عباس ستانکزی وايي: د نسلوژنې نارې د بهرني دښمن دسیسه ده
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، د نسلوژنې نارې د بهرني دښمن دسیسه ده او غواړي د افغانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي او خپلې موخې ترلاسه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشبه د تلې ۲۱مه کابل کې د میلاد النبي ورځې…