لیکونکی :کاندید اکادمیسین سیستانی 30/10/ 2017
د افغانستان دسیاسی ظهور
د۲۷۰کلیزی په مناسبت
(ژباړونکی: رحمت آریا)
دا به زښته گرانه وي چې څوک دې د افغانستان له سیاسي ظهور مخکې د تـﯧـرو شپـږو پـﯧـړېو له سیاسي، اقتصادي او ټولنــﯧـز وضعیته یو روڼ او هر اړخـﯦـزه انځور په څو پاڼو مقالې کې وړاندې کړي ، په همدغو تـﯧـرو شپـږو پـﯧـړېـو کې ول چې د غوریانو له واکمنۍ وروسته پر هـﯦـواد باندې د پردیو د نـﯧـواک تورې ورېځې خپرې شوې، د نـﯦـواک دا لړۍ له ظلم، خپلسریو، زورواکیو، ورانیو، عاموژنو، غاړو پرېـکونو او مرېـتوبونو سره بدرگه وه؛ مغول یرغلگرو د ۱۳ او ۱۴ پـﯧـړۍ په اوږدو کې په نـﯧـول شویو سـﯧـمو کې بې شمـﯧـره ککرې ورېبلې، نارینه او ماشومان ېې مرییان او ښځې ېې مینځې کړلې، ورپسې د پـﯧـنـځلسمې پـﯧـړۍ په ترڅ کې د گوډ تیمور او د هغه د ځای نـﯧـوونکو غوبل او ناتار پـﯧـل سو، په هر ښار کې ېې د انسانانو له ککرو څخه کوپړۍ منارونه جوړ کړل، بیا د ۱۶ او ۱۷ پـﯧـړۍ په لړ کې د اورپکو صفویانو د واکمنۍ او ناتار وار راغی ، صفویانو په نـﯧـول شویو سـﯧـمو کې خلک د خپل مذهبي فاشیزم د اور په تبۍ باندې وځپل او وېې کړول.
کـﯦـدای شي یو شـمـﯧـر کسان د بې پرواېـۍ او یا د ورپـﯦـښې ناخبرې له مخې گومان وکړي چې زموږ گران هـﯧـواد افغانستان، ددې ټاټوبي د بچیـو له سرښندنو، تورو او مـﯧـړانو پرته په خپل سر جوړ او د اوسنـﯧـو شته وو جغرافیوي پولو په اډانې ېې شکل اخـﯧـستی دی؛ خو د هـﯧـواد او د گاونډﯧـو هـﯧوادونو تأریخ ته ژوره کتنه په زباد رسوي چې په دې جغرافیوي چاپیریال کې استوگنو پرگنو د بـﯧـلابـﯧـلو لاملونو له کبله خپل مـﯧـړني سرونه په لاس کې نـﯧـولي او د پردېو د تپل شویو ربړو او زورواکیو پر وړاندې په پښو درېدلي دي، قربانۍ ېې ورکړي او قربانۍ ېې اخـﯧـستي او په پای کې د خپل برخلـﯧـک د ټاکنې او د واک واگې ېې په خپل لاس کې نـﯧـولي او خپل ځانته ېې خپل هـﯧـواد جوړ کړي دی، او دا ېې په زباد رسولې چې بل هـﯧـڅ پردی به نور د هغوی د کړولو جرﺌـت ونه کړي، د هغوی د لاس یبره « حاصل» او جیبونه به د « حوالې» او « بروات» او په نورو ملا ماتوونکو مالیاتي پلمو لوټ او تش نه کړي؛ خاورې، ناموس او هستۍ ته به ېې څوک په سپکو او سـپـﯦـرو سترگو ونه گوري.
د شپاړلسمې زېږدېزې پـﯦـړۍ له پـﯦـله وروسته په افغانستان او له افغانستانه دباندې یو شمـﯦـر پـﯦـښې رامنځته شوې چې پاېلې ېې زموږ د هـﯦـواد په تاوان خو په گاونډېو کې د نوېو راپورته شوېو سـﯦـمه ېیزو ځواکونو په گټې واوښتلې. په بلې وېنا په ۱۵۰۰ ز کال کې په ماورالنهر کې د شیباني دولت او په ۱۵۰۲ ز کال کې په فارس – ژ / ایران کې صفوي دولت جوړ شوی وو او په ۱۵۲۵ ز کال کې په هندوستان کې بابري ( کورگاني) دولت رامنځته شو. نوېو رامنځته شوېو دولتونو خپل برېدگر لاسونه له شمال، لوېدېځ او ختـﯦـځه افغانستان ته وغځول او په پای کې ېې هـﯦـواد په شمالي، لوېدېځو او ختـﯦـځو برخو ووېشه، او هر دولت د هـﯦـواد په ځانگړې برخې خپلې منگولې ښخې کړې. په دې توگې له ۱۵۱۰ تر ۱۷۴۷ ز کال پورې پر هـﯦواد باندې د گاونډېو هـﯦـوادونو د واکمنۍ سـﯦوری خپور وو او لړۍ ېې تر نـﯦـږدې دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو پورې وغځـﯦـدله.
که پر هـﯦـواد باندې د مغولو او تیموریانو د برلاسۍ پـیرونه یوې خواته کښـﯦـږدو او د دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې د هـﯦـواد تجزېې ته پاملرنه وکړو نو وېلای شو چې افغان پرگنې د ترک نژادو گاونډېو د تجزېې په ټول پـیر کې دومره وزبـﯦـښل او وځپل شوي لکه چې د غمنو یوه دانه دې د ژرندې په دوه وو ډبرو کې بنده پاتې شوې وي. کډوالو کـﯦـږدۍ مـﯦـشتو زور واکانو د هغوی پر ځان ، مال، پت، درنښت او آبرو په پرله پسې ډول تـﯦري کړي دي.
د صفوي واکمنۍ پر مهال ددولت رسمي مذهب د « تشیع» مذهب وو چې له سیاسي او مذهبي زور واکۍ ، خپلسرېو او ټولوژنو سره بدرگه وه. غیر شیعه قومي او مذهبي ډلې د صفویانو له خوا په کلکه سپکـﯦـدلې، کړېدلې او ان له ډلوژنو سره مخامـﯦـدلې، او د وژنو، شکنجو او ځورلو له لارې تر هغو اړ کـﯦـدلې چې د خپلې شتمني د مصادرې له وېرې خپل مذهب بدل او شیعه مذهب ومني.
ډاکټر شفا په خپل کتاب « تولد دیگر» کې لـﯦـکي : « د صفویانو ټول پـیر له پـﯦـله تر پایه په وېـنه بهونې، بـﯦـرحمۍ، ورور وژنې، فساد، مکر، ټگۍ برگۍ او مطلقې خپلسرۍ تـﯦـر سو چې عملا ً هر ډول اخلاقي او انساني اصول ېې تر پښو لاندې کړي ول… د شاه اسماعیل صفوي پر مهال داسې کسان موندل کـﯦـدل چې انسانان به ېې ژوندي خوړل، دا کسان د « قورچي » په نامه ېادېدل، همدغو قورچیانو سني مذهبه وزبک شیبک خان په غاښونو ټوټې ټوټې کړ، د قورچیانو آمرینو د همدغه شیبک خان د سر کوپړۍ په سرو زرو وپوښله چې د شاه اسماعیل د شراب څښلو پیاله سي. د همدغه شاه لمسي، دوېم شاه اسماعیل خپل شپږ واړه وروڼه چې ېوه ېې لا د خپلې مور شـﯦـدې رودلې ووژل او د پـﯦـنـځلس تنو سپـﯦـڅـلو صوفیانو سرونه ېې په ېوې ورځې کې پرېک کړل. لومړي شاه عباس خپل پلار د هغه د مرگ تر وروستۍ سلگۍ پورې په زندان کې وساته، د خپل مشر زوی سر ېې پرېک او د خپلو نورو دوه وو زامنو سترگې ېې ړندې کړې. د هغه ځای نـﯦـوونکی شاه صفي د صفوي کورنۍ په منځ کې تر ټولو ډېر وېنې څښونکی شاه تــﯦـر سوی، نوموړي خپله مور، ښځه او شـﯦـدې رودونکی زوی او ړوند اکا ووژل او د خپلې کورنۍ لسگونه تنه غړې ېې ړانده کړل. د صفوي شاهانو په منځ کې له وروستي شاه پرته نورو ټولو په شراب څښلو کې زښت ډېر افراط وکړ، څلورو تنو شاهانو خپل ژوند د ډېرو شراب څښلو له کبله له لاسه ورکړ. »( ډاکټر شفا، تولدى ديگر، ١٩٩٩ چاپ ، ٤٣٢ پ)
د سلطان حسین صفوي د پاچاهۍ پر مهال د شیعه روحانیت مذهبي تعصبات دې کچې ته لوړ شول چې د ۱۸ پـﯦـړۍ له پـﯦـل وروسته د فارس – ژ / ایران په اکثریتو تابعه ولایاتو کې مذهبي لږکـﯦـو پاڅون ته لاس واچاوه او ښورښونه پـﯦـل شول. په ۱۶۹۹ ز کال کې بلوڅانو پر کرمان برېد وکړ، په ۱۷۰۱، ۱۷۰۳ او ۱۷۰۹ زو کلونو کې د کندهار پرگنو پاڅون وکړ. او په ۱۷۱۲ ز کال کې د داغستان لزگیانو او د قفقاز ارمنیانو پاڅون وکړ. په ۱۷۱۵ ز کال کې سـُـني کـُردانو ستر پاڅون پـﯦـل کړ. په ۱۷۱۶ ز کال کې د هرات ابدالیانو او په همدغه کال کې د ختـﯦـځ گـُرجستان خلکو هم پاڅون وکړ. په ۱۷۲۱ ز کال کې لـُرانو، او په ۱۷۲۲ ز کال کې د مسقط عربو د بغاوت سرونه پورته کړل. په همدغه کال کې په شیروان کې د سنیانو مذهبي غیرت په خوټـﯦـدو راغی او د حاجي داؤود مدرس تر مشرۍ لاندې د شیروان د شماخي کرسي پر ښار ېې برېد وکړ، په دې پـﯦـښې کښې د څلورو تر پـﯦـنځو زور شیعه گانو غاړې له چړو تـﯦـرې شوې او پاڅونوالو د عثماني تورکیې په ملاتړ شعارونه ورکړل. په همدغه کال کې په کرمان کې د میرزا داؤود لمسي سید احمد خان د غورځنگ مشري کوله او په بلوڅستان او بنادرو کې سلطان محمد چې په خر سوار مشهور وو، د غورځنگ د ډگر بې ساری مشر وو. (لکهارت، انقراض سلسله صفويه ،تهران١٣٦٤، ١٤٦پ ، جى ، پى، تيت، سيستان ، ۱ ټوک ١٥٢ پ)
د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې که د صفوي دولت تر واکمنۍ لاندې د هـﯦـواد لوېدېـځې برخې د مذهبي تعصب په اور کې سوځـﯦـدلې، د هـﯦـواد په ختـﯦـځو برخو کې هم د هند د بابریانو د نـﯦواک او واکمنۍ په ټول پړاو کې د جگړې او تـﯦـریو د اور لمبې بلې وې. د بابر د کورنۍ بنسټ اېښودونکي، بابر، خپله هره برېا په سر پرېکولو او د مغلوبه قومونو په لوټ او د هغوی له ککرو څخه د کوپړۍ منارونو په جوړولو لمانځله او د خپل کتاب په یادښت لـﯦـکونو کې به ېې ریکارډول تر څو خپلو ځایناستو او لمسیانو ته داسې یادونه په میراث پرېږدي چې ورباندې وویاړي؛ بابر د خپل چلند همدا لړۍ د خپلو لښکري یونونو په لړ کې له کابله تر ننگرهاره او له هغه ځایه تر سوات او باجوړه، تر غزني، کلات او مقر پورې له استثناء پرته د پښتنو پر وړاندې پلې کړه او خپلو وارثینو ته ېې همدا دود په میراث پرېښود. ( وگورئ : توزُګ بابري)
له ۱۵۵۷ ز تر ۱۶۳۷ ز کال او ورپسې له ۱۶۶۶ ز نـﯦـولې تر ۱۶۷۲ ز کال پورې قباﺌـیلي وگړو د بابر د ځایناستو پرمهال له کابله تر پـﯦـښوره د ۹۰ کالو یا د درو نسلونو په اوږدو کې د بابریانو د نیواک او واک پروړاندې په پرله پسې ډول تورې ووهلې ؛ په دغو جگړو کې نـﯦـږدې سلو زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د بابري واکمني په بل اړخ په بلې وینا له کابله نـﯦولې تر بدخشانه او کندهار کې بابري شهزادگیو د خپل نـﯦـواک په ټول پړاو کې د ېو بل پر وړاندې د ناخـﯦـړېو په کولو ېو بل ته توطـﺌـې جوړولې او د ېو بل پر وړاندې به ېې لښکرونه راواېستل؛ په دغو لښکري يونونو کې به لښکروالو د یو بل له پـﯦـژندنې پرته د هغه یا دده شهزادگي په گټې جگړې کولې او د خپلو سرونو په بایلودلو به د شهزادگانو د سترواکۍ د هوس د لومو بلهاريان کـﯦـدل.
د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په اوږدو کې افغان پرگنې که په لوېدېځ، ختـﯦـځ، که په شمال او یا سویل کې وې ټولو په ځلونو ځلونو د پردېو د برلاسۍ او واکمنۍ پر وړاندې پاڅون کړی او سره له دې چې دولتي ځپونکي ځواکونه په څوڅو ځلو د غـﯦر پوځي وگړو په پرتلې ځواکمن او په پیاوړو وسلو سمبال ول بیا هم له هغوی سره لاس او گرېوان سوې دي. له دې چې دغه پاڅونونه په خپل سر ول او هـﯦـڅ ځانگړې تگلاره او لارښوده تـﺌوري ېې نه درلودله نو وگړي د مذهب او بـﯦـلابـﯦـلو مذهبي ډلو ټپلو تر سـیوري لاندې راټولـﯦـدل.
په دغو ډلو کې کولای سو د افغانستان په ختـﯦـځ کې د پیر روښان تر مشرۍ لاندې له پرگـنـﯦـز غورځنگ څخه یادونه وکړو چې د درو نسلو په اوږدو کې ېې خپل غورځنگ او تگلارې ته دوام ورکړ، ورپسې له ۱۶۶۷ ز کال څخه تر ۱۶۷۲ز کال پورې د مغولي دولت پر وړاندې د خوشحال خان خټک، ایمل خان مومند او دریا خان اپریدي غورځنگونه یادولای شو، دا غورځنگونه دومره پیاوړی ول چې اورنگزیب دې ته اړ سو چې په خپله د خوشحال خان پر وړاندې جگړې کې گډون وکړي او د خپل شخصیت د دروندوالي پر بنسټ د دولتي ځواکونو جنگي مورال د غورځنگوالو پر وړاندې پیاوړی کړي؛ د هند مغولي دولت اړ سو چې د اوضاع د کنترول لپاره د پـﯦـښور، ننگرهار او کابل په ښارونو کې خپل ځواکونه د غورځنگوالو د بـﯦـړنۍ ځپنې لپاره د تیارسی په حال کې وساتي.
د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د صفوي کورنۍ د وروستي پاچا، سلطان حسین صفوي د واکمنۍ پر مهال ول چې د کندهار خلکو د میرویس خان هوتکي تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د صفوي لښکر د ۳۰ زرو سر تـﯦـرو غاړې ېې تر وروستي سړي پورې د چړو له خولو تـﯦرې او د فارس د صفوي دولت له منگولو ېې خپله آزادي اعلان کړه.
د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري د واکمنۍ پر مهال ول چې د هرات خلکو د ابدالیانو تر مشرۍ لاندې پاڅون وکړ او د فارس- له صفوي دولت څخه ېې خپل سـﯦـمه ېیز استقلال واخـﯦـست : (١٧١٦-١٧٣١) ز کال.
د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري د واکمنۍ پر مهال ول چې د خراسان په تون کې ملک محمود سیستاني د فارس د صفوي دولت پر وړاندې پاڅون وکړ او نه ېوازې په ټولو جگړو کې ېې ځپونکي دولتي ځواکونه مات کړل بلکه مشهد ېې ونـﯦـو او د خپلې واکمنۍ پلازمـﯦنه ېې وټاکه او د کیانیانیو د ۲۵ پـﯦـړۍ لرغوني دود په شان ېې تاج پر سر کښـﯦـښود او ځان ېې د خراسان پاچا ونوماوه : (١٧٢٢-١٧٢٧) ز کال .
د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر کې او د همدغه پاچا سلطان حسین صفوري د واکمنۍ پر مهال ول چې د کندهار وگړي د شاه محمود هوتکي تر مشرۍ لاندې د اصفهان تر زړه پورې پر مخ لاړل او تر هغو پورې په پښو کښـې نه ناستل چې دولت ېې ورته ړنگ نه کړ: (١٧٢٢- ١٧٢٩) ز کال
د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په پـَـیر او د نادرشاه افشار د واکمنۍ پر مهال ول چې د بلخ، اندخوی، میمنې، غور، بادغیس، سیستان او د کابل د سـیند په اوږدو کې پرتو پښتني قباﺌـیلو د نادر افشار د ځپونکې واکمنۍ پر وړاندې پاڅون وکړ او له ځپونکو دولتي لښکرو څخه ېې قربانې واخـﯦـستې او خپله ېې هم قربانۍ ورکړې : (١٧٤٠- ١٧٤٦)
په پای کې د همدغو دوه نـﯦـمو پـﯦـړېو په لړ کې ول چې بیا هم د کندهار د پرگنو له منځه د احمد خان دراني په نامه ځوان، هوښیار او ځـيرک مشر سر راپورته کړ او د خراسان د کنډوالو پر سر چې په تـﯦـرو شپږو پـﯦـړېو کې ېې خپل نوم او حدود و ثغور له لاسه ورکړي ول، د افغانستان په نامه د نوي هـﯦـواد بنسټ په کال ۱۷۴۷کښـﯦـښود او زموږ خلک د خپل برخـلـﯦـک د ټاکڼې څښتن او واکمن شول، له بې هویتۍ وژغورل سول او خپل له لاسه تللی نوم، نښان او برم ېې بـﯦـرته راژوندی کړ.
دا دی اوس له هغې ورځې ۲۷۰ کال تـﯦـر شوي چې افغانستان د نړۍ د خپلواکو هـﯦوادونو په کتار کې په لوړه غاړه ولاړ او د نړۍ په نقشې کې ېې ځای د یوه اوسپنـﯦـز موټي په شان څرگند او روښانه دی. احمد شاه بابا د افغانستان د خلکو له سوکالۍ، سر لوړۍ او استقلال پرته بله هـﯦـله نه درلودله، د ډېرو اوږدو ستونزمنو سفرونو او د ژوند او پت د بـﯦـلا بـﯦـلو خطرونو په گاللو د یوه سرښندویه او زړور افغان مشر او بومیا « پیشوا» او د برخلیک ټاکونکو جگړو د ډگر د برمیال فاتح په توگې ېې افغانانو ته ویاړونه وپنځول. هـﯦـڅکله ېې خپل هـﯦـواد ته خیانت ونه کړ او هـﯦـڅکله ېې خپل هـﯦـوادوال خوار او سپک ونه گڼل.
هـﯦـڅکله ېې ځان له خپلو هـﯦـوادوالو لوړ او ډېر ونه شمـﯦـره. هـﯦـڅکله ېې وخت په هوساینې او چړچو نه دی تـﯦـر کړی. هـﯦـڅکله ېې له کوم باندیني ځواک څخه دستور نه دی تر لاسه نه کړی او هـﯦـڅکله ېې پرَدی دستور د ملت پر تندي ېې نه دی ټکوهلی. سره له دې چې احمد شاه له شاهانو تاج اخـﯦـست او تاج به ېې ورکاوه خو هـﯦـڅکله ېې په خپل سر تاج کښـﯦـنـښود، برعکس د خپلو نورو هـﯦـوادوالو په شان به ېې پگړۍ تړله او له هغوی سره په گډه پر فرش شوې ځمکې کښـﯦـناسته او د هغوی د زړونو بړاس او خوږ ته به ېې غوږ نـﯦـوه او د مظلومانو د کړېکو غږ ته به ېې ځان رساوه. له خپلو هـﯦـوادوالو سره به ېې د یوه زړه سواندي پلار په شان چلند کاوه او له همدې کبله ول چې خلکو د « بابا» په نامه یاداوه. د همدغه درنښت له کبله دی چې الفنستن لـﯦکي : « په رښتیا هم که په آسیا کې هر هغه شاه چې د خپل ملت لپاره د درناوي وړتیا ولري نو له احمد شاه پرته به شاه نه وي.»( الفنستن، افغانان، ژباړه : آصف فکرت ، ٣٨١ پ)
هـﯦـڅ انصاف لرونکی لـﯦـکوال او تأریخپوه به نه وي چې افغانستان دې د احمد شاه بابا گرانبیه میراث ونه شمـﯦـري او د هغه استقلال او ملي واکمنۍ ته دې درناوی ونه لري. له دې کبله ده چې احمد شاه بابا ته باید درنښت وشي او د هغه له مهمو سیاسي خدمتونو څخه باید منندوی اوسو، دا زموږ دنده ده چې د هـﯦـواد هر بچي ته د خپلو ملي او سترو مـﯦـړنیو شخصیتونو په اړوند د منښت او درنښت درسونه وښـیو.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320