جلال اباد کې د یوې بهرنۍ خیریه موسسې په ” سیف دي چلډرن” برید کړی دی. افغان امنیتي چارواکي وايي، چې په دې برید کې څلور بریدګرو برخه لرلې ده او ډیرۍ هغه ماشومان چې مور او پلار مینه یې نه ده لیدلې د دې موسسې له خوا روزل کیږي او ورسره مرسته کیږي.
دا موسسه له څو لسیزو راهیسې له افغان ماشومانو، په تېره بیا یتیمانو سره مرسته کوي. د دې برید له امله ګڼ شمیر ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.
الله (ج) د ماشوم، یتیم، او مسلمان وګړي وژل حرام ګڼلي او څوک چې په ناپوهۍ کې، د بل په خوله بې ګناه خلک وژني، جاهل، منافق او د خدای له درباره ناهیلی انسان ګڼل کیږي.
د اسلام سپېڅلي شریعت نه یواځې د والدینو، اولاد، جګړه کوونکو کسانو، بندیانو او ګڼ شمېر حقوق بیان او له دوي سره اسلامي کړنلاره او تګلاره څرګنده کړې ده، بلکه د دې تر څنګ ېې د ښځو حقوق، د خاوند او مېرمنې حقوق، د ګاونډيانو حقوق خپلو پیروانو ته په ډاګیزه توګه څرګند ډول بیان کړي دي.
ماشوم د ژوند زینت او ښکلا او د لورونکي الله تعالی له لوري والدینو ته هغه ارزښتمن سوغات او ډالۍ ده چې د کورنۍ مېوه او د دوي د راتلونکي ژوند د هیلو یو ځلانده لمر شمارل کیږي.
خویندو وروڼو، تاسې دا عمل څنګه بولئ. اسلام خو یې غندي او هیچا ته دا جواز نه ورکوي چې بې ګناه انسان ووژني او جبر ورباندې وکړي، خو نامرده ترهګره، تا دا فتوا له کوم ځایه ترلاسه کړه چې د یتیم وژنې، ماشوم وژنې، ښځې وژنې او سپین ږیری وژنې او د ننګرهار په یتیم ماشوم هم رحم نه کوې، هغه ماشوم چې د یوې مړۍ ډوډئ د ترلاسه کولو لپاره یې خپل ټوله کورنۍ پریښې ده او په یتیم خانه کې پروت دی.
حیران په دې یم چې څه ډول انسانانو د انسان جامې آغوستي چې د انسانیت، اسلامیت، بشردوستۍ، هېواد پالنې او آن ماشوم پالنې هم نه پوهیږي، یوازې او یوازې په دې فکر کې دي چې د خپل بادار امر څنګه پرځای کړي لکه وحشي حیوانات هر لوري ته چې جهت ورکړې هماغه لوري ته درومي.
که بې شرمه ترهګر دا توجیه کوي چې دا بهرنۍ موسسه ده خو او خدای شرمولې او بې پته انسانه ستا دا ټوپک او چاودیدونکي توکي او آن ستا بې شرمه کالي هم د پردیو فرنګیانو دي. آن ستا عقیده او مفکوره هم له اسلام سره په ټکر کې ده چې ته یې له ځان او خپل وطن څخه هم پردی کړی یې، لعنت پرتا او ستا په دې مفکوره شه.
لعنت په داسې خلکو، په داسې چارو او په داسې بریدونو لاس پورې کوي، چې اسلام یې غندي، ولس یې غندي، مسلمان یې غندي او آن انسان یې هم غندي. که څه هم د ماشومانو د مرستې رسونې ” سیف دي چلډرن” موسسې د برید مسولیت چا نه دی منلی او نه یې هم په غاړه اخیستی دی، ځکه دوی په دې برید دوی په خپله شرمیږي او توجیه ته یې لاره نه لري، خو د دوی باداران دوی ته وایې چې افغان ماشومان او خپل وطن ماشومان ووژنۍ چې دا په خپله د هغو پلورل شویو عقیدو ښودنه کوي چې هم په دې دنیا مخ توري دي او هم په هغې دنیا کې هم د مختورو کسانو په کتار کې راپورته کیږي.
ترهګرو او د افغان ولس دښمنانو په دې وژنو سره ثابته کړه، چې جنايتکاره او بزدله کسان دي، چې د ښځو او ماشومانو د وينې له تويولو ډډه نه کوي، ځکه دوی پلور شوي دي. زه دوی نه ملامتوم، ځکه چې په ترهګرو باندې دې دومره، عقیدوي پانګه اچونه شوې ده، چې اوس د خپلو بادارانو د ملاتړ کولو پرته بله لاره نشي موندلای. اوس د دوی په انسانیت داسې پرده غوړولې شوې چې د عدل، انصاف، حقیقت هم نه ویني. که حتی د دوی خپل جرمونه، جنایات او ناوړه کړنې هم ور وښودل شي، په عوض د دې چې خپلې کړنې د اسلامي ارشاداتو په تله کې یې وتلې، بلکه د هغو د توجیح په لټه کې کیږي. چې هرڅه ورته ووایې چې شیدې سپينې دي، خو دوی درته وایې چې غوا سپینه او شیدې یې تورې دي او په خپل خره سواره وي.
یو وار بیا زه یو عادي او ځوریدلی افغان، له ترهګرو څخه پوښتنه کووم؟ چې تاسې ته چا ویلي چې یتیمان ووژنۍ؟، ماشومان وژنۍ؟ یعنې په دې کار سره مو څه ترلاسه کوئ، پرته لدې چې هغه میندې چې یوازې په دې تمه دي چې دا ماشوم یې لوی شي او د دوی تکیه وي، خو تاسې هغه هېلې هم له خاورو سره تر خاورو لاندې کړې چې میندې یې په تمه وې او هغه میندې هم تاسو نا هیلې کړې.
فیضي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320