د پښتنو قامي جرګه؛ “امنيتي کسانو د جرګې پر میدان بريد کړی” او د خلکو په را ټولېدو بندیز لګېدلی

391

د عکس سرچینه،SOCIAL

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي “پاکستاني پوليسو او عسکرو د پښتنو ملې جرګې پر ميدان بريد کړی او د لويو ماشيونو په وسيله د کمپ شاوخوا خندقونه کيندي.”

نوموړي پر اېکس يوه پوسټ کې د دې تر څنګ ليکلي، “په پاکستان کې د پښتنو دا حال دی چې په خپل تاريخي کلي علاقو کې هم د خپلو رواياتو مطابق د يوې ناستې اجازه نه لري.”

ښاغلي پښتين په سيمه کې د مخابراتی شبکو د بندېدو خبره هم کړې او وايي په سيمه کې يې د غورځنګ له غړو سره ټيليفوني اړيکې پرې شوې دي.

په سيمه کې يو ځايي خبريال وايي، پوليسو د جرګې لپاره جوړ شوی کمپ نړولی او دې ځای ته تلونکې لارې تړل شوې دي.

په خواله رسنیو کې خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کېږي د جرګې په میدان کې ګڼ شمیر پولیس له وسایلو سره ولاړ دي.

تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ څو ځله ويلي وو چې امنيتي کسانو د خيبر ضلعې په جمرود سيمه کې د پښتنو قامي جرګې د غونډې په تالار چاپه وهلې وه او ادعا کوي چې له ۲۰۰ زيات ملګري يې له بېلابېلو ځايونو نيول شوي دي.

منظور پښتين

د خلکو پر راټولېدو بنديز لګول شوی

په همدې مهال د خيبر پښتونخوا د ډېپيوټي کمېنشر د دفتر له خوا په خپاره شوي بيان کې راغلي چې په خيبر کې د امنيتي حالت په نظر کې نيولو سره د يوې مياشتې لپاره ۱۴۴ ماده نافذه شوې او د خلکو پر راټولېدو بنديز لګول شوی دی.

د خپاره شوي بيان له مخې له پنځو زيات کسان نشي کولی يو ځای راټول شي او دغه حالت به د اکټوبر له ۹ مې د نومبر تر ۷ نېټې پورې دوام وکړي.

د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په خيبر کې د اکټوبر پر ۱۱ د “پښتنو قومي عدالت” په نامه جرګه رابللې چې څو ورځو راهيسې د دې غورځنګ غړي هلته په چمتووالي بوخت دي.

په دې دری ورځنۍ جرګه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو، ملتپالو او یو شمېر نورو مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

وړاندې څو ځله منظور پښتين او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بيا بيا ادعا کړې وه چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له ډول ممکنه خنډونو کار اخلي.

د خيبر پښتونخوا حکومت د پي ټي اېم په غونډو کې پر دولتي کارکوونکو د ګډون بنديز لګولی

منظور پښتين

د عکس سرچینه،Social Media

د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ په جرګه يا ناسته کې پر دولتي کارکوونکو د ګډون بنديز لګولی دی.

حکومتي ادارو ته ويل شوي د هغې ډلې په پروګرامونو يا فعالیتونو کې چې بنديز پرې لګول شوی ګډون که هغه مالي، فزيکي او يا په بل ډول وي غير قانوني دي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

ياده دې وي چې د پاکستان مرکزي حکومت څو ورځې وړاندې په پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او دغه غورځنګ يې “د پاکستان د کورني امنيت لپاره ګواښ” وباله.

له دغه بنديز وروسته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د پاکستان حکومت دا پرېکړه “ظالمانه تګلاره” وبلله او ويلي يې وو چې د “فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې.”

بی بی سی پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.