د شونډو عطر
د شونډو عطر
چې دې وخندل
د شونډو سره رڼا دې
د ګلونو سپینو پاڼو کې اوبه شوه
له یوې مخې د ونو شنه لاسونه شیرچايی شول
او د غږ په اوریدو دې
د غوټیو په سرو شونډو
زنګ وهلی قُفل مات شو
د عطرونو زړې پیغلې ټولې ووتې بربنډې
* **…