غزني کې دوو ټرافیکي پېښو ۱۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

285

په غزني کې د دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو پر مهال ۱۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د غزني محلي مسوولان وايی، دا پېښې بېګاه د شپې یوولس بجې د کابل‌-‌کندهار پر لویې لارې شوې ده.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار سلام‌وطندار ته ویلي، بېګاه یو ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر د ګازو له یوه ټانکر سره د دغه ولایت د مرکز اړوند په شهباز سیمه کې ټکر کړی دی. د هغه په خبره، یو بل ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره د غزني د اندړو ولسوالي په ناني سیمه کې ټکر کړی چې د دواړو پېښو له کبله ۴۴ کسان مړه شوي او ۷۶ نور ټپیان دي.

د دغو ټرافیکو پېښو ټپیان د غزني ولایت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی. د مسوولانو په وینا، ښايي په یادو پېښو کې د مړینې کچه لوړه شي.

د غزني محلي مسوولان د دغو ټرافیکو پېښو سیمو ته ورغلي او د غزني ټول ډاکټران او نور روغتیايي ټیمونه د غزني بېلابېلو روغتونو ته ورغوښتل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.