کابل جان او کربلا /سردار محمد همدرد

0 1,278

نن یو ځل بیا د افغانستان د خاورې قسم خوړلو دښمنانو له وحشت او بربریت څخه ډکه خپله څېره د دې مظلوم ملت په وړاندې څرګنده کړه. د دې هېواد دښمنانو دا دعوه دروغ ده، چې مونږ یوازې د حکومت سره جنګیږو، بلکې دوی په اصل کې د افغانستان له ملت سره جګړه کوي. په مسجدونو، مهمانخانو کې او د ښار په ګڼه ګوڼه کې بریدونه کوي. عامه تاسیسات خرابوي او که دوی دا فکر کوي، چې بیا به مونږ په دې ملت باندې حکومت وکړو، نو دا به یې هسې یو خوب او خیال وي.
ځکه چې داسې کورنۍ به نه وي، چې دوی دې د غم پر ټغر نه وي کېنولې. هېڅ پلار د خپل زوی او هېڅ زوی د خپل پلار غم نه شي هېرولی. هېڅ کومه سپین سرې مور د خپل ځوانیمرګ زوی د غم هېرولو توان نه لري او نه هېڅ تور سرې د خپل خاوند غم له یاده ایستلی شي. دښمن دښمن دی. ولې دښمن ورته وایو؟ هغه هېڅ نړیوالو اصولو او قوانینو ته غاړه نه ږدي، د هغوی هدف یوازې دا دی، چې دا وطن ټوک ټوک او محتاج وي. دوی په هېڅ صورت په خپل څنګ کې یو تاریخي او قوي افغانستان نه غواړي.
نه غواړم، چې د دې خاورې پر دښمنانو زیات بحث وکړم. هر ځلې چې داسې وحشیانه پېښه کیږي، لومړی مې په حکومت او نظام کې هغو دخیلو چارواکو ته په زړه کې ښېرا کړې ده، چې د دې هېواد مسوولیت ورپه غاړه وي. د خاورې بهرنۍ ستونزې پر ځای پرېږدو، د هېواد د ننه هغه کړۍ چې د واک او قدرت لېوني دي، نه غواړي چې دا وطن جوړ شي. د دې وطن اصلي دښمنان همدغه پردي جاسوسانو، قانون ماتوونکي او واک غوښتونکي کسان دي. دا مافیا، خاینین، غاصبین او قانون ماتوونکي چې په تېرو کلونو کې یې ډېر رشد وکړ، د ولسمشر اشرف غني له خوا څه ناڅه محدود شول. اوس هم همدوی دي، چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت نه غواړي او پاټک سالارۍ ته زمینه برابروي.
تر ټولو لومړی د ولس مسوولیت دا دی، چې د دې خاینینو په واړندې باید خپل قاطع دریځ اعلان کړي. په مطبوعاتو، مدني ټولنو او ټولنیزو رسنیو او مبارزو ځوانانو دا ژغ کوم، چې یوازې د فيسوک په ارماني خبرو دې اکتفاء نه کوي؛ بلکې په هېواد کې دې ټول د دغه نا روا کړنو په ضد را اوچت شي او هم خپل بهرنی دښمن وغندي او خپل دریځ دې ورته اعلان کړي او هم دې داخلي جنګ سالاران وغندي.
ملته نور را ویښ شه! بیا هغه د پاچاخان خبره درته کوم، چې یا به یو کیږو، که نه وي ورکیږو. تر ټولو لومړی باید ملي وحدت یقيني کړو. تر کوچنیو اختلافاتو تېر شو. په یوه اواز باید د دې وطن داخلي او خارجي دښمنان وغندو. ترڅو چې مو دغه رسالت نه وي ادا کړی، په خپلو پښو ولاړ، د امن او سولې ډک افغانستان خاوندان کېدلی نه شو.
د دې هېواد اصلي خواخوږو او مبارزینو ته وایم، که په دې اړه په ټول افغانستان کې یو اواز پورته نه کړو، دغسې به وژل کیږو، لکه نن مو چې وینې وبهېدې. په ټول هېواد کې نن تر دوه سوه زیاته مرګ ژوبله لرو. تر دې اضافه مرګ ژوبله؟
که تاسو داسې فکر کوئ، چې مونږ به خوندي پاتې شو، دا هېڅ ممکنه نه ده او که یو شمېر افغانان دا فکر کوي، چې په بهر کې به ژوند وکړو، نو دابه د ټیټ اعظمه افغانانو غوښتنه وي. هره قرباني مو باید په دې هدف وي، چې په وطن کې د سولییز ژوند لپاره لاره هواره کړو. په رسنیو او با احساسه ژورنالیستانو باندې غږ کوم، چې د هېواد ملي ګټو ته په کتو سره په ولس ويښونه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
په درنښت!ٔ
۲۰۱۸/جنوري/۲۷

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply