د علماوو لویې غونډې دویمه ورځ؛ هیبت الله هم غونډې کې ګډون کړی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون نن اعلان کړی چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د دیني عالمانو غونډې ته ورغلی. د دیني عالمانو او قومي مخورو لویه ناسته په کابل کې روانه ده. د طالبانو ملي ټلوېزیون زیاته کړې چې تمه…

علماؤ! ستاسو پريکړې نن تاريخ څاري

ځان په نورو باندې لوړ ګڼل، د زور له لارې د واک او امتیاز ترلاسه کول د انسان هغه منفي اړخونه دي چې  له وجود څخه يې پيل او تر ننه پورې دوام لري. د خوښۍ ځاى دى چې په اوسني معاصر وخت کې د متمدنو ټولنو په منځ دغې پديدې ته په درنه سترګه نه کتل…

سږ کال به افغانستان د نشه‌يي موادو د نړیوال بازار برخه‌لیک ټاکي

ملګري ملتونه: سږ کال به افغانستان د نشه‌يي موادو د نړیوال بازار برخه‌لیک ټاکي. ملګري ملتونه نړیوال بازار ته د نشه‌يي موادو وړاندې کولو او غوښتلو کمول د طالبانو حکومت د چلند په څرنګوالي پورې تړلی بولي. د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او…

د افغانۍ د ارزښت لوړولو او ترويج څو لنډې لارې

دا خبره لکه د لمر روښانه ده، چې د یو هېواد کرنسي د هغه هېواد له ملي ارزښتونو څخه شمېرل کېږي، ډېری وخت یو هېواد د خپلې کرنسۍ له ارزښت څخه هم پېژندل کېږي، که چېرې تاسې د یو هېواد په اړه مالومات پلټئ، نو د پلازمېنې او هوټلونو څخه وروسته به…

پاکستان کې د تیلو ګراني او احتجاج

پاکستان کې پټرول نور 14روپۍ 85 پېسې ګران کړی شوي. پاکستان کې د تیلو بيعې يو ځل بيا سېوا کړی شوي دي، يو ليټر پټرول 14 روپۍ او 85 پېسې او ډيزل 13 روپۍ او 23 ګران کړی شوي دي. د دې ترڅنګ سره د خاورو تېل 18 روپۍ 83 پېسې او لايټ ډيزل 18 روپۍ…

د ښيښې تر ګیلاس را وتلی ادب به نو څه ادب

تور او سپین ادبي ټولنه ! دلته د ډیرو په نظر ادبي ټولنو کي يوازي شاعران ګډون کولی سي یعني زما رنګه ډرټي ریلیسټانو ته هلته اجازت نسته. .. یو جهان منَنه ! د ماسکو او ایبرډین (سکاټ لینډ) ناصیحینو زه هیڅ کله نه کړم مطمئین ، د اشتراکي روس د…

طالبان: د «علماوو پر غونډه» برید کونکي وژل شوي

طالبان وايي چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د علماوو لوېې غونډې ځای ته نژدې دوه کسان چې ډزې ېې وکړې، د دوی د ځواکونو له خوا وژل شوي دي. ويل شوي چې دغه درې ورځنۍ غونډه کې په زرونو کسانو ګډون کړی دی. د فرانسې خبري آژانس له کابله ليکي، طالب…

دوحه کې خبرې؛ طالبانو له امریکا بیا د افغان شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې

دوحه کې خبرې؛ طالبانو له امریکا یو ځل بیا د افغان شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې طالبان وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر یې په دوحه کې له امریکايي استازو د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو او د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې. د قطر په…

غزل

لمر نه یم سپوږمۍ نه یم اسمان سره نږدې نه یم زه ددغې ځمکې د ښایست حصه په دې نه یم ښه ده چې د ظلم په بنیاد باندې ژوند نه کوم ښه ده چې د ګل غوندې ازغو ته په سجدې نه یم پام کوه چې ما د جنګ لپاره استعمال نه کړې زه خو ګرانه ستا په لاس کې…

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان د بندیزونو لیرې کیدو غوښتنه وکړه

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان د بندیزونو لیرې کیدو غوښتنه وکړه. په دولتي چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر یو ځل بیا په افغانستان باندې د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو د آسانه کیدو غوښتنه وکړله. میرمن کهر د جرمني د…