوکاټ کې مرسته کړې. دا چې څو ورځي وړاندې د امریکې نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادو مرستو په کموالي او یاهم بندولو په پالیسۍ باندې غور کړئ، یادې موضوع په هېواد کې د ننه د افغانیو په ارزښت منفي تاثیر پرېښۍ او او په لنډمهالې توګه یې د ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړئ. ځکه د خلکو په باور د نړیوالو مرستو کمېدل د ډالرو جریان محدود کوي او د افغانیو د ارزښت پر ټیټېدو مستقیم اغېزاچوي.

۳. د وارداتو او صادراتو کموالی

افغانستان په زیاتره مواردو کې د وارداتو متکي دی، او صادرات یې په نړیواله کچه محدود دي. که څه هم افغانستان ځینې طبيعي منابع لري، لکه د معادن او زراعت، خو د دې منابعو پراخه استفادې لپاره بنسټیزې زیربناوې او د نړیوالو بازارونو سره اړیکې نه لري. د صادراتو کمښت د افغانیو ارزښت کموي ځکه چې د هیواد دننه د بهرنیو اسعارو غوښتنه لوړېږي.

د افغانستان صادرات، لکه وچې مېوې، لاسي صنایع، او کانونه، په نړیوالو بازارونو کې محدود دي. او دا چې بهر ته د توکو صادرات د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه کم شوي دي، د صادراتو کمښت د ډالرو د کمښت او د افغانیو ارزښت د ټیټېدو اصلي لامل کېدای شي.

۴. د افغانیو د چاپولو زیاتوالی
په ځینو حالاتو کې د افغانیو د چاپولو زیاتوالی د افغانیو ارزښت کمولو ته لار هواروي. کله چې حکومت د پیسو د چاپولو لپاره ډیرې پیسې چاپوي، نو دا د افغانیو د قیمت ټیټیدو لامل کیږي، ځکه چې د پیسو د زیاتوالي له امله د هغې ارزښت کمېږي. د دې څخه هم د افغانیو ارزښت باندې فشار راځي.

د نورو لاملونه تر څنګ د افغاني بانک نوټونو زیات چاپ او بازار ته عرضه کول هم د افغانیو ارزښت ټیټوي؛ ځکه کله چې د دولت بودیجه کمه شي، حکومت زیاتې پیسې چاپوي ترڅو مالي اړتیاوې پوره کړي، او په دې سره د پیسو زیاتوالی د انفلاسیون او د افغانیو ارزښت د کمېدو لامل کیږي؛ خو دا چې د افغانستان بانک اوس وخت کې دا چاره ښه سبمال کړې؛ نو له همدې کبله په اوس کې یاد لامل د افغانیو د ارزښت په ټیټوالي کې د بحث وړ نه ګڼل کېږي.

۵. د نفتو او نورو ارزښتمنو توکو بیې
په نړیواله کچه د نفتو، د اسعارو او د موادو بیې متغیرې دي. که چیرې په نړیواله کچه د توکو بیې لوړې شي، دا د افغانستان په اقتصاد باندې فشار راوړي او د افغانیو ارزښت ټیټوي. د نړیوال بازارونو اغیزه، په ځانګړي توګه د انرژۍ قیمتونه، د افغانستان د اسعارو پر ارزښت منفي اغیزه لري.

د حل لارو وړاندیزونه

۱. سیاسي او امنیتي ثبات

د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو لپاره مهم حل لاره دا ده چې د افغانستان په داخل کې سیاسي او امنیتي ثبات رامنځته شي. کله چې حکومت د امنیت او سیاسي ثبات په برخه کې پیاوړی شي، نړیوالې پانګونې به افغانستان ته راجلب شي، چې په پایله کې به د افغانیو ارزښت لوړ شي. همداراز، د خلکو باور په حکومت او اقتصادي نظام بیا رغول اړین دي.

۲. د بهرنیو مرستو بیا پیلول او پانګونې جذبول

افغانستان باید د نړیوالو مرستندویه هېوادونو سره بیا اړیکې جوړې کړي. د مرستو د بیا پیلولو لپاره باید د افغانستان حکومت نړیوالو قوانینو او اصولو ته درناوی وکړي. همداراز، باید هڅه وشي ترڅو بهرنی پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې وشي.

۳. د صادراتو زیاتوالی

د افغانیو ارزښت د صادراتو زیاتولو سره ښه کېدی شي. افغانستان باید د خپلو طبيعي منابعو، لکه زراعت او معدنیاتو، څخه ګټه واخلي او د نړیوالو بازارونو سره اړیکې ټینګې کړي. حکومت کولای شي د کرنې سکتور ته وده ورکړي، د وچو مېوو، لاسي صنایعو، او کانونو د پروسس فابریکې جوړې کړي ترڅو صادرات ډېر شي. په هېواد د ننه او نړیوالو بازارونو کې د افغاني توکو لپاره بازار راپیدا کړي، د کانونو په متوازن او مسلکي پروسس فکر وکړي او په هېواد د ننه کورنیو توکو ته وده ورکړي.د صادراتو پراختیا د افغانیو د ارزښت لوړولو کې مرسته کوي ځکه چې دا د بهرنیو اسعارو غوښتنه کموي.

۴. د بهرنیو اسعارو ذخیره او د افغانیو په بازار کې د توازن رامنځته کول
د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو څخه د مخنیوي لپاره، حکومت باید د بهرنیو اسعارو ذخیرې لوړې کړي او د افغانیو د بازار توازن لپاره اقدامات وکړي. که چیرې حکومت د پیسو د چاپولو لپاره د معقول سیاستونو تعقیب وکړي، نو د افغانیو ارزښت به له ټیټیدو څخه بچ شي.
د بهرنیو پانګوالو لپاره باید داسې قوانین رامنځته شي چې هغوی ته د پانګونې ډاډ ورکړي. د شفافیت زیاتوالی او د اداري فساد مخنیوی به د بهرنیو پانګونو لپاره لاره هواره کړي.

۵. د داخلی تولیداتو پراختیا

افغانستان باید د داخلي تولیداتو پراختیا ته لومړیتوب ورکړي. د تولیدي سکتور د پیاوړتیا له لارې، هېواد به په نړیوال بازار کې خپله برخه ترلاسه کړي، چې د افغانیو ارزښت به لوړ کړي. د کرنې، معادن او صنعتي تولیداتو په برخه کې د پانګونې زیاتوالی د اقتصاد ثبات او د افغانیو ارزښت لوړولو لپاره مهم دی.

تولیداتو زیاتېدل د وارداتو اړتیا کموي، د کرنیزو توکو او صنعتي توکو تولید ته باید لومړیتوب ورکړل شي ترڅو افغانستان په ځینو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسیږي، او دا بیا په اوږد مهال کې د افغانیو په ثبات بې سارۍ اغیز درلودای شي.

٦.د مالي سیستم اصلاح کول:

د افغانستان مالي سیستم باید اصلاح شي ترڅو د شفافیت او حساب ورکونې معیارونه لوړ شي. شفاف مالیاتي سیستم به د دولت عواید زیات کړي، او د اداري فساد مخنیوی به د خلکو باور زیات کړي. همدارنګه غوره ده چې په بازارونو کې د راکړې ورکړې لپاره د نقدي پرداختیو په ځای الکترونیکي  سیستم رامینځته شي، او دا بیا هاغه وخت کیداي شی چې یو هیواد د قوی بانکي سیستم درلودونکی او دخلکو د باور وړ وي.

د افغانیو د ارزښت ټیټیدل یوازې د یوې پیسې کمیدل نه دي، بلکه د یوې ټولنې، اقتصاد، او د خلکو د ژوند کیفیت باندې ژور اغیزه کوي. د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو د لاملونو په پوهیدو سره، موږ کولی شو چې د دې ستونزې حل لارو ته متوجه شو. د سیاسي ثبات، د صادراتو زیاتوالی، د بهرنیو مرستو ترلاسه کول، او د داخلي تولیداتو پیاوړتیا هغه ګامونه دي چې د افغانیو د ارزښت لوړولو لپاره اړین دي.

د کونړ طلا ( نښتر لرګي)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.