د افغان حکومت قوي دیپلوماسۍ د پاکستان پښې لړزولي دي

0 782

صادق افغان 

جګړه ګټونکی نه لري او هیڅ جګړه پرته له مرګ ژوبلې نه وي جګړه مارې ډلې باید په دې وپوهیږي چې شپاړس کلونو کې چې پایله کې یې لس ګونه زره تنه ووژل شول خو بیا هم هیچا جګړه ونه ګټله خو په پایله کې مو هېواد نور هم وروسته پاتې د جګړو زیان تر ډېره د افغانستان خلکو ته رسېدلی ډېر افغانان له اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او کلتوري پرمختګه پاتې شوي ، له یوې نیمې لسیزې د پوهنې بهیر په ټپه درېدلی او میلیونونه ماشومان له زده‌کړو پاتې دي. 
د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان راهیسې د ټرمپ په ګډون اکثره لوړپوړي امریکایي چارواکي د پاکستان په وړاندې له سخت دریځه نه‌دي په شا شوي، نو له دې څرګندیږي چې د ټرمپ حکومت به د پاکستان او طالبانو په وړاندې دجګړې په نوې ستراتیژي کار وکړي چې دغه ستراتیژي کې به د امریکا حکومت د خپلو ځواکونو د لوژستیکي ملاتړ لپاره د پاکستان په بدیله لاره ولټوي .

که څه هم پاکستان د امریکا او د هغوۍ د متحدینو دغه مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي خو امریکا هڅه کوي چې د خپلو مالونو د لیږد لپاره په بدیله لاره فکر وکړي . امریکا نورو ډېرو فشارونو ته اړتیا لري چې پر پاکستان‌یې راوړي، څو اسلام‌اباد د کابل او واشنګټن له غوښتنو سره سم اوهغې لارې ته سیخ شي چې له مخې یې په افغانستان کې سوله راتلای شي .

 پاکستان په افغانستان کې جګړه مارې ډلې د خپلو ګټوملا تړ یوه شبکه بولي چې په دې هېواد کې یې ګټې تأمینوي او ګومان نه‌کیږي چې اسلام‌اباد به په ډېره اسانۍ د دغې شبکې د ځپلو لپاره اقدام وکړي.

خو که امریکا یې په استخباراتي چارواکو فشار زیات کړي، په شتمنیو او تګ راتګ یې ستونزې جوړې کړي نو ممکنه ده چې پاکستان له خپل دریځه په شا شي .

سره له دې چې افغان دولت د هغه نومونو بشپړ لیست چې په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس لري سپارلی او اوس د دغه هیواد څخه د هغوی پر وړاندې د اقداماتو په تمه دی. خو د حامد کرزي دحکومت پرمهال د هغه مهال ادارې او د ولسمشر څو ځل له پاکستانه د پخواني طالب لوړ پوړي مشر ملا برادر د خوشې کولو او افغان حکومت ته د سپارلو غوښتنه وکړه خو پاکستان تر اخره دغه خبره ونه منله او نه یې هم د افغان حکومت د غوښتنې په وړاندې کوم نرمښت وښود .

د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستۍ وینا افغان حکومت خوشبینه کړی چې له ویرې به یې پاکستان د افغانستان سره ودریږي او د پاکستان په وړاندې درانه فشارونه به ددې لامل شي چې پاکستان اړشي او دخپلو کړنو څخه به لاس واخلي .

په دې وروستیو کې ولسمشر غني وویل چې سوله په ابهام کې ده، خو زیاته یې کړه چې افغانان به هم سوله او هم جګړه وګټي.

د امریکا وروستی دریځ روښانه کوي چې د امريکايی پوځيانو پر مهال ويش چې وخت به يي قيد نه وي ،د جگړې په ډگر کې به نوي قوانين ولري ، امريکايي پوځیان به يي نور د مصنوعي مهال ویشونو په خاطر نه کمزوري کیږي او تر دې وروسته به دښمنانو ته خپل پلان هم نه په ډاګه کوي خبري وکړي.

امريکا غواړي په سیمه کې ثبات راشي نو په افغانسان کې دی يو قدرتمند حاکميت د خپلو مرستو پر بنا او ملاتړ جوړ کړي. نور هغه وخت نه دی چې پاکستان انکار وکړي چې موږ د ترهګرو ملاتړي نه یو ځکه هغه اسناد چې افغان دولت له پاکستان سره شریک کړي نو دقیقه ده چې له دې وړاندې یې له امریکا سره هم شریک کړي وي ، د افغانستان ولسمشر وايي، د کابل د وروستیو پېښو په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي چې د پلټنو په نتیجه کې د دغو حملو ريښې هم کشف شوي دي.

افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې ټوله نړۍ باید د پاکستان په وړاندې په یوه نظر وي او په پایله کې یې په دغه هیواد بندیزونه او فشارونه زیات شي چې په نتیجه کې پاکستان د اورپکو له ملاتړه لاس واخلي . تر هغې چې پاکستان د ترورېستانو له پاللو لاس اخلي، افغان حکومت باید خپل استخبارات پیاوړي او په ښارونو کې د ترورېستان د حملو د مخنیوي لپاره د خلکو مرستې جلب کړي. که دغه فشارونه دوامداره او اوږدمهاله وي، نو پاکستان دې ته اړ کېږي چې د ترورېزم سره په رښتیني توګه مبارزه وکړي خو دغه فشارونه کېدای شي چې پاکستان په حقیقي توګه درک کړي او د ترورېستانو له ملاتړه لاس واخلي چې د افغانستان په حالاتو به مثبت اغېز ولري، خو که فشارونه د لنډ وخت لپاره وي، نو پاکستان به د موقع نه په استفادې د امریکا سره خپلې اړیکې بېرته جوړې کړي او د تېرو ۱۶ کلونو په شان به بیا هم خپلو ناوړه کړنو ته دوام ورکړي.

افغانان خوشبین دي چې که حکومت همدا ډول خپلو کړنو ته دوام ورکړي یو وخت به پاکستان په ټوله نړۍ کې یواځې پاتې شي او په پایله کې به دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply