د بلوڅ وسله والو بريدونه د چين ــــ پاکستان اقتصادي لارې پروژې څومره اغېزمنوي؟

399
د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې خیبرپښتونخوا ایالت د شانګله په سیمه کې د چینایي انجنیرانو په موټر د ځانمرګي برید په پایله کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو.

په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې وخت ناوخته په هغه ايالت کې د چين ــــ پاکستان اقتصادي لارې (سيپېک) پر پرمختيايي پروژو او کارکوونکو بريدونه کوي. هغوی د دغو پروژو پر چینايي کارکوونکو او نورو چینايي وګړو د بريدونو مسوليت منلی دی.

بلوڅ بېلتون پالې ډلې تور پورې کوي چې چينايان د پاکستان حکومت په مرسته د بلوچستان پر وسايلو د قبضې هڅې کوي نو ځکه ورباندې بريدونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني چارواکو په وينا د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې د اګست د ۲۵مې او ۲۶مې (وږی پينځمه او شپږمه) تر منځ شپې مهال په وسلوالو بريدونو کې له ۷۰ زيات کسان وژل شوي چې څه باندې نيمايي يې ولسي وګړي دي.

تر دې پېښو وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د اګست پر ۲۷مه (وږی ۶) په اسلام اباد کې د مرکزي کابينې غونډې ته په وينا کې وويل چې په بلوچستان کې وسله وال په خپلو بريدونو سره په هغه ايالت کې د چين ــــ پاکستان اقتصادي لارې (سيپېک) د روانو پرمختيايي پروژو “مخه نيسي” او د پاکستان او چین ترمنځ “اړیکې خرابول غواړي.”

دا چې په بلوچستان کې دا ډول بريدونه به د سيپېک پروژې څومره اغېزمنې کړي او چين ته به څومره ستونزې جوړې کړي، د سيمه ييزو چارو پوه سيد علي شاه امريکا غږ ته وويل چې چين د بلوچستان په ګوادر، لسبېله او مکران کې ډېره زياته پانګونه کړې ده او د هغه په وينا د بلوڅ وسله والو وروستيو بریدونو اغېز به هرو مرو پر چینايي پانګونه کېږي.

نوموړي زياته کړه: “بلوڅ وسله والو ډلو بیا بیا چین ته خبرداری ورکړی دی چې هغوی دې په بلوڅي سیمو کې پانګونه نه کوي، ځکه چې دا پانګونه د دوی په خوښه او هوکړه نه کېږي. نو له دې بریدونو څخه یقیناً د چین یا نوره بهرنۍ پانګونه اغېزمنه کېدلای شي.”

د وسله والو بريدونو اندېښنو ته په کتو په کراچۍ کې د چین جنرل قونسل یانګ یوندونګ د جولای پر ۳۰مه د هغه ښار په مطبوعاتي کلب کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پاکستان پر حکومت غږ کړی وو چې د چین ـــــ پاکستان اقتصادي لارې او د شخصي شرکتونو د پانګونې د امنيت لپاره دې ګامونه پورته کړي.

نوموړي زياته کړې وه چې د سيپېک دويم پړاو پيلېږي چې د هغه لپاره به نور شخصي شرکتونه رابلل کیږي: “پاکستان باید په دې پوه شي چې داسې شرکتونه په زور نه شي راوستل کېدای. د پانګونې لپاره باید یو پرامنه او ښه چاپيريال رامنځ ته کړل شي چې چینایي او نور نړیوال شرکتونه په ډاډ سره هلته پانګونه وکړي.”

بیجنګ د چین ــــ پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ د پاکستان په مختلفو سيمو کې د ۶۰ ميليارده ډالرو پانګونه کړې ده.

سیپېک پروژه په رسمي توګه د ۲۰۱۵م کال په اپرېل میاشت کې پیل شوه. د دې پروژې د پیل په اړه موافقه د چین د ولسمشر شي جین پینګ او د پاکستان د هغه وخت صدراعظم نواز شریف ترمنځ د یوې رسمي لیدنې پر مهال په اسلام اباد کې لاسلیک شوه.

دا پروژه په اصل کې د چین د “یو کمربند، یوه لار” نوښت برخه ده چې هدف یې د اسیا، اروپا، او افریقا ترمینځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو وده ده. سیپیک د چین د شینجيانګ ایالت له کاشغر ښار څخه د پاکستان تر ګوادر بندره پورې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد دهلېز دی چې د سړکونو، ریل پټلۍ، او انرژۍ پروژو پراختیا په کې شامله ده.

بلوڅ ملت پالان اندېښمن دي چې دې پروژې د ځایي خلکو ګټې نه دي خوندي کړي.

د سيمه ييزو چارو پوه او خبریال شمیم شاهد امريکا غږ اشنا ته وويل چې د روان وسلوال بريدونه نه یوازې د پاکستان پر اقتصاد منفي اغېز کوي بلکې له دې سره د هغه هېواد پرمختګ هم متاثره کېږي.

نوموړي زياته کړه: “په بلوچستان کې حالات ډېر خراب شوي دي او د ټول ملک سیاسي ګوندونه غوښتنه کوي چې له بلوڅانو سره دې خبرې اترې وشي. له بده مرغه له پخوا راهیسې چې کله له بلوڅانو سره خبرې وشي او بیا له هغوی سره کومې وعدې وشي، نو هغه نه پوره کېږي. د بلوڅانو مشران لکه نواب اکبر بګټي یا نور داسې مشران یې ووژل شي. نو حالات نور پسې خراب شي.”

د شميم شاهد په خبره، دا مهال د بلوچستان تر څنګ په خیبر پښتونخوا کې هم حالات ډېر خراب دي: “په ټول پاکستان کې سیاسي ناکراري ده، په ټول هېواد کې د پرمختګ عمل په ټپه ولاړ دی. ګراني ده،غربت ورځ تر بلې زیاتېږي.”

نوموړی زياتوي، دې حالاتو ته په کتو د پاکستان واکمنانو ته پکار ده چې د سیاسي ثبات لپاره په هېواد کې دننه چې څوک هم خپه دي، هغه که بلوڅ دي، که پښتانه یا نور قومونه دي، له هغوی سره دې خبرې اترې وشي، چې هغوی رضا شي.

پر بلوچستان سربېره د پاکستان په نورو برخو کې هم د سیپېک پروژې پر کارکوونکو وخت ناوخته بریدونه کېږي. وروستی برید د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې شوی وو چې پکې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي ول.

دغو چینايي انجینرانو د بر کوهستان په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه. د هغه بريد مسوليت چا نه و منلی. بیجنګ تر پېښې وروسته ډېره خواشيني او اندېښنه څرګنده کړې وه او له اسلام اباده يې چینايي وګړو ته د بشپړ امنیت ورکولو غوښتنه کړې وه.

امریکا غږ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.