منی
منی په نېک فال نیسم،
چې ساړه نسیم د کوڅو لمن پورته کړي
پاڼې د ستړو پروانو په څېر راښکته شي
او کوڅې د زېړ او سرو غالیو فرش شي
ونې، لکه ستړې زړې
پر زمانې غاړه ږدي
سرونه یې ټیټ کړي
او د څانګو په منځ کې
یو چوپ سکوت خپور وي…