غزل

عبدالمالک بېکسیار

57
ستا د ښار کوڅو کې ګرځم
لکه لار کوڅو کې ګرځم
ټوله شپه لاروي شمېرم
تر سهار کوڅو کې ګرځم
خبر نه یمه څه غواړم ؟
ډک بازار کوڅو کې ګرځم
ګڼي خلک لېونی مې
یم هوښیار کوڅو کې ګرځم
لټوم ځواني لوټلې
په تلوار کوڅو کې ګرځم
Related Posts
1 of 61,023
بېلتون را نه شي په مخه
څه په ډار کوڅو کې ګرځم
اضطراب په مخه کړی
زړه بېمار کوڅو کې ګرځم
که څوک پته لټوي مې
بېکسیار کوڅو کې ګرځم

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.