ترهګري؛ د ستراتېژیکو نيمګړتياو او ټولنيزو چوپتياو ګډ انځور
ترهګري کله هم ثابت او په نړيواله کچه منل شوى تعريف او غوڅ تعبير نه دى درلودلى. ستر دلیل يې هم دا دی چې ترهګري یوازې حقوقي موضوع نه ده، بلکې ژوره سیاسي، جیوپولیټیکي او ایدیولوژیکه مسئله ده. ډېر وختونه داسې پيښېږي چې د يوه نظام يا…