Browsing Tag

محمد نعمان دوست

کونړ ته مرثیه

جنت مو ړنګ شو، ورته دې خیال دی خدایه! دا څنګه عجیبه حال دی تر خاورو لاندې خاموش پراته دي نه شور ما شور شته، نه غالمغال دی *** دلته یو کلی ښایسته ودان و ژوند که ډېر سخت و، خو خوږ روان و ډیوې د مینې، هره خوا بلې ستوري راڼه…

د اوبو د کمښت خطر، سره څراغونه لګولي

د اوبو د کمښت خطر، سره څراغونه لګولي؛ خو موږ نه ورګورو او یا یې کیسه کې نه یوو. که د اوبو په اړه زموږ غفلت همداسې دوام وکړي؛ نو موجوده نسل به جل ووهي او د راتلوونکي نسل به له تندې ژبې راوتلي وي. تېره نیمه پیړۍ چې د پرمختګ، ځان…

زموږ کډوال زموږ عزت

(۱) د پېښور ښار په دوبۍ هوټل کې له دوستانو سره ناست وم. مخامخ ټلویزیون لګیدلی و او په وي سي آر کې ایښې کسیټ یې غږوله. هغه وخت چې دا بلا دومره عامه نه وه؛ نو دې رستورانټ ته به خلک د سندرو او فلمونو کتلو لپاره ډیر راتلل. د ټلویزیون پر…

د ننګرهار د مالټو جوس ته انتظار

د کانال پراخه ځمکې، چې په شاړو میرو بدلې شوې وې، اوس پکې د مالټو باغونه جوړیږي. دا سوزنده دښتې شنې کیږي او ‌که خدای کول، ډیر ژر به د مالټو ګلان وغوړیږي، د شاتو مچې به ترې طوافونه کوي او فضا به معطره شي. د کانال؛ خیر نه یواځې مشرقي،…

وړه سیمه او ستره پېښه

تاسو زما لاس ته وګورئ. په همدې کوچنۍ سیمه کې یوه ستره واقعه شوې. دا واقعه د ۱۹۱۹ کال د فبرورۍ د شلمې نېټې ده. په همدې تاریخ او همدې ځای کې د افغانستان یو استراحت طلبی او په عصریت میین امیر وویشتل شو او یو مفشن شخص، د سپیرو خاورو غیږ ته…

لنډه کیسه: خاورې په سر

په تور پړوني کې داسې تاوه وه لکه د کرونا مړی. د دروازې شاته غلې ولاړه وه. لاس به یې اوږد کړ؛ خو لکه چې د ټکولو جرئت یې نه درلود. کله به یې دواړه لاسونه پر ور کیښودل، غاړه به یې کږه کړه او غوږ به یې له دروازې سره سریښ کړ او کله به…

د استاد اسحاق نګارګر مړینه او یو تاثر

د ۲۰۰۴ کال د ژمي سړې ورځې وې. د کابل ښار د کلوله پشتې د یوې ودانۍ په سالون کې سره راټول وو او د یوه انګریز ټراینر ( جان ټاکي) لکچر ته غوږ وو. دا سور او سپین انګریز په راډیوي ډرامو غږیده. له انګریز سره خوا کې یو غنمرنګه مشر هم ولاړ و. تور…

د مرغومي شپږمې په مناسبت

له ارشیفه د مرغومي شپږمې په مناسبت __ سپي بخښنه غوښته ( خاطره) د جيټ الوتکو، له غږونو سره سم په باغ کې په جوړه شوې سمڅه ورننوتو. جيټانو اول داسې ټيټې دورې پيل کړې، لکه موږ پسې چې سمڅې ته راننوځي. وروسته بمبار شروع شو، د هر بم په…

د خندا ارمان – لنډه کیسه /محمد نعمان دوست

په دواړو منګولو یې د اوږو سرونه ور ټینګ کړل او بیا یې داسې ټکانونه ورکړل لکه د کور ټولې ښیښې چې یې ماتې کړي وي. د سترګو کاسو ته یې تروې اوبه ور ننوتې، پوزه یې کش کړه او ویل یې: خندا پسې دې مړه مړه یم، خو ستا شونډې بیرته نشوې. ستا خندا مې…