جنګ/ بصیر بیدار ستوری
ګټه نشته ټول تاوان کوي په جنګ کې
څوک چې چا سره ګوزران کوي په جنګ کې
جنګ دي ورک شي تباهي د انسانیت ده
صرف فایده پکې شیطان کوي په جنګ کې
دا متل دی چې په جنګ کې مړي کیږي
بس ژړا به هر انسان کوي په جنګ کې
هره ستونزه په خبرو هواریږي…