افغانستان وايي چې هند افغانستان ته څلور نورې جنګي هلیکوپټرې ورکوي. د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، چې تېره اونۍ یې د هند د ملي امنیت سلاکار په بلنه نوي ډهلي ته سفر کړی و، له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د دغو څلور ام ای ۲۵ هلیکوپټرو څخه دوې به یې د روان ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې او دوې نورې به یې د جون او یا جولای میاشت کې افغانستان ته ورسېږي. هند تر دې وړاندې هم درې هلیکوپټرې افغانستان ته ورکړې وې. هند د تېرو څو کلونو راپدېخوا له افغانستان سره په پوځي برخو کې د همکاریو ترڅنګ په بیارغنیزو او اقتصادي برخو کې همکارۍ کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320