ما څوک څه کوي غربته!/ اسدالله غيرت
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
که له ځان سره ژاړيږم
که له زده کړو محروميږم
که پيوند ـ پيوند جامو کې
په همزولو کې ګرځېږم
که په ورانه کنډواله کې
پدې يخ کې ويده کېږم
ما څوک څه کوي غربته!
زه که مرم که پاتې کېږم
ـــــــ…