غزل/ نرګس هوسۍ
خداى مه کړه و اوري پر مونږه له سحابه دوړې
په اننګو په کاکلونو بې حسابه دوړې
بچي يې داسې لکه موږ شه چې يې خړ وګورم
چاچې دې مخ باندې شيندلي دي ګلابه دوړې
ادمه لاس دې نور له مستې درخو ووينځه چې
لادې تر اوسه لرې نه کړې له ربابه دوړې…