افغانستان د ۲۰۰۱ کال پر پوله ودرېد

0 1,018

افغانستان یوې نوې اوږدې او نامالومې جګړې ته ور ننوځي چې کېدای شي څو لسیزې روانه او د ډېرو کپرۍ تر خاورو لاندې، میندې بورې، میرمنې کونډې او ماشومان یې د څو پاکستاني ملایانو له برکته یتیمان شي. ټرمپ اعلام کړه چې د طالب په نوم له چا سره خبرې نه کوي. داسې تصور هم کېږي چې په قطر کې د طالبانو غیر رسمي دفتر هم بند شي او په پاکستان کې هم د دوی پر مشرانو کړۍ ور تنګه کړي.

د نوې امریکايي جنګي تګلارې پر اساس به د یو شمېر نورو طالب مشرانو نومونه هم تور لېسټ ته ور زیات شي او دوی به یو ځل بیا د ای‌اس‌ای په خورجین ور پنډ کړي. سره له دې چې دغه ډول سټراټېژي پخوانیو تجربو ته په کتو سره د پاکستان په ګټه ښکاري، خو پر پاکستان روان فشار به دغه هېواد د ګټې پر ځای د طالب په روانه کړې جګړه کې تورې منزوي کندې ته ور ټېل وهي. پاکستان د فرصتونو پر ځای له ننګونو سره مخامخ دی. د واشنګټن مهرباني یې له لاسه ورکړې او د ټرمپ له غضب سره مخامخ ښکاري. د پاکستان او امریکا تاریخ ته په کتو پنجابیان د خدای پاک له غضبه دومره نه وېرېږي لکه د سپینې ماڼۍ له ګواښونو.

په پنټاګون کې جنرالان د ولسمشر ټرمپ د یارانو پر دې پلان ژورې څېړنې کوي چې که د امریکا او افغان کمانډویانو په مټ د پاکستان په دننه کې د طالب مشرانو پر ضد کومانډويي بریدونه وکړي، ګټه او زیان به یې څومره وي. په دې موضوع کې د افغانستان دلچسپي هم زیاته ده او کېدای شي چې په قبایلي سیمو کې د امریکا په مټ تر بې‌پیلوټه بریدونو وروسته کمانډويي ګډ عملیات د خپل راتلونکي له‌پاره تر سره کړي.

امریکا داسې مهال د توپک په مټ د طالبانو د رانسکورولو خبره بیا کوي چې په افغانستان کې یې اډې تر لاسه، عسکر یې کم، او جګړه یې تر ډېره افغاني کړې. د طالب چڼو له لاسه د ابدالیانو، غزنویانو، او غازي امان الله خان د بچو پر خاوره هر بهرني ته د وسله‌والې ګرځیدا موقع په لاس ورغلې ده. امریکا غواړي چې د نوې سټراټېژي پر اساس د افغانستان د کیسې واک بیا جنرالانو ته وسپاري او د دغو امریکايي جنرالانو لومړیتوبونه یو ځل بیا تغيیر کوي او که افغان چارواکي د پخواپه څېر پام ورته و نه کړي، لېرې نه ده چې ملکي تلفات لوړ، اساسي ودانیزو برخو ته پام کم او د افغانستان جګړه همداسې دوامداره شي.

د طالب غورځنګ پر ضد نوې جنګي جبهې داسې مهال پرانیستل کېږي چې له یوې خوا څه باندې ۳ نیم سوه زره افغان ځواکونه چې شا و خوا ۳۰ زره کمانډو یې په سر کې ده د ۲۰۰۱ خلاف پیاوړی اړخ بلل کېږي چې که د امریکا ملاتړ ورسره وي د طالبانو زور به اوبه کړي. له بل پلوه د ټرمپ ۱۵ زره سرتېري د ناټو په اډانه کې د ۲۰۰۱ کال په څېر له ځمکې او هوا بیا د افغانستان په کلیو او بانډو کې په طالب چریکانو پسې ګرځېدو ته ځانونه تیاروي.

د جګړې د تودېدو شعارونه داسې مهال ورکول کېږي چې یو ځل بیا د افغانستان په لویه برخه کې د طالب وسله‌والو فعالیتونه پراخ شوي او د ۲۰۰۱ کال په څېر د روغې له خبرو طالبانو ډډه وکړه. دغه وسله‌واله ډله چې پر افغانستان سربېره نړۍ ته اوس په یوه سرخوږي بدله شوې بیا د پاکستان په لاپو تېروته او فکر کوي چې ټول عمر باید پر دې خاوره د څه له تر لاسه کولو پرته جګړه وکړي.

دوی و نه‌شوای کړای چې خپل جنګي غورځنګ ته په ۲۳ کلونو کې سیاسي رنګ ورکړي. له ۱۷ کلونو جګړې وروسته هم طالبان تمه لري چې پر کابل به دپاکستان په زور واک ټینګ کړي. د طالبانو محاسبه یو ځل بیا د ۲۰۰۱ کال په څېر ناسمه را خېژي. دوی د خبرو اترو لاره غلطه کړې وه او د کابل پر ځای یې واشنګټن ته سترګې نیولې وې چې ټرمپ یې چورلټ دروازه پر مخ ور وتړله.

د دوی د ۱۸ کلنې جګړې په ټس کې نه اسلام ضعیفه شو او نه امریکا، خو برعکس دوی د افغانستان څه باندې ۱۰۰ زره انسانان د تل په مخه له دې نړۍ ولاړل، هېواد یې کنډواله کړ، د خلکو اقتصاد یې دړې وړې کړ، لسګونه زره مېرمنې یې کونډې په سلګونو زره یې بورې او په میلیونونو ماشومان یې یتیمان او بې‌وروره او بې‌پلاره کړل. له دومره سترو انساني او مالي زیانونو سره سره هم د بري خوب ویني او د اسلام نارې وهي.

د دوی له برکته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمان ته په سپکه کتل کېږي او سلګونه زره افغانان لا هم د دوی له وېرې له خپلو مېنو کډوال شوي دي. په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د را پورته کېدو اصلي لامل د شر و فساد له منځه وړل، ملوک الطوایفی ختمول، د جنګسالارانو له منګولو د خلکو ازادول، امن را وستل، هېواد ابادول او د خلکو د سر او مال خوندي کول بلل کېده، خو نن دهمدوی له لاسه افغانان وژل کېږي، د دوی سر او مال خوندي نه دی، شر او فساد یې عام کړی، ټوپکسالارانو ته یې موقع په لاس ورکړې، بهرنیانو ته یې په افغانستان کې د پاتېدو زمینه او توجیه برابره کړې، هېواد ورانوي، د خلکو اقتصاد له منځه وړي، عملاً له هېواده د پانګې باسي او په لویه کې په افغانستان کې د پنجابي راج ته زمینه برابروي.

تر ۱۵ کلن امریکايي جنګ وروسته طالبان یو ځل بیا د نورو په خبرو وغولېدل او امریکایانو ته یې دلته د تل په مخه د پاتېدو بهانه په لاس ورکړه. د ټرمپ په مشري امریکا غواړي چې په افغانستان کې د طالب له برکته تر لاسه کړې اډې په سیمه کې د خپلو موخو د تر لاسه کولو له‌پاره وکاروي او سیمه بشپړه تر خپلې سیاسي او اقتصادي ولکې لاندې راولي.

 

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply