دا ښار چېرته او د خدای رضا چېرته
د سړک پر غاړه ناستې انجلۍ ته مې پر خور کړي پلؤ سلګون کېښود. نجلۍ سترګې را پکې وګنډلې او پۀ سپکه لهجه یې وویل: څۀ غواړې؟
وارخطا او حیران شوم: هېڅ!
-نو دا پیسې د څۀ لپاره؟
- د الله د رضا لپاره
پۀ خندا شوه، لکه ټوکه مې ورته کړي وي.
څو…