غزل / عبدالباري جهاني
خوب مي لیدی چي له جانان څخه هېر سوی یمه
شپه سبا کیږي له مُغان څخه هېر سوی یمه
لکه ارغند ستونی مي وچ وي له اهاړه څخه
کلونه کېږي له باران څخه هېر سوی یمه
زه به مي څنګه له ازل څخه ګیله نه کوم
چي له قسمت او له اسمان څخه هېر سوی یمه…