افغانستان کې د لوږې د مخنیوي لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه وشوه
د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د لوږې د مخنوي لپاره د نړیوالو د ملاتړ غوښتنه کړې. په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی، چې میلیونونه وګړي ګواښي. تازه د سره صلیب نړیوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې د زیاتېدونکې بې وزلۍ په ترڅ کې ۷۰ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو خواړو او نورو توکو د اړتیاوو د پوره کولو توان نهلري. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې بېوزلۍ په ځانګړي ډول پر هغو کورنیو چې سرپرستان یې کونډې ښځې، زیات عمر لرونکي کسان، معلولین او ماشومان دي، زیان رسوونکی اغېز کړی دی. له دې سره، د سره صلیب نړیوال فدراسیون، افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د بېړنیو مرستو وړاندې کړلو، روغتیایي خدماتو رسولو او په ولایتونو کې د یو میلیون زیانمنو کسانو لپاره د مرستو رسولو په هدف د ۸۰ میلیونه سویسي فرانکو غوښتنه کړې ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.