د وژل شوي حميدجلال پلار: د زوی قاتلينو ته مې سخته سزا غواړم

375
کابل کې د طالبانو له لوري وژل شوی محصل حميدجلال.

په کابل کې د وژل شوي ځوان، حمیدجلال پښتون کورنۍ او دوستان د نوموړي د وژونکو د محاکمې غوښتنه کوي.

د وژل حميدجلال پښتون پلار، سيدجلال پښتون وايي: “قاتلینو ته تر ټولو سخته سزا غواړم، د دې لپاره نه چې زوی به مې را ژوندی شي، د دې لپاره چې نور ملت د داسې غمونه څخه لرې شي.”

سیدجلال پښتون ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، زوی یې د زمري په ۲۳ مه له خپلو نورو ملګرو سره، د خپل یوه ملګري د فراغت له محفل څخه کور خوا ته روان و، چې د لومړنیو معلوماتو له‌مخې د طالب ځواکونو له‌خوا پرې ډزې شوي.

هغه وايي: “د دوی موتړ د طالبانو چارواکو له موټر څخه مخکې شوی و، له شا څخه په ټارګېټ ډول ډزې پرې شوې دي، په شاتیني سیټ کې زما زوی په شهادت رسېدلی، نور هیچا ته زیان نه‌دی رسېدلی د خدای فضل دی، یوازې زما زوی د سر په شاتینۍ برخه کې دوه مرمۍ لګېدلی او له امله یې تر روغتونه هم نه‌دی رسېدلی په لاره کې یې ساه ورکړې.”

حميدجلال کابل کې د سلام په نوم د يو خصوصي پوهنتون محصل و.
حميدجلال کابل کې د سلام په نوم د يو خصوصي پوهنتون محصل و.

نوموړي زیاته کړه چې د دوی څخه د دې پېښې د عامل د بښنې غوښتنه شوې خو دی د خپل زوی د قاتلینو د قصاص غوښتونکی دی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع د پنج‌شنبې په ورځ (د زمري په ۲۵مه نېټه) په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د دې خواشینوونکې پېښې عاملين نیول شوي، پېښه تر څېړنو لاندې ده او تر بشپړېدو وروسته به د بعدي اجرااتو لپاره نظامي محکمې ته وسپارل شي.

ډېر نورماله او عاجزه سړی و هیڅکله یې چا سره ستونزه نه‌ده جوړه کړې.”
د حميدجلال يو ملګری

د حمیدجلال ملګري هم د هغه د وژونکو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي.

یو له دوی څخه عارف روان ازادي راډيو ته وویل: “زه خپله خواشيني نه‌‌شم څرګندولای، تاسو څه فکر کوئ چې د سړي د لسو کلونو او د راز او نیاز ملګری ولاړ شي نو انسان به څه احساس کوي، ډېر نورماله او عاجزه سړی و هیڅکله یې چا سره ستونزه نه‌ده جوړه کړې.”

د نوموړي په خبره، په کوم موټر کې چې حمید جلال وژل شوی، د یو ملګري یې و چې دی له خپلو نورو ملګرو سره په‌کې ناست و.

حمیدجلال پښتون، د ننګرهار ولایت څخه و او د کورنۍ د معلوماتو له‌مخې یې تازه یې کوژده شوې وه.

کابل کې د طالبانو له لوري وژل شوی محصل حميدجلال.
کابل کې د طالبانو له لوري وژل شوی محصل حميدجلال.

هغه د سلام پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د وروستي سمستر زده‌کوونکی و.

یاد پوهنتون د زمري په ۲۵مه په خپله فېسبوک پاڼه د دغه محصل پر وژنه خواشیني څرګنده کړې، دا یې یوه غمجنه پېښه بللې ده، او کورنۍ ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د واکمنۍ په تېرو درې کلونو کې د دوی د ځواکونو له‌خوا پر ملکي وګړو، د ډزو او په‌کې د دوی د وژل کېدو ډېر راپورونه خپاره شوي دي، خو طالبانو په هيڅ یو داسې مواردو کې د دغو پېښو عاملينو ته د سزا په اړه څه نه‌دي ويلي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ/ ازادی رادیو

     

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.