طلوع نیوز د ون ورلډ میډیا فورم کلنۍ جایزه ګټلې ده

596

طلوع نیوز د ون ورلډ میډیا فورم کلنۍ جایزه ګټلې ده. دغه جایزه هر کال هغو رسنیو ته ورکول کېږي چې په بې پرې ډول يې د بیان د آزادۍ، د خلکو غږ رسولو، بشري حقونو او مېرمنو حقونو له پاره کار کړی وي.

ون ورلډ میډیا فورم مرکز په لندن کې دی او تېره شپه یې له خپلو چینلونو د دغو جایزو ژوندی بهیر خپراوه.

د طلوع نیوز مرستیال زیرک فهیم دویچه ویله ته وویل، د ون ورلډ میډیا جایزه په داسې حال کې طلوع نیوز ته ورکړل شوې، چې دې رسنۍ په تېرو دوو لسیزو کې په بې پرې ډول د بیان  آزادۍ، بشري حقونو او د خلکو غږ رسولو ته کار کړی او په راتلونکي کې هم په بشپړه ناپیېلتوب خپل دغه ماموریت ته دوام ورکوي.

ون ورلډ میډیا جایزه تېره شپه د طلوع نیوز په استازۍ د بي بي سي خبریالې یلدا حکیم تر لاسه کړې او دا یې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په ځانګړي ډول د طلوع‌ نیوز ښځینه خبریالانو ته ډالۍ کړې ده.

په افغانستان کې د جمهوري حکومت له پرځولو وروسته د طالبانو په حکومت کې د دغې ډلې له لوري پر رسنیو بېلابېل بندیزونه لګول شوي او د رپوټونو پر بنسټ خبریالان او رسنۍ «تر ټولو بد» حالت سره مخ دي.

طالبانو بیا ویلي دي چې که رسنۍ د اسلامي شریعت په رڼا کې داسې خپرونې وکړي، چې له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي، دوی ورسره ستونزه نه لري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.