وایي یوه ورځ چې په جنګ کې رسول الله د یو ماشوم جسد ولیده، نو له ډېرې اندېښنې یې سکوت اختیار کړ او بیا یې ویل، اې الله (ج) په انسانانو څه شوي چې ماشومان وژني؟
صحابه د هغه ماشوم نصب لټوي او پوښتنه یې کوي او بېرته رسول الله ته راځي او هغه ته وایي چې مه خپه کېږه هغه د یوې مشرکې کورنۍ ماشوم و، نو رسول الله په ځواب کی ورته وایي، نو د اسلام له دین دمخه تاسې د کومې کورنۍ غړي وئ ؟ تاسې څوک وئ ؟
خو ترهګرې ډلې بیا په لوی لاس زموږ معصوم ماشومان د خپلو بریدونو پرمهال په نښه کوي او پې برحمۍ یې شهیدانوي. د روانې بدمرغه جګړې اکثره قربانیان ماشومان دي، ترهګر په ډېره بې رحمۍ هغوی وژني، ښوونځي یې ویجاړوي، په روغتونونو او ښارونو کې یې په تروریستي بریدونو کې وژني.
همدارنګه یې مافیا او انسان تښتونکي د خپلو ناوړه موخو ښکار ګرځوي، ماشومان تښتوي بیا یې یا د پیسو په بدل کې خوشې کوي او یا یې وژني چې دا د اسلام مبارک دین له پلوه ستر جنایت دی او خدای تعالی به یې عاملین په سخت عذاب اخته کړي.
د داعش وسله واله ډله چې په ۲۰۱۴ کال کی په ننګرهار کې راپیدا شوه ډېری جنایتونه یې کړي دي خو تر ټولو غټ جنایت یې دا دی چې خپلو لیکو ته کم عمره ماشومان جذبوي او هغوی ته د جګړې او افغان وژنې زده کړه ورکوي.
د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر په ۷مه د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ۳۰۰ ماشومانو ته د داعش وسله والې ډلې د جګړې ، سخت دریځۍ او افغان وژنې درسونه ورکول چې په همغه وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دفتر هم دغه راپور تائید کړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د تروریستانو په لاس د دې بشري ناورین مخه ونیسي .
دوه کاله وړاندې پر ملي شورا د ترهګریز برید ترسره کوونکي چې عمرونه یې کم وو په پاکستان کې د دغه وړ تروریستي بریدونو د ترسره کولو لپاره روزل شوي وو. پاکستان تل د طالبانو په مرسته دلته په افغانستان کی ګډوډي او افغان وژنه جاري ساتلې.
د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په اوله کی د بشري حقونو د څار ډلې راپورکې راغلي وو چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتندوی ځواک (پاسداران) په خپله خاوره کې د دېره افغان کډوالو ماشومان د سوریې جګړې ته لیږلي دي، د بشری حقونو د څار ډله وایي واړه ماشومان چی عمرونه یې ۱۴ کلونو ته رسېږي په سوریه کی د ایران له لوری د سوریې د حکومتي ځواکونو په ننګه جنګېږي ، د نړیوالو قوانینو پر اساس په پوځي لیکو کې تر ۱۵ کلونو د کشرانو ګمارل او جګړه کې یې ګډون جنګی جنایت ګڼل کېږي .
په ۲۰۱۶م کال کې د ملګرو ملتونو خپاره شوي راپور کې ویل شوي په جګړه کې د افغان ماشومانو تلفات په سلو کې ۲۵ زیات شوي دي. په ۲۰۱۷ کال کې د لغمان په ولایت کی د دولت مخالفینو په یوه ویشتل شوې هوان مرمۍ باندې شپږ ملکي بېګناه وګړي ووژل شول چې عمرونه یې ۶ او ۱۲ کلونو تر منځ وو د دولت مخالفینو ویل چې دا د حکومت له لوري ویشتل شوېده ، خو چې پلټنه وشوه نو وسله والو مخالفینوویشتلې وه .
د ۲۰۱۴کال په ډسمبر کې افغان امنیتي ځواکونو د قاچاقبرو له لاسه ۲۷ ماشومان وژغورل. افغان امنیتي ځواکونو وویل چې قاچاقبرو ماشومان پاکستان ته د انتحاري بریدونو او روزنې لپاره بېول چې د نورستان ولایت مختلفو سیمو نه یې راټول کړی وو اوپه جلال اباد ښار کې ونیول شول. په غزني کې هم تېر کال ماشومان د قاچاقبرو له لاسونو خلاص شول، ځکه هغوی غوښتل چې د ترهګرۍ د زده کړو لپاره یې پاکستان ته بوځي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې مخه ونیوله او ماشومان یې ورڅخه ازاد کړل.
افغان حکومت ته ښایي چې د افغان ماشومانو د ژغورنې په برخه کې لا زیات پام وکړي او ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د هغوی پر ژوند لوبې وکړي، د خپلو ناوړه موخو لپاره یې وکاروي او یا یې هم اختطافچیان له تښتولو وروسته ووژني.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320